Areola – اریولا

په سینه کې د سینې د سر چار چاپېره رنګدانه لرونکې برخه ده. په انګریزۍ کې د تي سر ته (nipple) او ټول تي ته د (breast) نوم اخلي. په تي کې اریولا دایرې ته ورته برخه ده، له چار چاپېره نسجونو سره په هیسټولوجي کې توپیر لري. د بلوغ ته رسېدلې ښځې د تیانو په سرونو کې د شیدو تونل له پاسه چار چاپېره واړه سوریان وي کوم چې د شیدو د ترشح پر وخت شیدې بهر ته ورکوي. په انګریزۍ کې د کوچنیانو لخوا د مور رودل او یا هم لوسلو ته ( lactation) کلیمه کاریږي مانا یې بهر ته د شیدو ترشح ده او د (lactiferous) مانا له شیدو سره تړاو لرونکی، د شیدو جوړونکی، یا شیدو ته ورته مایع ده. په اریولا کې نور واړه سوریان د غوړو تولیدونکي مرغړیو (sebaceous glands) او (areolar glands) په نامه دي دواړه د غوړو تولیدونکي مرغړي دي خو جلا دندې او فعالیتونه لري.

د رنګ څرونګوالی
د اریولا رنګ له سور نیولې تر ګلابي، نسواري تر تېز نسواري او تور پورې وي. کوم کسان چې رنګ کې کمه رنګدانه لري د اریولا رنګ یې روښانه وي خو که د بدن د پوستکي رنګدانه یې زیاته وي نو د اریولا رنګ یې خیره کې رنګ وي.

جوړښت او کچه
په هر انسان کې د تي سر او د اریولا د دایرې اندازه توپیر لري. په ښځو کې د نر او انجونو په پرتله دایره لویه وي. د انسان اریولا معمولا دایروي شکل لري. د نر د اریولا ګردوالی معمولا ۲۸.۰ ملي متره یا ۱.۱ انچه وي. جنسي بلوغ ته د رسېدلې انجلۍ د اریولا ګردوالی تقریبا ۳۸.۱ ملي متره یا ۱.۵ انچه وي خو کچه یې تر ۱۰۰ ملي متره یا ۴ انچه هم رسېدلی شي. کومه ښځه چې غټ تیان لري او یا ماشوم ته شیدې ورکوي د نورو په پرتله یې د اریولای ګردوالی لوی وي.پوستکی له درې طبقو جوړ دی لمړۍ طبقې ته یې (epidermis) نوم اخلي دوېمې ته یې (dermis) او درېمې ته (hypodermis) نوم اخلي. په اریولا کې د (dermis) دنده له جامو، نا ارامۍ او چاودېدو ساتنه ده. ماشومان د تیانو رودلو پر وخت کله نا کله د تي سر او اریولا ته زیان اړولی شي.
په انګریزۍ کې (Mechanoreceptor) د حس غړي یا حجرې ته وایي کوم چې میکانیکي هڅونکي ته غبرګون ښي لکه غږ یا لمس ته غبرګون. کله چې کوچنی د خپلې مور تیان روي نو میکانو رېسپټر یې په چټکۍ سره ځان تطابق کې کوي، د اریولا چار چاپېره زیات میکانو رېسپټر موجود دي.


ناروغۍ
د تیانو (Paget’s disease of the breast) د تیانو له سرطان سره تړاو لرونکی روغتیايي حالت دی، بهر ته ښکارېدنه اېکزېما یا د پوستکي پړسوب ته ورته والی لري، د اریولا او د تي د سر پوستکي کې تغیر رامنځته کوي.نوټ : په انګریزۍ کې یوازې (Paget’s disease) کلیمه په زړو خلکو کې د هډوکو نسجونو له منځه تللو ته وایي دا یو جلا روغتیايي حالت دی او د سر د کوپړۍ، د ورانه د مفصلونو او د شمزي هډوکي اغیزمنوي.

Breast with large areolas
Male Areola
Arolaese23

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons