Augustus A. Gould – اوګوسټوس اې ګوولډ
بشپړ نوم یې (Augustus Addison Gould) ده. د اپرېل په ۲۳ نېټه، کال ۱۸۰۵، د متحده ایالتونو په نیو همپشیر کې زېږېدلی او د سپټمبر ۱۵ نېټه، کال ۱۸۶۶، د بوسټون په ماساچوسېټس کې مړ شوی. اوګوسټوس د متحده ایالتونو په طبیعي فلسفې باور مند (naturalist) او ډاکټر (physician) او مخکښ صدف پېژندونکی (conchology) وو.
اوګوسټوس د ماساچوسټس طبي لارښوونه کې اړین رول لرلی. د حلزون په مطالعه کې یې تخصص کړی، د سخت پوستو یا چنګاښ کورنۍ (crustaceans) او حشرو په اړه یې خورا زېاتې څېړنیزې لیکنې خپرې کړي. په کال ۱۸۴۱ کې یې د (the Report on the Invertebrata of Massachusetts) په نامه کتاب چاپ کړی، په کال ۱۸۴۸ کې د بنسټیزې زولوجي همکار لیکوال یا ګډ لیکوال (coauthor) وو او له لوییز اګاسي (Louis Agassiz) سره یې په ګډه بنسټیزه زولوجي لیکلې.