Armenian birch mouse – ارمنستانۍ د بېرک ونې مږه

د ډول علمي نوم یې (Sicista armenica) ده. په ډیپوډیډای کورنۍ (family Dipodidae) کې د شخوند وهونکو ژو یو ډول ده. لکۍ یې نیمه د نښلېدو وړتیا لري، د سر او تنې اوږدوالی یې پرته له لکۍ تر ۹ سانتي متره پورې رسیږي، د بدن وزن یې تر ۱۰ ګرامه پورې وي. لکۍ یې له تنې کمه اندازه اوږده وي. د تنې پاسه برخه یې تېز نسواري رنګ لري. خواړه یې توتان، تخمونه او حشرې دي. د شپې لخوا ژوند کوونکې ده. ونو او بوټو ته د خپلې لکۍ په مرسته په ډېره اسانۍ خیژي. خپلې هګۍ ته ورته شکل لرونکې ځالې د بوټو له توکو جوړوي، د ځالې لپاره خپله سمڅې باسي. اصلي ځای یې ارمنستان ده.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ ډیپوډیډای
فرعي کورنۍ سیسیتینای
نسل سیسیتا