Atherurus – اتېروروس
د شخوند وهونکو په هیستریسیدای کورنۍ (family Hystricidae) کې د شخوند وهونکو نسل دی. دوه ډولونه پکې شامل دي. د نسل غړو ته یې د بورس لکي شکوڼ (Brush-tailed porcupine) نوم اخلي. لکۍ یې بورس ته ورته ازغي یا غشي لري. لکۍ یې په ډېره اسانۍ ماتیږي. اوږد مږې ته ورته بدن لري. د شپې لخوا فعال او په ځنګلونو کې ژوند کوي. خواړه یې ګیا، حشرې او مردار شوي ژوي دي. له شپږ تر اتو پورې ګډ په ډله کې ژوند کوي. په بند ساتل شوي ځای کې یې تر ۲۳ کالو پورې ژوند کړی.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
کورنۍ | هیستریسیدای |
نسل | اتېروروس |
په اتېروس نسل کې لاندې دوه ډولونه شامل دي
- African brush-tailed porcupine, Atherurus africanus
- Asiatic brush-tailed porcupine, Atherurus macrourus
Comments
So empty here ... leave a comment!