Artiodactyl – خسکي ډوله بوټ لرونکي – د دوه ګوتو خسکي ډوله بوټ لرونکي
ارتیو دکتیل ټول هغه تی لرونکي دي چې په ارتیو دکتیلا (order Artiodactyla) ډله کې شامل دي په کومې ډله کې چې خوګ، د امریکا خوګ ته ورته پیکاري (peccary)، د اوبو اس (hippopotamus)، اوښ، موږک ته ورته هوسۍ (chevrotain)، هوسۍ، زرافه ( giraffe)، پرونغورن (pronghorn)، انتېلوپ (antelope)، پسونه، وزې او غویز شامل دي. د تی لرونکو دا ډله تقریبا ۲۰۰ ډولونه لري.
په ټوله نړۍ کې شته دي. دا حیوانات لامبو نشي وهلی، په غارونو یا سمڅو کې ژوند نکوي، الوتنه نشي کولای. د کومو اصلي ځای چې قطب او استرالیا وو له خپلو اصلي سیمو ورک شوي او یا یې په دې سیمو کې نسل له منځه تللی. خو استرالیا او نیوزلنډ ته بیا انتقال شوي. ټول ګیا خوړونکي دي. په شمالي امریکا کې یې مختلف ډولونه لرل.
په ارتیو دکتیلا ډله کې نهه کورنۍ شاملې دي. تر ټولو غټه کورنۍ پکې د بوویدای کورنۍ (family Bovidae) ده کومه کې چې غوییز، انتېلوپ، وزې او پسونه
شامل دي او تقریبا ۱۰۰ ډولونه لري.
Picture by Lviatour – Own work, CC BY-SA 3.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=16566391
Comments
So empty here ... leave a comment!