Antonov An-8

ناټو یې د (camp) په نامه پېژني. د شوروي اتحاد طرحه ده، د دوه ماشینو لرونکې د ټرانسپورت لپاره پوځي الوتکه وه. جوړونکی شرکت یې (Antonov) ده، طرحه کوونکی یې (A. Ye. Belolipetskiy) وو، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۵۶ کال د فېبرورۍ په ۱۱ نېټه کړې، په ۲۰۰۴ کې تقاوت شوي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۱۵۱ وو. د سریلانکا، سنګاپور او متحده عرب اماراتو هوایي ځواکونو هم پېرلې وې.
پیلوټان : یو پیلوټ، یو همکار پیلوټ، د مخابرې مسول، د ماشیندارې چلونکی، د الوتنې انجنیر، لارښوونکی؛ همداسې یې د ۴۸ سپرلیو د انتقال وړتیا لرله
اوږدوالی : ۲۶ متره
د وزرو پراخوالی : ۳۰ متره
لوړوالی : ۹.۷ متره
د وزرو سطحه : ۱۱۷.۲ مترمربع
بې وسایلو وزن : ۲۱۲۵۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۴۰۰۰۰ کیلو ګرامه
پاور پلنټ : دوه ماشینونه او هر یو Ivchenko AI-20D turboprop, 5,180 hp
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۶۱۰ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۱۴۰۰ فټه
وسله : په لکۍ کې یوه ۲۳ اېم اېم ماشینداره
Aeroflot Antonov An-8 Osta
Aeroflot Antonov An-8. Photo by Charles Osta

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons