Antonov An-32
د افغانستان هوایي ځواک له ۱۹۸۷ کال وروسته شپږ الوتکې ترلاسه کړې وې خو د کورنۍ جګړې پر مهال مجایدینو او ټالیبانو ویجاړې کړې کومې چې پاتې وې د ۲۰۱۱ کال په جون میاشت کې تقاوت شوې. ناټو یې د (Cline) په نامه پېژني. د دوه ماشینو لرونکې د ټرانسپورټ لپاره پوځي الوتکه ده.
د شوروي اتحاد او یوکراین الوتکه وه، طرحه کوونکی شرکت یې (Antonov) او جوړونکی یې (Aviant) وو. لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۷۶ کال د جولای په ۹ نېټه کړې، اساسي کارونکي یې (Indian Air Force, National Air Force of Angola, Sri Lanka Air Force and Ukrainian Air Force) وو، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۳۶۱ ده. د یوې الوتکې ارزښت ۱۵ میلیونه ډالر وو. د طرحې بنسټ یې د (Antonov An-26) الوتکې وو او وروسته یې له طرحې (Antonov/Taqnia An-132) الوتکه ډیزاین شوه.
د انګولا، بنګله دېش، کولمبیا، استوایي ګینیا، هند، عراق، مکسیکو، پېرو، سریلانکا، افغانستان، ارمنستان، کروشیا، اېتوپیا، اردن، لیبیا، منګولیا، روانډا او تانزانیا هوایي ځواکونو ترلاسه کړې وې.
پیلوټان : له پیلوټانو سره څلور کسان، د ۵۰ سپرلیو، یا د طبې موخې لپاره د ۲۴ اغیزمنو کسانو، او یا د ۴۲ پراشوټ لرونکو سرتېرو د انتقال وړتیا یې لرله
اوږدوالی : ۲۳.۷۸ متره
د وزرو پراخوالی : ۲۹.۲۰ متره
لوړوالی : ۸.۷۵ متره
د وزرو سطحه : ۷۵ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۱۶۸۰۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۲۷۰۰۰ کیلو ګرامه
پاورپلنټ : دوه ماشینونه او هر یو ZMKB Progress (Ivchenko) AI-20DM turboprop, 3,812 kW (5,112 ehp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۵۳۰ کیلو متره
Comments
So empty here ... leave a comment!