Arago – اراګو

د فرانسې د پیریني په ټوټاول ښار کې پالیوانتروپولوجیکي ځای paleoanthropological site ده چېرې چې له ۱۹۶۴ تر ۱۹۷۴ کال پورې تر ۵۰ زېات پخواني هومو archaic Homo ډولونه وموندل شول. له دې انسانانو سره شخوند وهونکي فوسیلي ژوي هم موندل شوي چې تقریبا له ۲۰۰۰۰۰ تر ۳۰۰۰۰۰ زره کاله پورې پخواني دي.
 
د انسان دوه ژامې چې دواړه په کچه له یو بل سره توپیر لري او ګمان کیږي چې ممکن د ښځې او نر ژامې وي او د نر ژامې له ښځې څخه په کچه کې غټې, پکې شاملې دي.
 
په کال ۱۹۷۱ کې د انسان مکمل سر پیدا شو چې مخ یې هم بشپړ ده او په اروپا کې دغه ډول کوپړۍ ډېرې پیدا شوي. د مغز کاسه brain case یې تر عصري انسانانو وړه ده. د دې کوپړۍ د ډلبندۍ په اړه یې ډېر بحثونه شوي ځکه چې مورفولوجي یې د هومو اېرېکټس Homo erectus او د عصري انسانانو ته د نږدې انسانانو نیاندېر تال Neanderthal چې د نسل علمي نوم یې هومو نیاندېرتالېنسیس Homo neanderthalensis او عصري انسانانو تر منځ ده. په دې مانا چې شکل یې د دې نسلونو ترمنځ Homo erectus – Homo sapiens – Neanderthal اوسېدونکو انسانانو ته ورته ده کوم چې ډېر وخت په هومو هیدېلبېرجېنسیس Homo heidelbergensis کې ډلبندي کیږي. د دې فوسیل سره په سایټ کې د ډبرو د عصر Stone Age توکي هم موندل شوي.
paleoanthropology
د فوسیلي انسانانو پېژندنه
د انسان پېژندنې anthropology یوه څانګه ده
Homo
هومو د عصري انسانانو Homo sapiens د پلرونو نسل ته وایي
morphology
د شکل مطالعه
د یو شکل ځانګړې مطالعه
stone age
د ډبرو عصر له تاریخ نه وړاندې هغه عصر ده په کوم کې چې توکي او اسلحه له ډبرو، هډوکو، د ژو له ښکرونو او د بوټو له لرګیو جوړېدل
 
brain case
د مغز کاسه
د سر کوپړۍ کې هغه کاسه چې مغز پکې ځای لري