Atapuerca – اتاپیورکا

د شمالي هسپانیا په بورګوس سیمه کې لرغونې سیمه ده، څو د چونې د ډبرو سمڅې دي، په یادو سمڅو کې هومو نسل (genus Homo) چې د انسان پلورونه ګڼل کیږي پرېمانه پاتې شونې په ۱۹۷۶ کې پیدا شوي. کومې سمڅې ته چې د فیل غار یا کنده نوم اخلي په هسپانوي کې یې نوم (Sima del Elefante) او په انګرېزۍ کې (Pit of the Elephant) لیکل کیږي په لوېدیځې اروپا کې تر ټولو زاړه د انسانانو د ژامې هډوکي او غاښونه پکې موندل شوي کوم چې تقریبا د ۱.۱–۱.۲ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ زاړه دي. نږدې ورسره سیمه کې تقریبا د ۸۰۰۰۰۰ کاله پخواني انساني اسکلیټونه موندل شوي له اسکلیټونه سره پخواني توکي چې انسانانو د خپلو اړتیا پوره کولو لپاره جوړ کړي وو هم کشف شوي.

پالیو انتروپولېجستانو چا چې په لمړي ځل دا فوسیل تشرېح کړ له نوي ډول ( H. antecessor) سره یې نسبت ورکړی وو. دوي دا فوسیل د عصري انسانانو هومو ساپین (H. sapiens) پلرونه ګڼلي وو د انسان څخه د جلا کولو لامل یې د اوسنیو انسانانو په مخ کې پر مختللی جوړښت ښودلی وو همداسې نورو څېړونکو هم په همدې نظریې تاکید وکړ خو د فوسیل دا پاتې شونې یې په (H. heidelbergensis) کې ډلبندي کړې.

په اتاپویورکا کې یوه بله سمڅه ده کومې ته چې هسپانوۍ کې (Sima de los Huesos) نوم اخلي انګرېزي مانا یې (Pit of the Bones) ده او پښتو مانا یې د هډوکو کنده یا غار ده. په دې سمڅه کې تر ۱۶۰۰ زیات انساني فوسیل موندل شوي په کومو کې چې تقریبا بشپړ څو دانې د سر کوپړۍ هم موجودې دي او تقریبا ۳۰۰۰۰۰ کاله زاړه اټکل شوي. د سر کوپړیو کې یې د مغز برخه دواړو نېندر تال خلکو (Neanderthals) او عصري انسانانو ته ورته دي. اسکلیټي جوړښت کې یې هم زیاتې ځانګړنې نېندر تال خلکو ته ورته دي. په دې لرغونې سیمه کې د ۴۳۰،۰۰۰ کلونو پخوانۍ ماتې شوې د سر کوپړۍ هم موجودې دي کومې چې د هومو ترمنځ له پخوا څخه د خپلمنځي جګړو شواهد ګڼل کیږي

Homo heidelbergensis-Cranium -5
Homo heidelbergensis-Cranium By José-Manuel Benito
Sidebar



Share
Hide Buttons