Arrowworm – غشی چونجی
په انګرېزۍ کې ورته (chaetognath) نوم هم اخلي، د کایتوګناتا په فایلم (phylum Chaetognatha) کې شامل دي، غوښه خوړونکي (carnivores) دي، بې شمزي سمندري چونجي ته ورته ژوي دي او په سمندر کې ازاد لامبو وهونکی ژوند کوي. رووڼ (transparent) نیم روڼ (translucent) بدن لري او شکل یې غشي ته ورته ده. تر اوسه ۱۲۰ زېات ډولونه پېژندل شوي چې ډېری یې د سګیتا نسل (genus Sagitta) غړي دي. د بدن اوږدوالی یې له ۳ ملي متره تر ۱۰۰ ملي متره پورې شته. کوم چې په سړو سمندري اوبو کې ژوند کوي د ګرمو اوبو د ډولونو په پرتله اوږده دي. بدن یې له سر، تنې او لکۍ جوړ شوی وي.
