Ark shell – کیشتۍ صدف

د ارسیدای کورنۍ (Family arcidae) ټول حلزون دي کوم چې کیشتۍ ته ورته شکل کې پیدا کیږي. له یو بل سره نښتي غاښونه لري. صدف یې ځینې وخت په بهرني پوښ پوښلی وي چې د پېریوسټرېکم (periostracum) په نامه یادیږي (د صدف بهرنۍ عضوي طبقه ده) دا طبقه یا ډبله وي او یا یو ډول وېښته لري. ډېری وخت دا حلزون (clams) د خپل پوښ اوږدو کې د ساده سترګو کتار یا صف لري. تر اوسه یې ۲۰۰ ډولونه مطالعه شوي او ډېری یې د ګرمو سیمو په سمندرونو کې پیدا کیږي. کیشتۍ صدف ورو لامبو وهونکي وي او یا بې خوځښته ځای په ځای په ډبرو پسې نښتی ژوند کوي. په خپلو پښو کې یو ډول مرغړي لري کوم چې یو تار ترشح کوي او د همدې تار په ذریعه خپل ځان په ډبرو پسې نښلوي. ځینې ډولونه یې د سمندر په تل کې خپل ځان په شګه کې خښوي. د ماقبل تاریخ څخه دوه ډولونه چې یو د افریقا انادارا سېنیلیس (Anadara senilis) او بل د اسیا انادارا ګرانوسا (Anadara granosa) ډول ده د انسانانو خواړه دي.
Sidebar



Share
Hide Buttons