د ډول علمي نوم یې (Hoplomys gymnurus) ده. د اکای مایډای یا ایکیمیډای کورنۍ (family Echimyidae) غړی ده. د هوپلومیس نسل (genus Hoplomys) یوازینی ډول ده. په لاتیني امریکا کې له شمالي هوندوراس څخه تر شمال ختیځ ایکوادور پورې پیدا کیږي. د تنې ملا او څنګونه یې اغزن وي.
وزن یې له ۲۱۸ تر ۷۹۰ ګرامه پورې رسیږي، نر یې له ښځې په وزن کې زیات وي. واړه بچیان یې نرم وېښته لري او له پیدا کېدو یوه میاشت وروسته یې اغزن وېښته په ودې پیل کوي. د اغزنو وېښتو اوږدوالی یې تر ۳۳ ملي متره پورې وي. د بدن رنګ یې له تور تر نسواري پورې وي او ګېډه یې کره سپین رنګ لري. خواړه یې حشرې، میوې او د بوټو شنې برخې دي. له یو تر درې پورې بچیان زېږوي. د شپې لخوا ژوند کوونکی ده. د ورځې لخوا په غارونو کې پټیږي. غارونه یې د اوبو له جریان سره نږدې وي، تر دوه متره پورې اوږده وي او پای کې یې د ځالې لپاره خونه جوړه کړې وي.
د نسل نوم یې له یونانۍ کلیمو ترکیب شوی د (ὅπλον – hóplon) مانا زغره ده او د (μῦς – mûs) مانا موږک، مږه ده. د علمي نوم وروستاړی (gymnurus) یې هم له یونانۍ کلیمو ترکیب شوی د (γυμνός – gumnós) مانا لوڅ، لوڅه ده او د (οὐρά – ourá) مانا لکۍ ده.

ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
کورنۍ | ایکیمي ایډای |
فرعي کورنۍ | ایکيمي اینای |
نسل | هوپلومیس |