Antonov An-22

ناټو یې د (Cock) په نامه پېژني. د درنده د ټرانسپورټ لپاره پوځي الوتکه ده او (Antonov Design Bureau) د شوروي اتحاد پر مهال طرحه کړې. په لمړي ځل په ملکي ځای کې له شوروي اتحاد څخه بهر د پاریس په هوایي ننداره کې، په کال ۱۹۶۵ کې را څرګنده شوه. او له دې وروسته په پراخه کچه له هوا څخه د توکو او سر تېرو غورزونې او پوځي ټرانسپورټ لپاره د شوروي اتحاد وکاروله.
 
رول یې له هوا څخه ستراتیژیکه غورزونه وه، جوړونکی شرکت یې (Antonov) وو، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۶۵ کال د فېبرورۍ په ۲۷ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۶۷ کې پیل شوې، ځینې هیوادونه یې تر اوسه کاروي، بنسټیز کارونکي یې (Soviet Air Force, Aeroflot and Antonov Airlines) وو، د ټولو تولید شوو شمېر ۶۸ ده. د روسې، بلغاریا او یوکراین هوایي ځواکونو ترلاسه کړې وې.
 
پیلوټان : له ۵ تر ۶ کسانو پورې چې هر یو مختلفې دندې لري، تر ۲۹۰ پورې سپرلیو ته ځای لري
اوږدوالی : ۵۷.۹ متره
د وزرو پراخوالی : ۶۴.۴۰ متره
لوړوالی : ۱۲.۵۳ متره
د وزرو سطحه : ۳۴۵ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۱۱۴۰۰۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۲۵۰۰۰۰ کیلو ګرامه
پاور پلنټ : څلور ماشینونه او هر یو Kuznetsov NK-12MA turboprops driving contra-rotating propellers, 11,186 kW
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۷۴۰ کیلو متره
Lifting.AN-22 RA-09341 (8704268263)
Lifting.AN-22 RA-09341. Photo by Aleksandr Markin (Александр Маркин)

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons