Asian tree mouse – د اسیا د ونې مږه
د (subfamily Platacanthomyinae) فرعي کورنۍ ده. درې ډوله واړه شخوند وهونکي ژوي دي. یوازې د هند د ګرمو سیمو په ځنګلونو او سوېلې اسیا کې پیدا کیږي.
د مالابار اغزنه د ونې مږه (Malabar spiny tree mouse) علمي نوم یې (Platacanthomys lasiurus) ده د هند د سوېل ختیځې سیمې په زړو شوو باراني ځنګلونو کې پیدا کیږي. په ونه کې د شپې لخوا ژوند کوونکې ده. د ونو په سوریانو کې ځالې جوړوي او خواړه یې میوه او مغزي دي. د بدن لاندې برخه یې کمه اغزنه وي او رنګ یې زېړ ته ورته والی لري. نوم یې د بدن له جوړښت څخه اخیستل شوی. د لکۍ بېخ کې یې وېښته لنډ خو د لکۍ څوکه یې ببره وي. د بدن کچه یې له ۱۲ تر ۱۴ سانتي متره پورې اوږدیږي لکۍ یې هم اوږدوالي کې شامله ده.
نورو دوه اسیاي د ونو مږو ته د ونو ړندې مږې (blind tree mice) نوم اخلي. د (genus Typhlomys) نسل جوړوي: د یوه ډول نوم یې چینایي د ونو ړنده مږه (Chinese blind tree mouse) ده، علمي نوم یې (T. cinereus) ده. بل ډول ته یې چاپا د ونې ړنده مږه (Chapa blind tree mouse) نوم اخلي، د ډول علمي نوم یې (T. chapensis) ده. د دې مږو په اړه کافي مالومات نشته خو ممکن په ونه کې د شپې لخوا ژوند کوونکې وي. د چین او وېتنام په غرنیو ځنګلونو کې ژوند کوي. د بدن جوړښت یې مالابار مږو ته ورته ده خو کم اغزن وېښته لري. د بدن کچه یې له ۷ تر ۱۰ سانتي متره اوږده او لکۍ یې له ۹ تر ۱۴ سانتي متره پورې اوږدیږي. لنډ، نرم، ګڼ وېښته یې تېز خړ رنګ لري خو د بدن لاندې برخه کې یې رنګ روښانه شوی وي.
مخکې ګمان کېده چې په ژمي کې خوب کوونکې مږې (dormice) دي کومې چې په (family Myoxidae) کورنۍ کې شاملې دي خو اوسمهال د ریښتینو موږکو د موریډای کورنۍ (family Muridae) د فرعي کورنۍ (subfamily Platacanthomyinae) په توګه ډلبندي شوي. په اوسمهال کې ژوندي له دې مږو سره تړاو لرونکي ژوي ندي پیدا شوي خو له منځه تللي نسلونه یې د فوسیل په توګه موندل شوي.
د ونو د مږو ټول نسلونه لاندې وګورئ
Comments
So empty here ... leave a comment!