Australian Braford – د استرالیا برېفورډ غوییز
د ۱۹۴۶ او ۱۹۵۲ ترمنځ د استرالیا په کوینلنډ کې د غوښې لپاره اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. د نسل اخیستنې پروګرام کې یې له کټملو او تودوخې سره مقاومت پام کې نیول شوی وو. په ملا کې کوچنی کوبی لري، زوړند پوستکی لري، سپین او سور رنګ کې وي. په طبیعي توګه ښکرونه لري خو د انسانانو لخوا بې ښکرو کیږي. له جنتیکي مخې ۵۰ % هېرېفورډ او ۵۰% براهمن دی، نسل یې هم له دواړو یادو شوو غوییزو اخیستل شوی. سوېلې امریکا او سوېلې افریقا ته یې هم نسل صادر شوی خو کم شمېر تایلنډ او اېندونیزیا ته هم انتقال شوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!