Arm – مټې
د مټې او لېچو هډوکي او مفصلونه
لاسونه د بدن د پاسه برخې غړي دي. د بدن تر ټولو زیات پېچلي او تر ټولو زیات کارېدونکي غړي ګڼل کیږي. هر لاس له څلورو عمده برخو جوړ وي چې مټه (upper arm)، لېچه جمع یې لېچې (forearm)، مړوند (wrist) او د لاس پنجه (hand) ده.
په مټه کې اوږه هم شامله ده چې د اوږې (shoulder) له مفصل نیولې د څنګل (elbow) تر مفصل پورې برخه مټه ګڼل کیږي. په مټه کې درې هډوکي شامل دي :
سکاپولا (Scapula) په انګریزۍ کې ورته (shoulder blade) نوم هم اخلي، مثلثي شکله هوار هډوکی دی او د عضلو په ذریعه له تنې سره وصل وي.
کلاویکل (Clavicle) په انګرېزۍ کې ورته (collarbone) نوم اخلي، مټه له تنې سره وصل کوي، د لاس پاتې برخې ته د ځواک په وېشلو کې هم ونډه اخلي.
هومېروس (Humerus) په مټه کې اوږد هډوکی دی. د سکاپولا او څنګل ترمنځ موجود دی. له دې هډوکي سره عضلې او عضلاتي وترونه (ligament) وصل دي.
په مټه کې څو مفصلونه هم شامل دي هر یو یې لاندې یاد شوي
Acromioclavicular joint
په دې مفصل کې کلاویکل او سکاپولا سره وصل دي
Glenohumeral joint
په دې مفصل کې سکاپولا او د مټې اوږد هډوکی وصل دي
Sternoclavicular joint
په دې مفصل کې د سینې هډوکي (sternum or breastbone) سره کلاویک هډوکی وصل دی
لېڅی یا لېچه (Forearm)
د مړوند او څنګل ترمنځ برخه ده. دا برخه له دوه هډوکو جوړه ده او نومونه یې (radius and the ulna) دي. د (radius) هډوکی غټې ګوتې اړخ کې وي د اولنا هډوکي چار چاپېره تاویږي او خپل موقیعت ته تغیر هم ورکولای شي موقیعت ته تغیر یې د لاس له خوځښت سره تړاو لري. له (radius) هډوکي سره زیاتې عضلې وصل دي کوم چې د څنګل، مړوند او د ګوتو په خوځښت کې مرسته کوي.
د (ulna) هډوکی له (radius) هډوکي سره په موازي شکل کې غزېدلی د وړې یا کچې ګوتې لور ته واقع دی. اولنا هډوکی خوځښت نکوي.
د څنګلې مفصل
په دې مفصل کې د مټې اوږد هډوکی (humerus) له ( radius and ulna) هډوکو سره وصل وي. خپله څنګل کې جلا درې نور مفصلونه موجود دي د څنګل په (Ulnohumeral joint) مفصل کې د مټې اوږد هډوکی (humerus) له اولنا هډوکي سره وصل وي;
په (Radiocapitellar joint) مفصل کې د څنګلې اوږد هډوکی له (radius) سره وصل وي;
او د (Proximal radioulnar joint) مفصل دواړه (radius and ulna) هډوکي سره وصل کوي او د لاس څرخ ممکن کوي.
د مټې عضلې
مټه په دوه برخو وېشل شوې : یوې برخې ته یې مخکینۍ برخه (anterior compartment) بلې ته وروستۍ برخه (posterior compartment) نومونه اخلي.
د مټې عضلات څلور ډوله خوځښت تر سره کوي
فلېکشین خوځښت (Flexion) دا خوځښت د بدن دوه غړي یو بل ته نږدې کوي لکه د لېچو مټې ته نږدې کول.
اېکسټېنشن خوځښت (Extension) دا خوځښت د بدن په دوه غړو کې واټن زیاتوي لکه د قات شوې څنګلې غزول
ابډکشن خوځښت (abduction) د یو غړي د بدن د منځنۍ کرښې نه برعکس لور ته خوځول. د بدن منځنۍ کرښه ( body’s midline or mid line of the body) شمزي یا د ملا تیر دی.
اډکشن خوځښت (Adduction) د بدن د منځۍ کرښې لور ته دیوه غړي خوځښت
مخکینۍ برخه (Anterior compartment)
مخکینۍ برخه د مټې د اوږ هډوکي (humerus) په مخې خوا کې ده. په دې برخه کې لاندې عضلې موجودې دي:
Biceps brachii
دا عضلې دوه سرونه لري سرونه یې د وږې په مخې او وروستی برخه کې وي او د څنګلې په مفصل باندې پای ته رسیږي. له وږې سره یې دوه سرونه د مټې په (adduction) خوځښتونو کې مرسته کوي له لېچو سره هم مرسته کوي چې د مټې لور ته خوځښت وکړي
Brachialis
دا عضلې د (biceps) لاندې موجودې وي د (humerus and ulna) هډوکو ترمنځ د پول په څېر رول لري او د مټې په (Flexion) خوځښت کې مرسته کوي
Coracobrachialis
دا عضلې له وږې سره نږدې موجودې وي، له وږې سره په (flexion) خوځښت کې او له مټې سره په (adduction) خوځښت کې مرسته کوي. همداسې د مټې اوږد هډوکی د وږې په مفصل کې باثبات ساتي.
وروستۍ برخه (Posterior compartment)
دا برخه د مټې د اوږده هډوکي په وروسته خوا کې موجوده ده. دوه ډوله عضلې پکې شاملې دي:
Triceps brachii
د مټې د اوږد هډوکي په وروسته برخه کې عضلې دي او د لېچو په ( flexion and extension) خوځښتونو کې مرسته کوي د وږې د مفصل په ثبات کې هم مرسته کوي
Anconeus
وړه مثلثي عضله ده د لېچې په څرخ او د څنګل په غزولو کې مرسته کوي همداسې د (triceps) عضلې په (extension) خوځښت کې هم رول لري
د لېچو عضلې
فلېکشین خوځښت (Flexion) دا خوځښت د بدن دوه غړي یو بل ته نږدې کوي لکه د لېچو مټې ته نږدې کول.
اېکسټېنشن خوځښت (Extension) دا خوځښت د بدن په دوه غړو کې واټن زیاتوي لکه د قات شوې څنګلې غزول
ابډکشن خوځښت (abduction) د یو غړي د بدن د منځنۍ کرښې نه برعکس لور ته خوځول. د بدن منځنۍ کرښه ( body’s midline or mid line of the body) شمزي یا د ملا تیر دی.
اډکشن خوځښت (Adduction) د بدن د منځۍ کرښې لور ته دیوه غړي خوځښت
د مټې په پرتله په لېچو کې عضلې زیاتې دي. دواړه مخې او وروسته برخو (anterior compartment and posterior compartment) کې یې عضلې موجودې دي. هره برخه بیا په طبقو وېشل شوې.
مخکینۍ برخه (Anterior compartment)
په دې برخه کې عضلې د لېچو په داخل کې موجودې دي او د ګوتو او مړوند په (flexion) خوځښت کې او د لېچو په څرخ کې مرسته کوي. د همدې عضلو طبقې لاندې وګورئ :
سطحي طبقه (Superficial layer)
په سحطي طبقه کې لاندې څلور عضلې موجودې دي
Flexor carpi ulnaris
دا عضلې د مړوند په (flexion and adduction) خوځښت کې مرسته کوي
Palmaris longus
دا عضله په هر کس کې نشته وي خو کوم کسان یې چې لري د مړوند په (flexion) خوځښت کې یې مرسته کوي
Flexor carpi radialis
دا عضله د مړوند په (flexion) خوځښت کې مرسته کوي خو له دې پرته د لاس او مړوند په (abduction) خوځښتونو کې هم رول لري
Pronator teres
دا عضله د لېچو په څرخ کې مرسته کوي
منځنۍ طبقه (Intermediate layer)
Flexor digitorum superficialis
دا عضله د دوېمې، درېمې، څلورمې او پنځمې ګوتې په (flexion) خوځښت کې مرسته کوي
ژوره طبقه (Deep layer)
Flexor digitorum profundus
دا عضلې د ګوتو په (flexion) خوځښت کې مرسته کوي او له دې پرته د بدن لور ته مړوند په خوځښت کې رول لري
Flexor pollicis longus
دا عضله د ګټې ګوتې په (flexion) خوځښت کې مرسته کوي
Pronator quadratura
دا عضله د لېچو په څرخ کې مرسته کوي
وروستۍ برخه (Posterior compartment)
د عضلاتو وروستۍ برخه د لېچو له پاسه غزېدلې وي. دا عضلې په لاندې طبقو وېشل شوي:
سطحي طبقه (Superficial layer)
Brachioradialis
دا عضله د لېچو او څنګل په (flexion) خوځښت کې مرسته کوي
Extensor carpi radialis longus
دا عضله د لاس د پنجې په (abduction) خوځښت کې مرسته کوي او د لاس پنجې ته د مړوند په مفصل کې د پراخېدو وړتیا ورکوي
Extensor carpi radialis brevis
دا عضله د (extensor carpi radialis longus) عضلې سیاله ده
Extensor digitorum
دا عضله د دوېمې، درېمې، څلورمې او پنځمې ګوتې په پراخېدو کې مرسته کوي
Extensor carpi ulnari
دا عضله د مړوند په (adduction) خوځښت کې مرسته کوي
ژوره طبقه (Deep layer)
په ژوره طبقه کې لاندې عضلې موجودې دي
Supinator
دا عضله د لېچو بهر لور ته په څرخ کې مرسته کوي
Abductor pollicis longus
دا عضله د ګټې ګوتې په (abduction) خوځښت کې مرسته کوي
Extensor pollicis brevis
دا عضله د ګټې ګوتې په پراخولو کې مرسته کوي
Extensor pollicis longus
دا عضله د (Extensor pollicis brevis) عضلې سیاله ده
Extensor indices
دا عضله د ګټې ګوتې څنګ ته ګوته پراخوي
په مټه کې عصاب
براکیال پلکسس د اعصابو ګروپ دی، د لاس په عضلو او پوستکي کې د تحریک او حس فعالیت په غاړه لري. په شمزي کې پیل کیږي او په لاس کې غزېدلي.
براکیال پلکسس په پنځو برخو وېشل شوي هره برخه یې لاندې وګورئ :
ریښې (Roots)
په شمزي کې د براکیال پلکسس پیل دی، ټولې پنځه ریښې د شمزي له عصابو جوړې شوي او نومونه یې (C5, C6, C7, C8, and T1) دي
تنې (Trunks)
له ریښو څخه د براکیال پلکسس درې تنې جوړیږي پورتنۍ ، منځنۍ او لاندینۍ تنې دي. پورتنۍ تنه د (C5 and C6) ریښو له ترکیب جوړه شوې، منځنۍ تنه د (C7 ) ریښې ادامه ده، لاندینۍ تنه د (C8 and T1) ریښو ترکیب دی.
وېش (Divisions)
هره تنه د لاس په مخکینۍ او وروستۍ برخې وېشل شوې درېواړه تنې په شپږ برخو وېشل شوي
تارونه (Cords)
د براکیال پلکسس د تنو وېش (وروستۍ او مخکینۍ برخې) خپله کې ترکیب کیږي تر څو تارونه جوړ کړي. تارونه یې د (lateral, posterior, and medial cords) په نومونو یادیږي
څانګې (Branches)
د براکیال پلکسس عصابو څانګې ادامه پیدا کوي او له همدې ادامې پېریفرل عصاب جوړیږي
پېرېفریرل عصاب (Peripheral nerves)
پېرېفریرل عصاب په لاس کې د خوځښت او حس دنده لري شپږ پېرېفریرل عصاب لاندې وګورئ :
Axillary nerve
دا عصاب د وږې د سکاپولا هډوکي او د مټې د اوږد هډوکي ترمنځ غزېدلي، د وږې د عضلو په خوښت کې مرسته کوي او د مټې د وروستۍ برخې د عضلو د خوځښت دنده ترسره کوي
Musculocutaneous nerve
د مټې د اوږد هډوکي په مخکینۍ برخه کې غزېدلي او د (biceps, brachialis, and coracobrachialis) عضلو په خوځښت کې مرسته کوي، د لېچو بهرنۍ برخې کې حسي دنده ترسره کوي
Ulnar nerve
د لېچو په بهرنۍ برخه کې دي، په لاس کې د ډېرو عضلو په خوځښت کې دنده لري، په کچه ګوته کې حسي دنده لري، د کچې ګوتې څنګ ته د ګوتې یوې برخه کې حسي دنده لري
Radial nerve
د مټې د بازو د اوږد هډوکي شاته او د لېچې په منځ کې غزېدلي، د مټې په وروستۍ برخه کې، مړوند او د لاس پنجه کې د عضلو د خوځښت دنده لري، د ګټې ګوتې په یوې برخه کې حسي فعالیت کوي
Median nerve
د لېچو، مړوند او د لاس د پنجې د عضلو د خوځښت دنده په غاړه لري، د ګټې ګوتې یوې برخې کې، د شهادت ګوته کې، منځنۍ ګوته کې او د کچې ګوتې او منځنۍ ګوتې ترمنځ ګوته کې حسي دنده لري.
په مټو کې د وینې رګونه
په هر لاس کې اړین وریدونه او شریانونه موجود دي. وریدونه زړه ته د بدن له نورو غړو وینه راوړي او شریانونه له زړه د بدن غړو ته وینه انتقالوي. په لاسونو کې ځینې عمده وریدونه او شریانونه لاندې وګورئ :
په مټه کې د وینې رګونه
Subclavian artery
د لاس پورته برخې ته وینه انتقالوي، له زړه سره نږدې پیل کیږي او د (clavicle) هډوکي لاندې وږې ته غزېدلی
Axillary artery
د (subclavian artery) رګ ادامه ده ، د تخرګ لاندې وي او وږې ته وینه انتقالوي
Brachial artery
د (Axillary artery) رګ ادامه ده، په مټه کې له غزېدو وروسته د څنګل په مفصل کې په دوه رګونو (radial and ulnar artery) وېشل کیږي
Axillary vein
له تخرګ او وږې څخه زړه ته وینه انتقالوي
Cephalic and basilic veins
دا وریدونه د مټې په پورته برخه کې پورته لور ته غزېدلي
Brachial veins
غټ وریدونه دي او له (brachial artery) سره په موازي توګه غزېدلي
Radial artery
لېچو او د لاس پنجې ته وینه وړي، د لېچو په داخل کې غزېدلي
Ulnar artery
لېچو او د لاس پنچې ته وینه انتقالوي، د لېچو په بهرنۍ برخه کې غزېدلي
Radial and ulnar veins
له (radial and ulnar arteries) رګونو سره په موازي توګه غزېدلي او د څنګل په مفصل کې له (brachial vein) سره وصل کیږي
په مټو کې ستونزې
که چېرې د لاس عصاب ټپي شي، کش کړل شي، ونیول شي او یا پرې شي نو علایم یې له موقیعت سره تړاو لري خو عامې نښې یې د ستونزې په ځای کې درد او یا د عصابو په اوږدو کې کوم بل ځای کې درد وي، د لاس پنجه کې یا په مټه کې بې حسي وي، په اغیزمن ځای کې یا د اغیزمن ځای چارچاپېره کمزورتیا احساس کول وي. که چېرې د لاسونو عصاب زیان وویني نو ( carpal tunnel syndrome and medial tunnel syndrome) هم پیدا کولای شي
په هډوکو کې درز پیدا کېدل
که چېرې هډوکی مات یا درز شي عامې نښې یې درد، پړسوب، شینوالی او د لاس په خوځښت کې ستونزه وي
په مفصلونو کې ستونزې
که چېرې مفصلونو کې ستونزه پیدا شي عامې نښې یې درد، پړسوب او د لاس په خوځښت کې ستونزه وي
د مټو په عضلاتو کې ستونزه
د لاسونو په پرتله عضلاتي ستونزې په پښو کې ډېرې وي خو په لاسونو کې ډېری وخت عضلاتي ستونزې په رګونو کې د پلاکونو له امله وي او یا هم په کوم رګ کې وینه ټینګه شوې وي. په لاسونو کې د عضلاتي ستونزو عامې نښې درد، د عضلې نیول کېدنه او یا هم په اغیزمن ځای کې نا ارامي، په اغیزمن ځای کې د دروندوالي او کمزورتیا احساس وي.
Brachial Artery
د وینې رګونه دي، د لاس په مټه کې موجود وي، مټې او د لاس پنجې ته وینه انتقالوي، په وږو کې له (axillary artery) څخه ادامه پیدا کوي او د لاس په اوږدو کې غزېدلي، د څنګل د مفصل په منځ کې (cubital fossa) جوړوي. له (cubital fossa) څخه لاندې دا رګ په دوه رګونو وېشل کیږي او د لېچې په اوږدو کې غزیږي او همدا په دوه برخو وېش یې عمومي څانګې ګڼل کیږي. د وېش نورې درې څانګې یې (the inferior ulnar collateral, profunda brachii and superior ulnar arteries) دي. د دې رګ نبض د څنګل په مخې خوا کې اورېدل کیږي او له همدې امله د وینې فشار په مټه کې کتل کیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!