Asia Minor spiny mouse – د کوچنۍ اسیا اغزنه مږه

د ډول علمي نوم یې (Acomys cilicicus) ده. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. په ځمکه ژوند کوونکې دي. ټولنیز شخوند وهونکوي ګڼل کیږي او په لویه ډله کې ګډ ژوند سره کوي. تر ۴۸ ګرامه پورې وزن کوي. د تنې پاسه برخه یې تېز خړ رنګ لري او په رنګ کې یې د بانجاني رنګ انعکاس موجود وي، د تنې لاندې برخه یې روښانه زېړ رنګ لري لري. بې وېښتو له بدن څخه لنډه لکۍ لري.
 
په بندو ساتل شوو ځایونو کې تر ۴ کاله پورې ژوند کولای شي. ګمان کیږي چې نسل یې له ورکېدو سره مخ ده او له همدې امله د ترکې حکومت یې د ساتنې لپاره پروګرام جوړ کړی. بهرته د صادرولو لپاره یې باید له حکومت څخه اجازه واخیستل شي. په نړۍ کې یوازې د (Prague, Tallinn and Helsinki Zoo) ژوبڼونه د دې مږو ډول لري. ګمان کیږي چې د قبرص او قاهرې له اغزنو مږو سره نږدې تړاو لري خو په وروستیو کې یې یو شمېر مورفولوجیکي توپیرونه هم لیدل شوي. اصلي ځای یې ترکیه ده. د معتدله سیمو په ځنګلونو کې او انسانانو سره ګډ ودانیو ته نږدې هم ژوند کوي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
               –
نسل اکومیس
Muridae - Acomys cilicicus
Muridae – “Acomys cilicicus” at the Prague Zoo. Photo by Hectonichus

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons