Antonov An-28

ناټو یې د (Cash) په نامه پېژني. د دوه ماشینو لرونکې پوځي د ټرانسپورټ الوتکه ده. د طرحې بنسټ یې له (Antonov An-14M) الوتکې اخیستل شوی. د لنډې کرښې لپاره (Aeroflot) کارولې او د کارونې بل وړاندیز د (Beriev Be-30) الوتکې شوی وو خو د وړاندیز ګټونکې (Antonov An-28) شوه. د ۲۰۱۵ کال تر اګسټ میاشتې پورې یوازې ۱۶ الوتکې کارېدلې او نورې ټولې تقاوت شوې وې. د جواز لاندې په پولنډ کې (PZL-Mielec) هم تولید کړي خو په ۱۹۹۳ کې د ( PZL-Mielec) شرکت خپلې الوتکې (PZL M28 Skytruck) طرحه او تولید کړې.
 
رول یې د لنډې کرښې سپرلۍ انتقالول وو. جوړونکي شرکتونه یې (WSK PZL Mielec, Design group Antonov) دي، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۶۹ کال په سپټمبر کې کړې، کارونه یې په ۱۹۸۶ کې پیل شوې، د ۱۹۷۵–۱۹۹۳ کلونو ترمنځ تولید شوي. د ټولو تولید شوو شمېر ۱۹۱ ده،
 
د ملکي موخې لپاره یې کارونکي ارمنستان، روسیه، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، سورینم وو. د نظامي موخې لپاره جورجیا، تانزانیا، پېرو، اېستونیا وو.
 
پیلوټان : یو او دوه، تر ۱۸ پورې سپرلۍ
اوږدوالی : ۱۲.۹۸ متره
د وزرو پراخوالی : ۲۲ متره
لوړوالی : ۴.۶ متره
د وزرو سطحه : ۳۹.۷ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۳۹۰۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۵۸۰۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۶۱۰۰ کیلو ګرامه
پاورپلنټ : دوه ماشینونه او هر یو Glushenkov TVD-10B or Pratt & Whitney Canada PT6A-65B turboprops, 960 shp (720 kW)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۳۵۵ کیلو متره
د وزرو د بار کچه : په متر مربع کې ۱۴۶ کیلو ګرامه
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۲۳۶۰ فټه
PZL-Mielec An-28, Chaika Avia Company AN1414321
Photographer : Oleg V. Belyakov – AirTeamImages

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons