Arouquesa – اروکېزا غوییز
د نوم تلفظ یې د پرتګالی ژبې دی. د پرتګال د غوییزو نسل دی. د اروپایي کمیسون لخوا یې د نسل نوم او جغرافیه دواړه د قانون له مخې محفوظ شوي. د غویي قد یې تر ۱۳۶ سانتي متره او د غوا تر ۱۲۶ سانتي متره پورې لوړیږي. وزن یې له ۳۶۰ تر ۴۳۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. روښانه سور ته ورته نسواري رنګ لري. د غویي رنګ یې د غوا په پرتله خیره یا تېز وي. مخکې لور وده کوونکي، پیل کې ښکته شوي، پای کې بېرته پورته شوي ښکرونه لري.
له غرني چاپېریال سره بلدتیا لري او له همدې امله یې وروستۍ پښې ډېرې عضلاتي وي. تېره پېړۍ کې انګلستان خپل هیواد ته انتقالول او د غوښې لپاره یې کارول. پرتګال کې اوس هم د کار لپاره کاریږي. په ۱۹۰۲ کال کې، په پاریس کې د تر ټولو ښې غوښې لرونکو جایزه ګټونکي دي. ډېر زیات عمر کوونکي دي او هره غوا یې له ۱۶ تر ۱۸ پورې خسکیان زېږولی شي. ډېری وخت یې غوا له خپلو بشپړ بلوغ ته رسېدلو خسکیانو بیا ځلې بلاربیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!