د یونان د سپارتا ښار پخوانۍ غونډه، شورا یا مجلس (Sparta assembly) وو. په غونډه کې د نورو یوناني ښارونو په اړه خبرې اترې کېدې. د غونډې کسان به تقریبا له ۳۰ زېات وو. مشري یې پاچایانو کوله په دوېم ګام کې مشران اېفور (ehpor) یا د یونان د سپارتا ښار د محکمې ریسان وو، نورو ممکن د خبرو حق نلره، او رایه به هم له خبرو وروسته د نارو له لارې اخیستل کېده. د وړاندیز جوړونې حق یوازې محدودو کسانو لره او یوازې پورته یادو شوو کسانو به پرې بحث کوه. د اپېلا ولاویت په دې غونډه کې پر جګړې، د سولې په تړون، بهرنۍ پالیسي او د پاچا ټاکنې باندې خبرې اترې کېدې. قانون کې بدلون راوستل، د پوځ مشران او قاضیان ټاکل هم د دې غونډې دنده وه.