Author: Zakria Rahimi

قوم : سهاک د زېږېدو ځای او نېټه : ۱۹۸۸ کابل مسهي لومړنۍ او منځنۍ زدکړې : پېښور کې سید جمال الدین مجاهد لیسه، امام غزالي لیسه، بي بي زینب لیسه له مورنۍ پښتو ژبې سېوا په دري، اردو، انګریزي او فرانسوي ژبو لیکل، لوستل او خبرې کولای شم. له یو کلنۍ تر ۲۰۰۵ کال پورې په پېښور کې، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶/۶/۶ وروسته فرانسې ته راکډه شوم، د ۲۰۱۴ په نومبر کې بلجیم ته ولاړم او اوسمهال د بلجیم په لیج ښار کې مېشت یم.
German Black Pied cattle – د جرمني تور او سپین غوییز

German Black Pied cattle – د جرمني تور او سپین غوییز

د غوییزو نسلونه
د شیدو لپاره اخیستل شوی د جرمني په شمال او هالنډ کې د غوییز نسل دی. مخینه تر اتلسمې پېړۍ پورې په سیمه کې د مختلفو رنګونو د غوییزو نسلونه اخیستل شوي خو له ۱۷۵۰ وروسته د تور او سپین رنګ غوییز تر نورو ټولو رنګونو زیات وو، په سیمه کې تر اوسه هم یوازې د سور او یا سور او سپین رنګ کې غوییز شته خو اکثریت یې د تور او سپینو غوییزو دی. په ۱۸۷۸ کې د فریژیا ختیځ (جرمني) کې د نسل اخیستنې لمړی شرکت پرانیستل شو. فریژیا او د پروسیا ختیځ (اوسمهال کې لیتوانیا، روسیه او پولنډ) د یاد نسل د اخیستو اصلي سیمې وې. وروسته یې نسل په ټوله مرکزي او شمالي جرمني کې خپور شو. په ۱۹۵۸ کې یې نسل له فریژن هولسټاین سره دوه رګه شو او پایله کې ترې د جرمني تور او سپین غوییز رامنځته شول. د جرمني په ختیځ کې هم یاد غوییز له جېرزي او فریژن هولسټاین سره دوه رګه شول پایله کې یې تور او سپین نسل تر لاسه کړ....
شېزوفرېنیا ته لنډه کتنه

شېزوفرېنیا ته لنډه کتنه

طب
شېزوفرېنیا یا شېزوفرېني، په انګرېزۍ کې یې تلفظ سکیتسو فرېنیا او یا سکیتسوفرینیا (skit · suh ·free · nee · uh) کیږي، املا یې انګریزي کې (schizophrenia) لیکل کیږي. شېزوفرېنیا اوږد مهاله زهني بې نظمي ده، په احساساتو، فکر او چلند اغیز کوي. څه په شېزوفرېنیا د اخته کېدو خطر زیاتوي ؟ تر اوسه په دقیقه توګه نه ده مالومه شوې چې څه د شېزوفرېنیا لامل کیږي، ځینې یې په دې اند دي چې مغز کې د کیمیاوي توکو د توازن د نشتوالي له امله رامنځته کیږي. لاندې فکتورونه یې د ودې خطر ګڼل کیږي : - په کورنۍ کې د شېزوفرېنیا مخینه لرل - د نر جنسیت لرل، له ۳۰ کالو کم عمر لرل - له زېږېدو مخکې د مور په ګېډه کې ځینې کیمیاوي توکو ته څرګندېدل کوم چې ستاسې د مغز جوړښت کې ونډه اخلي - په ځوانې کې داسې درمل کارول کوم چې زهن کې بدلون رامنځته کوي د شېزوفرېنیا علایم څه دي ؟ سټرس، بې خوبي، د مخدره موادو کارونه، د الکولو څکل...
German Angus – د جرمني انګس

German Angus – د جرمني انګس

د غوییزو نسلونه
په جرمني کې یې نوم (Deutsch Angus) لیکل کیږي. د غوښې لپاره په جرمني کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. په ۱۹۵۰ لسیزه کې یې ابېرډین انګس د جرمني له تور او سپینو غوییزو سره، د جرمني له سرو غوییزو او فلېک وي غوییزو سره دوه رګه کړ تر څو د جرمني نسل رامنځته کړي. په سره، تور یا نسواري رنګ کې وي. د غویي وزن یې له ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ کیلو ګرامه پورې او د غوا له ۵۵۰ تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۴۵ سانتي متره پورې لوړیږي. په طبیعي توګه بې ښکرو وي. ځینې سیمو کې د وښو د مدیریت لپاره پرېښودل کیږي. په ۱۹۵۵ کې یې د مالوماتو د ثبت لپاره ټولنه جوړه شوه.  ...
Georgian Mountain cattle – د جورجیا غرني غوییز

Georgian Mountain cattle – د جورجیا غرني غوییز

د غوییزو نسلونه
په جورجیایي ژبه کې یې نوم (ქართული მთის საქონელი) لیکل کیږي. رنګ یې تور، تور سپین او یا سور او سپین وي. د قفقاز غرونو له سړې او خرابې هوا سره بلدتیا لري. د بدن کچه یې وړه ده او د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر یو متر پورې وي. د غويي وزن یې له ۲۷۰ تر ۳۷۰ کیلو ګرامه پورې او د غوا له ۲۲۰ کیلو ګرامه تر ۲۸۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي.
Gelbvieh – ګېل بېس وي غوییز

Gelbvieh – ګېل بېس وي غوییز

د غوییزو نسلونه
په جرمني ژبه کې "ګېلبېس وي" د زیړ رنګ غوییزو ته وایي. نسل یې د جرمني په فرانکونیا سیمه په اتلسمه پېړۍ کې اخیستل شوی. د درې موخو لپاره (غوښې، شیدو او کار) یې نسل اخیستل کارېده خو اوسمهال یوازې د غوښې لپاره ساتل کیږي. د غویي وزن یې تر ۱۲۰۰ کیلو ګرامه پورې او د غوا وزن یې تر ۸۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي.
Experimental Breeder Reactor I (EBR-I)

Experimental Breeder Reactor I (EBR-I)

لیکنې
تجروبوي تولیدونکی ریاکټر په اوسمهال کې نه کارېدونکی د څېړنو ریاکټر دی. د متحده ایالتونو په سارا کې جوړ شوی څېړنیز مرکز وو. د نړۍ تر ټولو لمړی ریاکټر دی. د ۱۹۵۱ کال د ډسمبر په ۲۰ نېټه د نړۍ لمړی د برېښنا تولیدونکی اټومي پلنټ شو. په پیل کې یې یوازې د څلور ۲۰۰ واټه ګروپونو لپاره بریښنا تولید کړه او وروسته یې د ټول تعمیر لپاره برېښنا تولیدوله. د تجربوي موخو لپاره کارېده او بلاخره په ۱۹۶۴ کې یې کارونه بنده شوه. اوسمهال یوازې میوزیم دی.
Advanced Fuel Cycle Initiative (AFCI)

Advanced Fuel Cycle Initiative (AFCI)

لیکنې
د متحده ایالتونو د انرژي د ډیپارټمنټ پراخې څېړنې او هڅې دي. د ماموریت موخه یې د څېړنو له لارې خوندي، دوامداره او اقتصادي د اټومي انرژي پراختیا ده. یاد پروګرام له (GNEP) پروژې سره ګډ شو او وروسته یې نوم (IFNEC) ته بدل شو.
Gasconne – ګاسکون

Gasconne – ګاسکون

د غوییزو نسلونه
د نوم املا یې که مذکر وي نو (Gascon) هم لیکل کیږي. د غوښې لپاره د فرانسې د غوییزو نسل دی. د فرانسې د پاچايي په ګاسکوني سیمه کې یې نسل اخیستل شوی. دوه ډولونه لري او هر یو په (Gasconne à muqueuses noires and the Gasconne aréolé) نومونو یادیږي. دواړو ډولونو یې په ۱۹۵۵ کې د مالوتو د ثبت لپاره یو کتاب لره خو وروسته په ۱۹۹۹ کې یې د مالوماتو د ثبت کتاب جلا شو. د غویي وزن یې له ۱۰۰۰ تر ۱۱۵۰ کیلو ګرامه پورې او د غوا له ۶۵۰ تر ۷۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. له سړې هوا سره بلدتیا لري، په کمو خوړو ژر وزن اخلي. مخکې د کار لپاره هم کارېدل خو د ټکنالوجي له ودې وروسته یوازې د غوښې لپاره ساتل کیږي....
Abilify – ابیلي فای

Abilify – ابیلي فای

طب
جنرېک نوم یې ( aripiprazole) دی. د درملو کلاس : د پسیکوسیس ضد یا د پسیکوتیک ضد ابیلي فای د پسیکوسیس ضد یا پسکوټیک ضد درمل دي. په مغز کې د کیمیاوي توکو فعالیت کې بدلون رامنځته کوي. په لویانو او ماشومانو کې کوم چې تر دیارلس کالو پورې عمر لري د شېزوفرېنیا په شمول د پسیکوسیس درملنه کوي. په لویانو او تر لس کلنو پورې ماشومانو کې، د بي پولر۱ ډول کې، د مانیا د دورې لپاره یوازې او یا د مزاج له ثبات ساتونکو درملو سره کاریږي. په لویانو کې د ډېپرېشن ضد درملو سره د ډېپرېشن د درملنې لپاره کاریږي. شپږ کلنو ماشومانو کې د ټورېټ بې نظمۍ لپاره کاریږي، همداسې د اوټېسټیک بې نظمي علایم (نا ارامي، برید کوونکی چلند، په مزاج کې ناڅاپه بدلون او د ځان ټپي کوونه) پرې ارامیږي. د لاندې کسانو لپاره د ابیلي فای کارونه نه ده تصدیق شوې ابیلي فای د هغو کسانو لپاره نه دي تصدیق شوي کوم چې زیات عمر لري او پسیکوسیس پکې ...
Nuclear Safety and Control Act – د اټومي خوندیتوب او کنټرول قانون

Nuclear Safety and Control Act – د اټومي خوندیتوب او کنټرول قانون

لیکنې
په فرانسوي کې ورته "د اټومي تنظیم او ډاډ قانون" (Loi sur la sûreté et la réglementation nucléaires) نوم اخلي. د کاناډا د اټومي صنعت د خوندیتوب او تنظیم په اړه د کاناډا فدرالي قانون دی. تر دې مخکینی قانونی یې د اټومي انرژي د کنټرول قانون ۱۹۴۶ (Atomic Energy Control Act of 1946) وو. یاد قانون "د کاناډا د اټومي خوندیتوب کمیسون" Canadian Nuclear Safety Commission (CNSC) لپاره چمتو شوی وو، تر دې مخکینۍ اداره یې د اټومي انرژي د کنټرول شورا Atomic Energy Control Board (AECB) وه کومې چې خپل فعالیت د ۱۹۴۶ کال د قانون له مخې کوه.  ...
Atomic Energy Regulatory Board – د اټومي انرژي تنظیم کوونکې شورا

Atomic Energy Regulatory Board – د اټومي انرژي تنظیم کوونکې شورا

لیکنې
لنډیز یې (AERB) دی. د (Atomic Energy Act, 1962, section 27) قانون له مخې، د ۱۹۸۳ کال د نومبر په ۱۵ نېټه د هند ولسمشر تشکیل کړې تر څو د یاد قانون له مخې د خوندیتوب او تنظیم ځینې چارې ترسره کړي. مرکزي دفتر یې په ممبۍ ښار کې دی. د اټومي انرژي تنظیم کوونکې شورا مسولیت دا دی چې ځان ډاډه کړي چې ایوانایز کېدونکې وړانګې او اټومي انرژي روغتیا او چاپېریال ته زیان نه اړوي. په شورا کې یو ریس ټوله ورځ کار کوي، درې کار کوونکي غړي نیمه ورځ او یو منشي دنده پکې لري. د کومو نورو ادارو لخوا یې چې ملاتړ کیږي لاندې یې نومونه او د نومونو لنډیز یاد شوی : Safety Review Committee for Operating Plants (SARCOP) د خوندیتوب لپاره د فابریکو د کتنې کمیټه Review Committee for Applications of Radiation (SARCAR) د وړانګو د کارونکو لپاره د خوندیتوب او کتنې کمیټه Advisory Committees for Project Safety Review (ACPSRs) ...
Gangatiri – ګنګاتیري

Gangatiri – ګنګاتیري

د غوییزو نسلونه
په هندي کې یې نوم (गंगातिरी) لیکل کیږي. د لویدیځ هاریانا یا شاهداري په نومونو هم یادیږي. د هند، د ګنګا سیند په اوږدو کې یې د اوتر پرادېش په ختیځ کې نسل اخیستل شوی. د هند په شمال کې د دوه موخو لپاره ساتل کېدونکي غوییز دي.
Galloway cattle – ګالووې غوییز

Galloway cattle – ګالووې غوییز

د غوییزو نسلونه
د غوښې لپاره د سکاټلنډ په ګالوې سیمه کې، په ۱۷ پېړۍ کې اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. تور رنګ لري او په طبیعي توګه بې ښکرو وي. بدن یې ډبله وړۍ لري او سړو سیمو کې د ساتل کېدو وړ دي. په ۲۰۲۲ کې په ټوله نړۍ کې ۲۶۸۰۰ غوییزو موجود وو او د یادو غوییزو لویه برخه د اروپا په شمال کې او د اروپا په شمال کې لوی شمېر په جرمني او دنمارک کې وو. د غویي وزن یې تر ۸۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۶۰۰ کیلو ګرامه پورې وي. که ښه وساتل شي نو تر ۱۰۰۰ کیلو ګرامه پورې هم رسېدلی شي. د انګلستان په کمبرلنډ سیمه کې یې له شیدو پنیر جوړیږي....
Rubia Gallega – روبیا ګالېګا

Rubia Gallega – روبیا ګالېګا

د غوییزو نسلونه
د هسپانیا په شمال لوېدیځ کې، د ګالیسیا په خودمختاره سیمه کې اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. نسل یې د غوښې لپاره ساتل کیږي. د غواګانو له شیدو یې د ټېټيلا په نوم پنېر جوړېږي. غویان یې ارام چلند لري او په کرنه کې د کار لپاره مناسب دي. د ګالیسیا په ټولو سیمو کې شته خو ۷۵% یې په لوګو ولایت کې دي. رنګ یې زېړ، غنم رنګه او یا دار چیني ته ورته وي. د نسل د مالوماتو د ثبت کتاب یې په ۱۹۳۳ کې جوړ شوی. په ۲۰۱۵ کې د شمېر ۳۹۹۷۱ غوییز وو. په ۲۰ پېړۍ کې روبیا ګالېګا د پرتګال له باروسا، د سویس له برون ویا، سیمېنټال او د انګلستان بې ښکرو غوییزو سره هم دوه رګه شوي....
تالاسېمیا څه ده ؟

تالاسېمیا څه ده ؟

طب
په ارث پاتې کېدونکې د وینې بې نظمي ده، په دې بې نظمي کې د هېموګلوبین غیرنورمال شکل جوړیږي. هېموګلوبین د وینې په سرو حجرو کې د پروتین مالیکول دی کوم چې اکسیجن انتقالوي. که چېرې یو کس کې دا بې نظمي موجوده وي پایله کې یې د وینې لوی شمېر سرې حجرې زیان ویني او د وینې د کمېدو لامل کیږي. د وینې کمېدنه داسې بې نظمي ده په کومه کې چې ستاسې بدن کافي اندازه د وینې نورمال او روغتیا لرونکې سرې حجرې نه لري. تالاسېمیا په ارث پاتې کیږي، په دې مانا چې ستاسې مور یا پلار کې یو په خپل ځان کې یاده بې نظمي لري. لامل یې جنتیکي بدلون او یا د جېن د اړینو برخو ډیلیټ کېدنه وي. په تالاسېمیا کې کم جدي شکل یې کوچنۍ تالاسېمیا (Thalassemia minor) بې نظمي ده. دوه شکلونه یې ډېر جدي دي. په الفا تالاسېمیا کې لږ نه لږ یو الفا ګلوبین جېن بدلون یا بې نظمي لري، په بېټا تالاسېمیا کې بېټا ګلوبېن جېنونه اغیزمن وي. د تالاسېمیا یاد هر...
Fribourgeoise – فري بورجواز

Fribourgeoise – فري بورجواز

د غوییزو نسلونه
په (Freiburger) نوم هم یادیږي. نسل یې د سویس په فریبورګ کانټون کې اخیستل شوی. له ۱۹۶۶ کال په سیستماتیکه توګه له واردو شوو هولسټاین غوییزو سره دوه رګه شوي. په ۱۹۷۳ کې یې نسل ټول مړ شو او کوم چې له هولسټاین سره دوه رګه شوی وو د سویس هولسټاین ترې جوړ شو. نسل یې د غوښې او شیدو لپاره ساتل کېده.

French Simmental – فرانسوي سیمېنټال

د غوییزو نسلونه
د فرانسې د غوییزو نسل دی. په نسل اخیستنه کې یې د سویس سیمېنټال غوییز کارېدلي کوم چې د ۲۰ پېړۍ په پیل کې فرانسې ته وارد شوي وو. رنګ یې سور او سپین وي. د غویي وزن یې تر ۱۱۰۰ کیلو ګرامه او د غوا وزن یې تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د غوښې او شیدو دواړو لپاره کاریږي. له وچیدو تر لنګېدو پورې موده کې ۶۴۰۰ کیلو ګرامه شیدې کوي. په شیدو کې یې ۴% شحم او ۳.۳% پروتین وي. شیدې یې د پنیر جوړولو لپاره کاریږي.
Florida Cracker cattle – د فلوریډا کراکر غوییز

Florida Cracker cattle – د فلوریډا کراکر غوییز

د غوییزو نسلونه
فلورېډا کراکر د هغو انګرېزانو کلتور وو کوم چې پیل کې په فلورېډا کې مېشت شول او د یادو غوییزو نوم له همدې کلتور اخیستل شوی. د فلورېډا سکرب (Florida Scrub) نوم هم ورته اخلي. د کریولو غوییزو په ګروپ کې یو ډول دی او نسل یې له هغو هسپانوي غوییزو رامنځته شوی کوم چې هسپانویانو په ۱۴۹۳ کې له خپل ځان سره امریکا ته انتقال کړي وو.