Atlantic bamboo rat – د اطلس سمندر بامبو موږک

د سوېل بامبو موږک (southern bamboo rat) په نامه هم یادیږي. د ډول علمي نوم یې (Kannabateomys amblyonyx) دی. د سوېلې امریکا د اغزنو موږکانو یو ډول دی. د اکای مایډای یا ایکیمیډای کورنۍ (family Echimyidae) غړی دی. د کاناباتیومیس نسل (Kannabateomys) یوازینی غړی دی. د ارجنټینا، برازیل او پراګوې د معتدلو سیمو په لندو ځنګلونو کې ژوند کوي. د شپې لخوا فعال او په ونه کې ژوند کوونکی دی. د تنې اوږدوالی یې تر ۲۵ سانتي متره او د لکۍ تر ۳۲ سانتي متره پورې رسیږي. تر ۴۷۵ ګرامه پورې وزن کوي.
 
د نسل نوم (Kannabateomys) یې له یونانۍ کلیمو ترکیب شوی د (κάννα – kánna) مانا نی او ګنی ده، د (βατέω – batéō) مانا نصب کول او د (μῦς – mûs) مانا موږک ده. د ساینسي یا علمي نوم وروستاړی (amblyonyx) یې هم له یونانۍ کلیمو ترکیب شوی نوم ده. د (ἀμβλύς – amblús) مانا بې څوکې، پڅ یا چې تېره نه وي او د (ὄνυξ – ónux) مانا منګولې، د ګوتو نوکان دي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons