د ټولو لغاتونو تعریفونه د لیکنې لاندې وګورئ
د یوه عفوني شوي عامل اتفاقي یا تصادفي جنیتیکي تغیر (mutation) ده او پاېله یې د انټي جېنس (antigens) په نامه پروتین کې کمه اندازه بدلون رامنځته کېدل دي کوم چې د انساني بدن او ژو کې د ایمیون سیستم تحریک کوي یا هڅوي تر څو د مقاومت لپاره انټي باډي (antibodies) تولید کړي. دا تغیرات انټي جینونه تولیدوي کوم ته چې ممکن په ټولنه کې ځینې وګړي ایمیون immune نه وي او په همدې وجه کوم عفوني عامل چې په انټي جېنیک ډرېفټ کې تکامل موندلی وي ممکن د سختو ناروغیو لامل وګرځي او په ډېره اسانۍ د انسانانو یا ژو په یو نسل کې خپره شي.
د انټي جېنیک ډرېفټ تر ټولو ښه د اېنفلوېنزا اې ډول ویروسونو کې مشخص شوې په کوم کې چې ویروسي بهرنۍ سطحه دوه ګلیکو پروتینونه glycoproteins لري چې د hemagglutinin H and neuraminidase N په نامه یادیږي کوم چې د اېنفلوېنزا په اې ډول کې یو بل سره خپلمنځي توپیر لري لکه H1N1, H3N2, H5N1. په انټي جېنیک ډرېفټ کې نه محسوس کېدونکی تغیر subtle mutation د مختلفې کچې ځواک strains لرونکي فرعي ډول لامل ګرځي. په دې کې عفوني شوي جېنونه هغه وي چې په سطحه باندې د دواړو وېروسونو hemagglutinin H and neuraminidase N اېپیټوپ epitope کوډ کوي. د اېنفلوېنزا اې پېل کولای شي په یوه ټولنه کې له یو بل ته انتقالېدونکې epidemic یا هم د نړۍ او هېواد په کچه ساري pandemic وي.
انټي جېنیک ډرېفټ په اېچ ای وي HIV کې هم رامنځته کیږي کوم چې د اېډز AIDS لامل ګرځي همداسې په ځینې راینو ویروسونو rhinoviruses کې هم رامنځته کیږي. کوم چې بدن کې د عامو سړو لامل ګرځي. همداسې په سرطان کې هم پرې شک شوی چې رامنځته کیږي او د انسان بدن کې د ویروسونو لامل ګرځي. په سرطان کې انټي جېنیک ډرېفټ له ویروس سره مرسته کوي چې د ایمیون له حجرو تېښته وکړي تر څو له منځه ولاړ نشي کوم چې د و یروس د ژوندي پاتې کېدو او د سرطان د ودې لامل ګرځي.
antigen
زهري ماده یا نورې بهرنۍ مادې په ځانګړې توګه د انټي باډي (antibody) تولید چې بدن کې د ایمون یا ایمني غبرګون لامل ګرځي.
antibody
انټي باډي د وینې یو پروتین ده چې یو ځانګړي انټي جېن ته د غبرګون پر وخت د مقابلې لپاره تولیدیږي. انټي باډي له هغو کیمیاوي مادو سره ترکیب کیږي چې بدن یې بهرنۍ یا پردۍ (alien) ګڼي لکه باکتریا، ویروسونه او په وینه کې نورې بهرنۍ مادې
mutation
تغیرات
د جېن په جوړښت یا شکل کې تغیراتو ته وایي چې ممکن وروستیو نسلونو ته انتقال شي.
gene
یو ارثي واحد ده چې له مور او پلار بچیانو ته انتقالیږي او د بچیانو ځینې ځانګړنې ښي.
immune
یوې ځانګړي زهري مادې یا ویروس ته مقاومت کوونکی په کوم کې چې انټي باډي موجود وي او یا د وینې په سپینو حجرو یا کرویاتو حساس شوی وي.
influenza
یو ډېر لوړ ساري (contagious) ویروسي د مرض سرایت ده چې په تنفسي جهاز کې رامنځته کیږي او د سخت درد، تبې او زکام (catarrh) لامل کیږي.
glycoprotein
د پروتین ټول هغه کلاسونه چې کاربو هایډرېټ لري او له پولي پېپتید (polypeptide) سره نښتي وي دې ډول پروتین ته د (glycopeptide) نوم هم اخلي.
hemagglutinin
هموګلوتینېن
یوه ماده لکه ویروسي پروتین کوم چې د (hemagglutination) لامل ګرځي. هموګلوتینېشن (hemagglutination) د وینې د سرو حجرو یا کرویاتو یو ځای کېدو یا انبار کېدو ته وایي
neuraminidase
نیورا میني ډېز
یو انزایم ده، چې په ناروغۍ پېدا کونکي (pathogenic) وړو په سترګو نه لېدل کېدونکو یا مایکرو اورګانېزمونو کې موجود وي لکه په باکتریا کې کوم چې د هغو ګلایکو سایډ (glycosides) له کاره غورزولو کې چټکي رامنځته چې نیورامینک اسید (neuraminic acid) لري. ګلایکو سایډ هغه ترکیب ده چې له یو ډول بورې جوړ شوی وي.
epitope
اېپيټوپ
د انټي جېن مالیکول هغه برخه ده په کوم پسې چې انټي باډي ځان نښلوي.
subtle
نه محسوس کېدونکی
هغه څه چې څېړنه یا تشرېح کول یې ستونزمن وي
strain
فشار یا ځواک
هغه ځواک چې یو څه تر دې کچې د فشار لاندې راوړي چې له منځه ولاړ شي
epidemic
ټولنیونکې ناروغي، له یو بل ته انتقالېدونکې ناروغي
په یوه وخت کې، په یوه ټولنه پراخه خپره شوې ناروغي
pandemic
په ځانګړي وخت یا یوه وخت د ڼړۍ یا هېواد په کچه خپره شوې ناروغي
immunodeficiency
د ایمیون هغه کمښت ته وایي چې له ویروس نه په مناسبه توګه بدن ونشي ژغورلی او د کمښت لامل یې د ځینو مادو یا د پروسې د اجزاو نشتون یا کمی وي
AIDS
اېډز
یوه ناروغي ده په کومه کې چې بدن له سختې ایمیوني حجروي کمښت یا له لاسه ورکوونې سره مخ کیږي اوله ویروس سره یې مقاومت خورا زېات کمیږي
rhinoviruses
د پییکورنا ویروسونو (picornaviruses) کلاس ده، په ځانګړې توګه هغه ویروس چې بدن کې د عامو سړو رامنځته کېدو لامل ګرځي
picornaviruses
په پیکورنا ویروسونو کې (enteroviruses, rhinoviruses) ویروسونه شامل دي له دې پرته د خولې او پښو ویروسونه هم پکې شامل دي
cancer
هغه ناروغي ده چې د غېرې نورمال حجرو له نه کنټرول کېدونکو وېش څخه د بدن په یوه برخه کې رامنځته کیږي.
اېچ ای وي HIV څه ته وایي ؟ اېډز AIDS څه ته وایي؟
د طب محصلین دې هرو مرو ځان پرې پوه کړي!
اېچ ای وي د human immunodeficiency virus لنډیز ده او یو رېټرو ویروس retrovirus ګڼل کیږي کوم چې د اېډز AIDS لامل ګرځي.
immunodeficiency
د ایمیون هغه کمښت ته وایي چې له ویروس نه په مناسبه توګه بدن ونشي ژغورلی او د کمښت لامل یې د ځینو مادو یا د پروسې د اجزاو نشتون یا کمی وي
رېټرو ویروس د ار اېن اې RNA ویروسونو ګروپ ده کوم چې د خپل جېنوم genom د ډي اېن اې کاپي په هغه حجره کې اچوي چېرې چې مېزبان وي تر څو تکثیر replicate وکړي
AIDS
اېډز
یوه ناروغي ده په کومه کې چې بدن له سختې ایمیوني حجروي کمښت یا له لاسه ورکوونې سره مخ کیږي اوله ویروس سره یې مقاومت خورا زېات کمیږي
