Australian Game fowl
د چرګانو نسل دی. نسل یې د ۱۹ پېړۍ پای کې په استرالیا کې رامنځته شوی. بل نوم یې (Colonial, Aussie Game) دی ځینې خلک یوازې د (Aussie) نوم ورته اخلي. د نسل اخیستنې موخه یې د چرګانو جنګول وو خو اوس وخت کې د غوښې او نندارې لپاره هم ساتل کیږي. چرګ یې تر ۵.۴۵ کیلو ګرامه او چرګه یې تر ۴.۷۵ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. نسل یې له ( Australian Pit Game, Malay Game, Old English Game, Modern Game and Asil) چرګانو اخیستل شوی. بدن یې ډېر ځواکمن او مقاومت کوونکی دی. له خپل مالک سره مهربانه چلند لري.