Assembly – غونډه مجلس یا شورا

یوه مشورتي شورا (deliberative council) ده، دا شورا ډېر وخت مقننه یا قانون جوړونکې (legislative) او یا حقوقي په بله مانا قضايي (juridical) وي. دا نوم ډېرو پخوانیو او عصري کلیسایي (ecclesiastical) او سیاسي تنو یا جوړښتونو ته کارول شوی. دا غونډې بیا ځلې په دایمي توګه په خپله ټاکلې موده ترسره کیږي. لکه د پخواني روم او یونان شوراګانې، د فرانسې ملي شورا (French National Assembly)، په متحده ایالتونو کې د ځینې ایالتونو د قانون جوړونې یا تقنیني مجلس (legislative houses) ته هم شورا یا اسمبلي وایي، د ملګرو ملتونو عمومي غونډه (UN General Assembly) همداسې د هغو کسانو ګروپ ته هم کاریږي چې موقتا د یو ځانګړې موخې لپاره سره راغونډیږي لکه د (the Westminster Assembly) کومه چې په کال ۱۶۴۳ کې سره راغونډه شوه تر څو د انګلستان کلیسا ته نوی اساسي قانون چمتو کړي.