Asturian Valley cattle – د استوریا درې غوییز
د هسپانیا د استوریاس سیمې غوییز دي. تر ډېره یې فارمونه د بیسکې سمندرغاړې کې دي خو په کوردیلېرا کانتابریکا غرونو لړۍ کې هم ساتل کیږي. په اوسمهال کې د هسپانیا تر ټولو زیات موندل کېدونکی او ساتل کیدونکی نسل دی. په دودیزه توګه د شیدو لپاره ساتل کیږي خو دا چې د شیدو لپاره هسپانیا ته نور غوییز وارد شوي نو ځینې خلک یې د غوښې او کار لپاره هم کاروي. له شیدو یې کاسین پنیر جوړیږي.
مخینه
نسل یې د هسپانیا په شمال کې اخیستل شوی. په ۱۹ پېړۍ کې تر ټولو نورو غوییزو پرېمانه او د شیدو صنعت کې یې ځانګړی ځای لره. د ۲۰ پېړۍ پیل کې چې کله نور غوییز سیمې ته وارد شو نو د دې غوییزو نسل یې بې کچې کم کړ او شمېر یې تر ۲۲۰۰۰ غوییزو پورې ورسوه. په ۱۹۸۰ لسیزه کې د هسپانیا حکومت د نسل ژغورنې هڅې پیل کړې او اوس په ۲۱ پېړۍ کې یې نسل بیا ځلې پرېمانه او د هسپانیا نورو سیمو ته انتقالېدونکی دی.
ځانګړنې
له ۶۰۰ تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. رنګ یې له تېز سور نسواري تر روښانه زېړ رنګه نسواري پورې وي. د غوښې د ښه کیفیت او په شیدو کې د ډېرو شحمو لرلو له امله یې خلک خوښوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!