د مخ عضله ده، دنده یې د غوږ بهرنۍ برخې په ځای کې ساتنه ده. د غوږ شاته د سر د کوپړۍ په (mastoid process) برخه کې پیل شوې او د غوږ د بهرنۍ برخې (auricle) له ریښې سره نښتې. د همدې عضلې په ذریعه ځینې خلک خپل غوږونه هم خوځولی شي. د مخ له عصب (د سر د کوپړۍ له اووم عصب) سره وصل ده. که چېرې مخ فلج شي نو په دې عضله کې تغیر رامنځته کیدای شي، د فایبر کچه کې توپیر او د فایبر په وېش کې هم توپیر رامنځته کوي، همداسې حجروي غبرګون هم ورسره رامنځته کیږي. یاد تغیر په عضله کې د عصب د اتصال پای ته رسېدو له امله نه رامنځته کیږي بلکې د فلج د سملاسي اغیز له امله تغیرات وي.