Asset – شتمنۍ

سوداګرۍ کې د ارزښت توکي. یوه شتمنۍ ممکن نغدې پیسې وي، ممکن فزیکي ملکیت وي لکه تعمیر او توکي لکه د خامو او تولید شو توکو انبار، سندونه، او یا ممکن حق وي. کرنټ اسیېټس امکان لري تر یو کال مخکې او یا په یو کال کې په نغدو بدله شي. په کرنټ اسیېټس کې نغدې، د مارکېټ وړ توکي، د لاسته راوړنې وړ حسابونه، او د توکو بشپړ نوملړ یا لست شامل دي. فکس اسېټس پرته د سوداګرۍ له فعالیت څخه په نغدو نشي بدلېدای. په فکس اسېټس کې تعمیر، ماشینونه، مېز چوکی یا فرنیچر او اوږد مهاله پانګې شاملې وي.

نه لمس کېدونکې شتمنۍ کې د امتیاز، انحصار حق یا پېټېنټس، د کاپي حق یا کاپي رایټس، د سوداګرۍ نښان، جواز یا لایسنس او همداسې نور شامل وي. هغه څه پکې شامل وي چې شرکت ته ارزښت لري او فزیکي بڼه نلري. ډېر وخت په مالي راپور کې نه ښودل کیږي.

Share
Hide Buttons