Araucana – اروکانا
په هسپانوي کې یې نوم (Gallina Mapuche) لیکل کیږي. په چیل کې د اروکانا سیمې د چرګانو نسل دی. د هګیو رنګ یې نیله وي. په مختلفو رنګونو کې پیدا کیږي. د مخ یو بل څنګ کې یې بهر وتلې بڼکې موجودې وي. ځینې یې لکۍ نلري خو د ډېرو لکۍ شته وي. په نړۍ کې یوازې دوه نور داسې ډولونه دي چې نیله یا شین رنګ کې هګۍ اچوي. د چرګ وزن یې تر درې کیلو ګرامه او د چرګې تر دوه نیم کیلو ګرامه پورې رسیږي. د وړو چرګانو ډول هم لري د کوم چې وزن له ۶۸۰ ګرامه نه زیاتیږي. په یو کال کې تر ۲۵۰ پورې هګۍ اچوي.
