Author: Zakria Rahimi

قوم : سهاک د زېږېدو ځای او نېټه : ۱۹۸۸ کابل مسهي لومړنۍ او منځنۍ زدکړې : پېښور کې سید جمال الدین مجاهد لیسه، امام غزالي لیسه، بي بي زینب لیسه له مورنۍ پښتو ژبې سېوا په دري، اردو، انګریزي او فرانسوي ژبو لیکل، لوستل او خبرې کولای شم. له یو کلنۍ تر ۲۰۰۵ کال پورې په پېښور کې، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶/۶/۶ وروسته فرانسې ته راکډه شوم، د ۲۰۱۴ په نومبر کې بلجیم ته ولاړم او اوسمهال د بلجیم په لیج ښار کې مېشت یم.
سهار کې د لیمو اوبه څکل

سهار کې د لیمو اوبه څکل

طب
که چېرې تاسې سهار کې اوبه وڅکئ نو د بدن الیکټرولایټ مو نري کیږي په ځانګړې توګه سودیم او دا چاره مو بدن کې اوبه نورې هم کموي، ځکه چې اوبه یوازې ستاسې بدن کې اوبه نه زیاتوي بلکې مختلف ډوله مالګې دي کومې چې ستاسې بدن کې، د اوبو په ساتنه کې مرسته کوي. کوم کسان چې د وینې لوړ فشار لري د دوي لپاره په سهار کې د لیمو اوبه تر ټولو غوره دي. د ورځې او د شپې د هر وخت په پرتله تاسې سهار کې ډېر کورټیزول خپل بدن کې لرئ او د کورټیزول کچه سودیم کموي. که چېرې تاسې سودیم په اوبو نري کړئ نو خپله ورځ له زهني فشار او سټرس ډکولی شئ. په ورته وخت کې که چېرې سهار کې مو د کورټیزول کچه لوړه پاتې شي نو له ځیګر څخه مو بوره په وینه کې ازادیږي او په وینه کې مو د بورې کچه زیاتیږي. که چېرې تاسې خپل سهار په لیمو او که چېرې امکان لري په ایوډین مالګې یا د سمندر په مالګې پیل کړئ نو بدن کې به مو د بورې زیاتېدنه کنټرول کړې ...
د ډېپرېشن پیدا کېدو لاملونه

د ډېپرېشن پیدا کېدو لاملونه

طب
د ډېپرېشن پیدا کېدل مختلف لاملونه لري لکه د ګېډې روغتیا کې ستونزې، لکه د بلې ناروغي په علایمو کې یو ډېپرېش او یا هم د بدن په کیمیاوي توکو کې د توازن نشتوالی. لاندې یې په هغو لاملونو خبرې کوو کوم ته چې تر ډېره پام نه دی شوی. ستاسې ګېډه سېروټونین تولیدوي. په ورته وخت کې اکسیټوسین هم تولیدوي. اکسیټوسین ډېر ځواکمن هورمون دی او مختلفې دندې لري، له تاسې سره په سټرس او ډېپرېشن کې مرسته کوي، په ښځو کې چې کله یوه مور اولاد وزېږوي نو د مور او اولاد اړیکه د اکسیټوسین هورمون په ذریعه جوړیږي، مور دې ته اړ باسي چې خپل اولاد ته تی ورکړي، د اولاد پیدا کېدو پرمهال د رحم په ازادولو کې مرسته کوي او بلاخره اکسیټوسین همداسې نور دندې هم لري او یاد هورمون ستاسې ګېډه کې تولیدیږي. که چېرې ستاسې د ګېډې روغتیا ناسمه وي نو د سیروټونین کوم چې تاسې سره ارام کې مرسته کوي او اکسیټوسین کوم چې سټرس او ډېپرېشن کې مرسته ک...
زهني تکلیفونه او ګډوډي څرنګه له منځه یوسو ؟

زهني تکلیفونه او ګډوډي څرنګه له منځه یوسو ؟

طب
د پام نشتوالی یا کموالی او د بې کچې فعالیت بې نظمي کومه جنتیکي ستونزه نه ده بلکې د خوړو کمښت دی. په دې بې نظمي کې پام کم او فعالیت زیات وي. دا ډول کسان دوامداره تېروتنې کوي، تفصیل ته پام نه کوي، کله چې مستقیما خبرې ورسره کوئ نو خبرو ته غوږ نه نیسي، یوې چارې ته تر پایه ادامه نشي ورکولای، په ارام سره له شور پرته لوبې نشي کولای، په نظم کې ستونزه لري، توکي ورکوي، بې کچې زیاته انرژي لري، ډېر خوځښت کوي، ډېرې خبرې کوي. په پورته یادو شوو علایمو کې یې ډېری د ماشومانو چلند دی خو که چېرې ماشوم د خوړو له کمښت سره مخ وي نو ډېری وخت په یادو علایمو کې یې افراط رامنځته کیږي. له خوړو مې مطلب په شین چای کې ماتکړه او بوره یا شیدو کې ماتکړه او بوره نه ده. د دې روغتیايي حالت لپاره چې کوم دوه ډوله درمل کاریږي اډېرال او ریټالېن (adderall and ritalin) دي او په حقیقت کې دواړه درمل د درملو د شرکتونو لپاره د لنګې غ...
د اوږدمهاله خطرناکو ناروغیو لامل

د اوږدمهاله خطرناکو ناروغیو لامل

طب
د سرطان په شمول د ټولو اوږد مهاله خطرناکو ناروغیو لامل یوازې یو دی او هغه لامل یې د اینسولین مقاومت دی. د اینسولین مقاومت د رامنځته کېدو لامل پر له پسې خوراک کول دي. کله هم چې انسان کې د اینسولین مقاومت پیدا شي نو حجرو ته د خوړو د تګ مخه بندیږي. ډېری هغه خلک کوم چې ورو میټابولېزم لري لامل یې پر له پسې ډېر خواړه دي. دا خلک د ورځې له څلور تر پنځه ځلو پورې ورځ کې خوراک کوي لکه سهارنۍ خوړل، بیا لس بجو کې چای او پراټې، بیا د غرمې ډوډۍ، بیا مازیګر کې پکوړې او چای او بیا ماښامنۍ. د دې ترمنځ هم ممکن ځینې کیک، کلچې، بسکټ او چپس وخوري. ډېر خوراک کول د اینسولین مقاومت پیدا کوي، د اینسولین مقاومت اوږد مهاله ناروغۍ رامنځته کوي او اوږدمهاله ناروغۍ مو وزن زیاتوي. څرنګه کولای شو هر څه برعکس حالت ته بوځو او یا د اینسولین د رامنځته کېدو مخنیوی وکړو ؟ د دې تر ټولو لوی راز روژه نیول دي، د خوړو ترمنځ لوی وا...
د وینې لوړ فشار ناروغي ده ؟

د وینې لوړ فشار ناروغي ده ؟

طب
د وینې لوړ فشار ناروغي نه ده بلکې علایم دي. که چېرې تاسې ډاکټر ته ولاړ شئ او د لوړ فشار د ناروغي لامل پوښتنه ترې وکړئ نو ۹۰ % کسانو ته به ووایي چې لامل یې نه دی مالوم. نن زه درته وایم چې لامل یې څه دی ! لمړی لامل یې دا دی چې د درملو شرکتونه له تاسې لامل پټوي تر څو له تاسې د پیسو بانک جوړ کړي، دا شرکتونه ستاسې ګېډې ته درمل دراچوي او له جیبونو مو پیسې باسي. که چېرې تاسې یې په لامل پوه شئ نو د شرکتونو سوداګري بندیږي. ستاسې د وینې رګونه د اېنډو تېلیل طبقې (endothelial cells layer) په نامه د حجرو یوه طبقه لري. په دې طبقه کې د اینسولین لپاره واړه اخذ کوونکي یا رېسپټر موجود وي. اینسولین کوم داسې څه کوي چې ستاسې د وینې د رګونو د ارامېدو لامل ګرځي. کله هم چې یاده طبقه زیان وویني او له منځه ولاړه شي نو تاسې کې د وینې لوړ فشار پیدا کیږي. ځینې وخت کې که تاسې د اینسولین مقاومت کې سمون راولئ نو بیا ه...
د رایو سیستم کې

د رایو سیستم کې

لیکنې
د ډېرو رایو ترلاسه کوونکی یو بریالی کاندید (First Past the Post) د انګریزانو سیستم دی، په دې کې یوې ډلې ته، یوه کلي، یوې ولسوالۍ او یا یوه ولایت ته د نوماندانو نوملړ ورکول کیږي او ټول پکې د خپلې خوښې د نوماند تر څنګ چلیپا نښان رسموي. له رایو شمېرلو پس چا چې ډېرې رایې ګټلې وي ګمارل کیږي. له یوې سیمې یوازې یو کاندید ګمارل کیږي. که چېرې د خلکو د یادې ډلې دوه کسان یا درې کسان استازیتوب کوي نو هر وګړی حق لري چې په یاد نوملړ کې د دوه یا درې استازو تر څنګ چلیپا رسمه کړي ځکه چې استازیتوب یې یو کس نه کوي. په دې سیستم کې تر ډېره له یوې سیمې یوازې یو استازی ټاکل کیږي. انګریزانو ویسټمنسټر ته په دې سیستم د پارلمان غړي ټاکل. د انګرېزانو په مستعمرو کې همدا سیستم کارېده، ځینو لکه استرالیا، نیوزلنډ، ایرلنډ، قبرس، مالټا او سوېلې افریقا یاد سیستم لغوه کړی خو د انګرېزانو ځینې کالونۍ لکه متحده ایالتونه، کاناډ...
ǃKheis Local Municipality elections – !خیس د ښاروالۍ سیمه ایزې ټاکنې

ǃKheis Local Municipality elections – !خیس د ښاروالۍ سیمه ایزې ټاکنې

لیکنې
د سوېلې افریقا په دې شورا کې یولس غړي موجود وي. د تناسبي ګډ استازیتوب له مخې ټاکل شوي وي. شپږ مشاورین یا د شورا غړي یې په شپږ وارډونو کې، له هر وارډ یو منتخب کس وي او پنځه نور یې د کاندیدانو یا تنظیمونو له نوملړه خوښیږي، د استازو شمېر د رایو له شمېر سره متناسب وي.
د پوستکي په ځوان ساتنه کې تېروتنې

د پوستکي په ځوان ساتنه کې تېروتنې

طب
۱- لمړۍ تېروتنه : ډېری خلک په مخ باندې نرمونکي او یا د مخ کریمونه استعمالوي تر څو خپل مخ کې ګونجې ورکې کړي او پوستکی ځوان وساتي. په دې کریمونو کې ډېری وخت پلاستیک او داسې کیمیاوي توکي وي کوم چې سرطان زېږونکي ګڼل کیږي. په ځینې کریمونو کې کولاجېن هم موجود وي. کولاجین که چېرې د پوستکي له پاسه وکارول شي هېڅ ګټه نه کوي او بدن ته نه جذب کیږي خو برعکس په کریمو کې نور کیمیاوي مواد د پوستکي له لارې وینې ته داخلیږي او کله یې چې ځیګر فلټر کړي نو ځیګر کې ستونزې پیدا کوي او پوستکی ورسره نور هم زوړ ښکاري. ۲ - دوېمه تېروتنه : په مخ باندې د کریمو ډېر موښل پوستکي ته د ګټې په ځای زیان رسوي. د انسان پوستکی د ګټورو مکروبونو یا مایکرو بایوم یوه طبقه لري کوم چې د پوستکي ساتنه کوي. ډېری وخت په سینګار توکو کې زیان رسونکي کیمیاوي توکي وي د کومو چې د کارونې او پایلې په اړه هېڅ ازموینه نه کیږي. اروپا تر اوسه په ۱...
ولې انسان باید هره ورځ خپل بدن کش کړي ؟

ولې انسان باید هره ورځ خپل بدن کش کړي ؟

طب
که چېرې انسان هره ورځ خپل بدن کش کړي خوب کې یې ښه والی رامنځته کیږي، بدن کې یې دردونه کمیږي، د بدن هره برخه کې یې پړسوب کمیږي، انسان که چېرې د سټرس له امله د تېښتې یا مقاومت حالت کې وي له دواړو یې بهر کوي، که چېرې یې د ژوند په اوږدو کې بدن ټپي شوی وي د ټپ ځایونه ارام ساتي. ډېری خلک فکر کوي چې عضلې یې ډېرې شخې دي او باید بدن کش کړي خو دا کوم حقیقت نه لري، له ټول بدن د فاشیا (fascia) په نوم پوښ تاو دی، فاشیا په بشپړ توګه خپله کې نښتې. که چېرې تاسې خپله فاشیا ټپي کړئ نو بدن کې مو د ټپ نسجونه وده کوي او پایله کې مو د فاشیا نسجونه یو بل سر نښلي. روغتیا لرونکې فاشیا متحرکه، د انعطاف یا قاتېدو وړ او د بریښنایي ځانګړنې لرونکې وي. که چېرې فاشیا روغتیا لرونکې نه وي په ځانګړې توګه که چېرې ټپي شوې وي نو غیرې منظم جوړښت وده پکې کوي او ډېری خلک دې حالت کې فکر کوي چې عضله یې نیول شوې یا شخه شوې خو اص...
په ځیګر کې د غوړو کمونکي خواړه

په ځیګر کې د غوړو کمونکي خواړه

طب
مخکې به په هغو هیوادونو کې ځیګر ډېر خرابېده چېرې به چې خلکو زیالت الکول څکل. همداسې تر ډېره د وینې لوړ فشار، زیات وزن لرل او شکر هم په ځیګر کې د غوړو د جمع کېدو لامل کیږي. که چېرې مو ځیګر د غوړو جمع کولو ترڅنګ پړسوب هم ولري نو په دې مانا ده چې تاسې نباتي غوړي، بوره، نشایسته او تصفیه شوي کاربو هایډرېټ (ګلوسیډ) کاروئ. ځیګر کې د ستونزو لامل کېدونکي د هر ډول غلې اوړه او ډوډۍ، کیک، کلچې، بیسکټ، بوره، مکروني او د تخمونو نباتي غوړي دي. که د یو انسان ځیګر ستونزه پیدا کړي نو تر ټولو لمړۍ نښه یې د زهن کار پرېښودل، تمرکز کمېدل، د زدکړې وړتیا له لاسه ورکول، زده کول او بېرته د را په یادولو وړتیا نه لرل وي، د ګېډې د ښي اړخ پورته برخه کې درد احساس کول، د پوستکي زېړ رنګه کېدل، پښو او تلو کې بخار احساس کول یا ګرېدل، د ګېډې غټېدل په ځیګر کې د غوړ جمع کېدو علایم وي. د ځیګر د روغتیا لپاره مناسب خواړه د ...
بدن او زهن مو ولې نا ارامه وي ؟

بدن او زهن مو ولې نا ارامه وي ؟

طب
د ډاکټرانو بله لویه تېروتنه دا ده چې په وینه کې د مګنیزیم کچه ګوري. د انسان په وینه کې یوازې ۱ % مګنیزیم موجود وي او ۹۹ % په حجرو کې وي. کله چې یو کس کې مګنیزیم کم شي نو بدن یې له هډوکو او عضلو مګنیزیم راخلي او په وینه کې یې اچوي او په ازموینه کې پایله داسې ښکاري لکه چې د بدن مګنیزیم دې کافي وي. که چېرې مو عضلې شخوالی کوي، سترګه مو رپیږي، تشویش کوئ، خوب مو د شپې خراب وي، بورې ته مو ډېر زړه کیږي نو دا په دې مانا ده چې بدن کې مو مګنیزیم کم دی. هر انسان په ورځ کې تر ۴۰۰ ملي ګرامه پورې مګنیزیم ته اړتیا لري، په خوړو کې تر ټولو زیات مګنیزیم په بادامو کې دي خو د ۴۰۰ ملي ګرامه مګنیزیم ترلاسه کولو لپاره تاسې باید یوه کیلو بادام وخورئ کوم چې امکان نه لري. همداسې که چېرې تاسې ګېډه کې پړسوب ولرئ او یا ځینې نورې ستونزې ولرئ له خوړو مو بدن مګنیزیم نشي جذب کولای. څومره چې خوځښت کوئ همدومره مو بدن مګنی...
مونوسوډیم ګلوټامېټ

مونوسوډیم ګلوټامېټ

طب
په انګریزۍ کې ورته (Monosodium glutamate MSG) نوم اخلي، د امینو اسید ګلوټامیک اسید یو شکل دی. دواړه په طبیعي توګه په پنېر، رومیانو، مرخېړیو او غوښه کې پیدا کیږي. په متحد ایالتونو کې د خوړو جز ګڼل کیږي او کارونکي شرکتونه یې اړ دي چې د خوړو په پاکټ یا ډبلي یې د جز په توګه یادونه وکړي. ګلوټامېټ له ګلوټین سره کوم تړاو نه لري. مونوسوډیم ګلوټامېټ په خوړو کې کاریږي او د خوړو خوند ښه کوي. د خوند ښه کولو طریقه یې داسې وي چې ستاسې خوله کې د خوند مرغړیو فعالیت زیاتوي او په دې طریقه د خوړو خوند هغسې درباندې درک کوي کوم چې د خوړو حقیقي یا ریښتینی خوند نه وي. په اصل کې شرکت د ډېر کم ظرفیت خواړه چمتو کړي وي او ډېر خراب خوند لري، د مونوسوډیم ګلوټامېټ په اضافه کولو سره ستاسې خوند یا ذایقې د حس سیستم تېرباسي او په تاسې باندې د بې کیفیته خوړو د پلور له لارې پیسې ګټي. د مونوسوډیم ګلوټامېټ یو بد اغیز دا ...
کوم خواړه مګنیزیم لري ؟

کوم خواړه مګنیزیم لري ؟

طب
هره ورځ تر یو نیم لیتر پورې اوبه څکل ځکه چې اوبه مګنیزیم لري، اوکادو، کیله، پاڼې لرونکې سبزي، کاشیو بادام، چیا تخم، فاصله او لوبیا، غوزان او نور مغزي، د کدو زړي، مستې، کوچ، اوربشې، پالک، بادام، تور اوړه، نسواري وریجې
کورټیزول او پړسوب

کورټیزول او پړسوب

طب
کورټیزول د سټرس هورمون دی خو په ورته وخت کې د پړسوب ضد په توګه هم کار کوي. که چېرې یو کس په خپل اډرینل مرغړیو کې ستونزه ولري او مرغړي یې کم کورټیزول هورمون تولید کړي نو د بدن زیاتو برخو کې یې پړسوب پیدا کیږي. که چېرې انسان اوږدمهاله سټرس ولري نو بدن یې د کورټیزول له کمي سره مخ کیږي او تر ډېره امکان لري چې په فایبرومایالجیا اخته شي. کورټیزول د اینسولین په څېر دی، ممکن ستاسې بدن کې ډېر هورمون موجود وي خو اخذ کوونکي یې نه اخذ کوي. کله چې بدن اوږد مهاله سټرس سره مخ وي نو بدن د د کورټیزول د اخذ کوونکو د اخذ کوونې وړتیا کموي. کوم کسان چې په اډرینل مرغړیو کې ستونزه ولري نو ډېری وخت یې د پوزې سینوس برخه کې حساسیت رامنځته کیږي. کوم کسان چې په سینوس کې حساسیت لري ویټامین اي، ویټامین اې او ویټامین سي یې د پوزې روغتیا کې مرسته کولای شي. که چېرې د یو کس اډرېنل مرغړي د کورټیزول په ترشح کې ستونزه و...
خوب، کورټیزول او د ګېډې چربي

خوب، کورټیزول او د ګېډې چربي

طب
ولې خلک نشي ویده کېدلی ؟ عمومي لامل یې ځکه چې بدن کې یې پخوانۍ د سټرس انرژي موجوده وي او د سټرس دا انرژي ممکن له پخواني ټپ، عفونیت یا کوم بل لامله وي. سټرس مو بدن کې د سټرس د هورمون د ازادېدو لامل کیږي او د یاد هورمون موجودیت تاسې ارام کولو ته په ډېره ستړیا کې هم نه پرېږدي. دوېمه لویه ستونزه مثانه ده، مثانه تاسې ډېر وخت له خوبه ویښوي تر څو یې خالي کړئ او دا هم ډېری وخت د سټرس له هورمون سره تړاو لري. د خوب د خرابېدو بل لامل د کلسیم کموالی وي، د کلسیم کموالی هم ډېری وخت له اسیدي ادرارو رامنځته کیږي. که چېرې تاسې ډېر اسید لرونکي خواړه وخورئ نو له بدن څخه مو کلسیم تخلیه کوي یا مو بدن له کلسیم خالي کوي. همداسې که چېرې مو د کورټیزول کچه بدن کې زیاته وي نو بدن مو له کلسیم خالي کوي. په داسې حالت کې د انسان زهن ستړی وي خو ارام نشي کولای. که چېرې سم خوب کول غواړئ نو له ویده کېدو مخکې کلسیم لکټېټ...
د کورټیزول د زیاتې کچې له امله د ویټامین ډي کمښت

د کورټیزول د زیاتې کچې له امله د ویټامین ډي کمښت

طب
ډېری کسان چې کله ازموینه وکړي نو بدن کې یې ویټامین ډي کم وي، په ورته وخت کې دا کسان ویټامین ډي هم کاروي او خواړه یې هم ښه وي خو د ویټامین ډي د نه جذب کېدو یو ستر لامل په دې کسانو کې د سټرس د هورمون یا کورټیزول د زیاتې کچې ترشح کېدنه وي. په بدن کې د سټرس له امله د زیات کورټیزول شتون ګېډه کې د شحم یا چربي زخیره کېدو لامل هم کیږي. که چېرې ستاسې بدن کې د اډرېنل مرغړيو فعالیت سم وي نو د ویټامین ډي د ترلاسه کولو لپاره د ویټامین ډي لوړ ډوز او زیات د لمر پیتاوي ته اړتیا نه لرئ.  ...
څلور ډوله څوربه تنه

څلور ډوله څوربه تنه

طب
د وزن زیاتېدل د روغتیايي حالت د علایمو له ټولګې یو وي. کله مو دا فکر کړی چې ولې مو وزن زیاتیږي او یا مو وزن زیات شوی. همداسې کله مو دې ته هم پام شوی چې د بدن یوې برخه کې لکه ګېډې، پتون یا ورون او یا هم کومې بلې برخې وزن زیاتیږي ؟ لامل یې د وزن زیاتېدو تر شا رامنځته شوی روغتیایي حالت دی. ستاسې د بدن فعالیت نیوروهورمونونه یا هورمونونه کنټرول کوي. ستاسې بدن کې د اینډوکراین سیستم دی، یاد سیستم له مرغړیو جوړ دی او هر مرغړی مختلف ډوله هورمونونه بدن کې ترشح کوي. هورمونونه له یو بل سره په ګډه کار کوي تر څو د بدن فعالیت په مناسبه توګه تنظیم کړي. که چېرې یو مرغړی هم ناسم فعالیت وکړي نو له نورو سره سرکوېټ یا اتصال یې له منځه ځي او له دې سره بدن چربي جمع کوي. د تنې څوربوالی په عمده توګه په څلور ډوله کټګوري شوی. په یو کس کې ممکن یو ډول څوربوالی وي یا دوه درې ډوله څوربوالی ولري. د اډرېنل مرغړیو له...
د اډرېنل مرغړیو ستړیا

د اډرېنل مرغړیو ستړیا

طب
د اډرېنل مرغړیو ستړیا کوم رسمي طبي یا روغتیایي تشخیص نه دی او له همدې امله که تاسې دا ډول ستړیا ولرئ داکټران یې تشخیص نشي کولای. دا اصطلاح د علایمو د یوې ټولګې لپاره کاریږي لکه ستړیا، کمزورتیا، خوب کې ستونزې، د مالګې او بورې لرونکو خوړو لپاره ډېره اشتیا. اډرېنل مرغړي د پښتورګو له پاسه وي او مختلف ډوله اړین هورمونونه ترشح کوي. که چېرې د هورمون د ترشح کچه یې کمه وي په طب کې ورته (adrenal insufficiency) وایي او ډېری وخت یې کم تولید د کوم بل روغتیایي حالت، عملیات یا درملنې له امله وي. که چېرې بدن کې د اډرېنل هورمونو کموال وي نو علایم یې لاندې یاد شوي : - بې کچې زیاته ستړیا - ټول بدن کې دردونه - بې اشتیا کېدل، وزن کمېدل - زړه بدوالی او کانګې - د وینې ټیټ فشار - د سر چکر - د بدن وېښته دوړېدل - په پوستکي کې بدلون او د رنګ خیره کېدل یا د ځینو برخو رنګ زیاتېدل - د مالګې او بورې اشتیا ...
Spurious languages – جعلي ژبې

Spurious languages – جعلي ژبې

لیکنې
جعلي ژبې هغو ژبو ته وایي د کومو چې شتون په نامتو کتابونو او لیکنو کې یاد شوی وي خو بل څېړونکي په خپله څېړنه کې موندلي وي چې یاده ژبه نشته وه. ډېرې کمې جعلي ژبې ثابتې شوي چې نشته وې خو د نورو د نشتون په اړه ثبوت نشته مګر د شتون په اړه یې هم شواهد نشته او له همدې امله یې شتون نه دی منل شوی خو ځینې نور بیا ګمان کوي چې د موندنې په اړه یې محدودې څېړنې شوي او ممکن پراخې څېړنې یې پیدا کړای شي. لاندې د هغو ژبو بېلګې دي د کومو چې د شتون په اړه ګمان کېده چې مخکې شته وې، وروسته یې یا نشتون ثابت شوی او یا یې شتون ننګول شوی. په ځینې حالتونو کې د ادعا شوې ژبې تعقیب شوی خو پایله کې یې بله ژبه موندل شوې. ځینې وخت کې په ارادي توګه د ریشخند له امله جعلي ژبې ثبت شوي لکه د برازیل کوکورا ژبه یا د لوییزیانا ټاینسا ژبه، ځینې وخت کې ریښتینې تېروتنه وي د دې بېلګه هونګوټ ده، هونګوټ نوم په ۱۸۹۲ کې د استعمار د لغتو...
ǃKora Wars – !کورا جګړې

ǃKora Wars – !کورا جګړې

لیکنې
یوه ځانګړې موده وه په کومه کې چې !کورا خلکو برید کوه او بوور یا بویر چارواکو یې پر ضد نظامي اقدام کوه. د ۱۹ پېړۍ په نیمایي کې، د کېپ کالونۍ، د جګړې پولې پراخې شوې او پایله کې یې د سیمې خلک اړ شو چې کډوالي پیل کړي. په دې کډوالو کې خوی سن، خوی او د باسټر (د افریقایانو او اروپایانو اولادونه) شامل وو. د مستعمرې د چارواکو له لوري په دې ډله کې تر ټولو لوی غله !کورا خلک ګنل کیدل او هغه ټولنې به یې لوټ کولې کومې چې د نارنج سیند ( ګاریپ سیند) په اوږدو کې اوسېدلې. د اتلمسې پېړۍ په منځ کې، د غلاو کچه زیاته شوه او پای کې د مستعمرې چارواکي اړ شول چې په ضد یې اقدام وکړي او بلاخره په ۱۸۷۹ کې یې د غلا پېښې په بشپړ توګه ختمې کړې خو دا چې له ګاریپ سیند (نارنج سیند) سره !کورا خلکو صمیمي اړیکه لرله نو وتوانیدل چې د سیند په اوږدو کې مېشتو استعمارګرو ته ځان په لوی ګواښ بدل کړي. اوسنۍ مطالعې ښي چې !کورا خلک ډې...