Ardennaise – اردونېز
په فرانسوي کې یې نوم (Poule ardennaise) لیکل کیږي. په بلجیم کې د اردونېز لوړې هوارې کې اخیستل شوی د چرګانو نسل دی. په ختیځې فرانسه کې یې هم نسل اخیستنه شوې. تر ۲۰۰۷ کال پورې یې نسل خورا زیات کم شو. د نسل اخیستنې موخه یې غوښه او هګۍ وې. چرګ یې تر دوه نیم کیلو ګرامه او چرګه یې تر یو نیم کیلو ګرامه پورې وزن کوي. ډېر زوړ نسل دی په لمړي ځل په ۱۸۸۲ کې تشرېح شوی خو له ایټالیا د نورو چرګانو واردولو کومو چې له دې چرګانو زیاتې هګۍ کولې او زیاته غوښه یې لرله د دې چرګانو نسل له ورکېدو سره مخ کړ له دې پرته لمړۍ او دوېمې نړیوالې جګړې یې هم نسل کمونه کې ونډه اخیستې. په سیمه کې تر ۲۰۰۹ کال پورې ټول ۲۰۰۰ چرګان پاتې وو. په ۱۹۰۴ کال کې یې د بلجیم په لیج ولایت کې له معیاري چرګانو کوچنی نسل واخیستل شو. په دې چرګانو کې بې لکۍ چرګان هم شته ځینې خلک یې جلا نسل ګڼي.
Comments
So empty here ... leave a comment!