Author: Zakria Rahimi

قوم : سهاک د زېږېدو ځای او نېټه : ۱۹۸۸ کابل مسهي لومړنۍ او منځنۍ زدکړې : پېښور کې سید جمال الدین مجاهد لیسه، امام غزالي لیسه، بي بي زینب لیسه له مورنۍ پښتو ژبې سېوا په دري، اردو، انګریزي او فرانسوي ژبو لیکل، لوستل او خبرې کولای شم. له یو کلنۍ تر ۲۰۰۵ کال پورې په پېښور کې، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶/۶/۶ وروسته فرانسې ته راکډه شوم، د ۲۰۱۴ په نومبر کې بلجیم ته ولاړم او اوسمهال د بلجیم په لیج ښار کې مېشت یم.
Enderby Island cattle – د اېنډر بای ټاپو غوییز

Enderby Island cattle – د اېنډر بای ټاپو غوییز

د غوییزو نسلونه
د نیوزلنډ په اینډبای ټاپو کې د ۸۰ کلونو لپاره وحشي حالت کې موجود غوییز وو. اوسمهال یوازې اووه غوییز پاتې دي. اوسمهال یې د نسل ژغورنې چاره په بند ځای کې پیل شوې. یاد ټاپو کې په ۱۸۹۰ لسیزه کې هڅه وشوه چې په اینډر بای ټاپو کې فارمونه جوړ شي خو هڅه یې د خراب اقلیم له امله ناکامه شوه او نهه غوییز په سیمه کې ازاد پرېښودل شول.
د نر په هګیو کې د سرطان پړاونه

د نر په هګیو کې د سرطان پړاونه

طب
لکه د سرطان د نورو ډولونو په څېر د نر د هګیو سرطان هم په پړاونو کې ډلبندي شوی. هر پړاو یې تاسې ته دا روښانه کوي چې سرطان خپور شوی او که نه، همداسې د درملنې په اړه له ډاکټر سره مرسته کوي. د نر د هګیو سرطان د نر له هګیو سرچینه اخلي او د بدن نورو غړو ته هم خپرېدلای شي. د نر په هګیو کې سرطان ډېر د درملنې وړ سرطان ګڼل کیږي. د سرطان په ټولو نرانو ناروغانو کې له هرو ۲۵۰ ناروغانو یو د هګیو سرطان لري. په هر عمر کې رامنځته کېدای شي خو تر ډېره په تازه بلوغ ته رسېدلو کې وده کوي. که چېرې یې تشخیص په لمړیو پړاونو کې وشي نو درملنه یې په بریالۍ توګه امکان لري. تشخیص یې د ناروغ د روغتیا په مخینې او اوسنیو علایمو کیږي. په دوېم ګام کې د هګیو فزیکي ازموینه کیږي تر څو غوټه، پړسوب او یا کلکوالی پکې وکتل شي او درېواړو کې هر یو یې د تومور د شتون ښودنه کوي. په درېم ګام کې د هګیو الټراسونډ باندې ازموینه ده، د هګیو...
د سرطان وروستی پړاو د درملنې وړ وي ؟

د سرطان وروستی پړاو د درملنې وړ وي ؟

طب
د درملنې موخه یې د ناروغ په درد کې دومره ارام ساتل دي څومره چې امکان لري. ځینې هیوادونو کې یوازې د ناروغ مړینې ته انتظار کوي او ځینې هیوادونو کې هڅه کوي چې که امکان ولري ژوند یې یو څو ورځې اوږد شي. د سرطان وروستی پړاو او پر مختللی پړاو یو بل سره توپیر لري. لکه د وروستي پړاو په څېر د سرطان پرمختللی پړاو هم د درملنې وړ نه دی خو په پرمختللي پړاو درملنه اغیز کوي او د سرطان وده کې وروالی رامنځته کوي خو د سرطان په وروستي پړاو درملنه کوم اغیز نه لري او د سرطان وده هم نشي ورو کولی او له همدې امله ډاکټران هڅه کوي چې څومره د ناروغ ارام ساتل امکان ولري همدومره یې ارام وساتي. د سرطان وروستی پړاو د انسان ژوند ډېر لنډوي خو د ژوند لنډوالی یې له ځینې فکتورونو سره هم تړاو لري لکه : - د سرطان ډول - د انسان نوره روغتیا - د بل روغتیایي حالت لرل یا نه لرل کله چې ډاکټر د ژوند په اړه خپله وړاندوینه کوي تر ډ...
ټېرا ټوما څه دی ؟

ټېرا ټوما څه دی ؟

طب
ټېرا ټوما یا تېراتوم ډېر کم وخت رامنځته کېدونکی تومور دی، په ځان کې کولای شي بشپړ ودې ته رسېدلي نسجونه یا غړي ولري، په دې کې هډوکي، وېښته، غاښونه او عضلې هم شامل دي. تر ټولو زیات د شمزي پای کې د لکۍ په هډوکي کې، د نر په هګیو او د ښځې د هګیو په کیسه کې وده کوي خو له دې پرته د بدن نورو برخو کې هم پیدا کیږي. په تازه پیدا شوو کې، د کم عمر ماشومانو کې او لویانو کې راڅرګندیدای شي. د نرانو په پرتله په ښځو کې ډېر وي. په تازه پیدا شوو ماشومانو کې سرطاني نه وي خو د لرې کولو لپاره یې بیا هم عملیات ته اړتیا وي. د ټېراټوما ډولونه ټېراټوما دوه ډوله تشرېح شوی : یو یې بشپړ ودې ته رسېدلی او بل یې ودې ته نارسېدلی. لاندې د دواړو په اړه لنډه تشرېح ولولئ. - بشپړ ودې ته رسېدلی یې معمولا غیرې سرطاني تومور وي، له عملیات او لرې کولو پس ممکن بیا وده وکړي. - ودې ته نا رسېدلی ټېراټوما ممکن په سرطاني ټېراټوما بدل ...
په سر کې فشار ته ورته درد

په سر کې فشار ته ورته درد

طب
فشار ته ورته یا د سر نیول کېدو ته ورته درد داسې احساس کیږي لکه ټنډه چې په پټۍ تړل شوې وي. په ډېری خلکو کې ښه کېدونکی او په میاشت کې یو تر دوه ځلو پورې بېرته راګرځېدونکی وي، په ځینو خلکو کې اوږدمهاله وي. په سر، څټ او سترګو یا د سترګو له پاسه د کم، زیات او یا بې کچې زیات درد لامل کېدای شي. تر اوسه نه ده مالومه چې ولې او څرنګه رامنځته کیږي خو څېړونکي ګمان کوي چې ممکن د (hyperexcitable peripheral afferent neurons) فعالېدنه د سر درد لامل کیږي. همداسې امکان لري چې یو کس له درد سره حساس وي او یا د درد د پروسېس کوونکې برخې په مرکز کې ستونزه ولري. د فشار ته ورته سر درد رامنځته کوونکي لاندې یاد شوي : - سټرس - د شپې لخوا د غاښونو چیچل یا په غاښونو کې ستونزه لرل - د سترګو وچوالی - ستړیا - سګرټ څښول - زکام - سینو زیتیس - کافې - احساساتي سټرس - کافي اوبه نه څکل - بې خوبي - د یوه وخت له خ...
د ټېنېس موس درملنه څرنګه کیږي ؟

د ټېنېس موس درملنه څرنګه کیږي ؟

طب
ټېنېس موس (tenesmus) یا رفع حاجت ته ناڅاپه اړتیا پیدا کېدنه، ډېری وخت انسان رفع حاجت هم کړی وي خو بیا هم ناڅاپه د رفع حاجت کولو احساس کوي. درملنه او مخنیوی یې د رامنځته کوونکي روغتیایي حالت سره تړاو لري. که چېرې یو کس د هاضمې په کانال کې کومه روغتیایي ستونزه ولري نو ټېنېس موس پکې پیدا کولای شي، د رفع حاجت پر وخت کم غایطه مواد بهر وځي او د انسان زهن نا ارامه کوي. ټېنېس موس ممکن د ځینو ناروغیو علایم وي په دې ناروغیو کې لاندې یاد شوي روغتیايي حالتونه هم شامل دي : - د کرون ناروغي - د غټې کولمې ټپ او پړسوب - قبضیت - پروکټي ټیس - ای بي اې - د مقعد بې ځایه کېدنه - مقعد ته د جنسي اړیکې له لارې انتقال شوې ناروغۍ - په غټه کولمه کې د باکتریا، ویروس او یا پرازیت له امله پیدا شوې ناروغۍ - د مقعدي خوځښت بې نظميانې - د ګېډې مختلف ډوله عملیات - د غټې کولمې سرطان - په مقعد کې دانه د ټېنېس مو...
د ټېنډونوسېس د علایمو پېژندنه

د ټېنډونوسېس د علایمو پېژندنه

طب
ټېنډون ډبل، فایبري نسجونه دي او عضلې د بدن له جوړونو یا مفصلونو سره نښلوي. د ټېنډونوسېس املا (Tendonosis or tendinosis) لیکل کیږي او دواړه یې سم دی. اوږدمهاله ناروغي ده او په ټېنډون کې کولاجېن له منځه وړي - کولاجېن په تېنډون کې جوړښتي پروتین دی. د ټېنډونوسېس د رامنځته کېدو لامل د ټېنډون بې کچې زیاته کارونه ده. د بدن د هرې برخې په ټېنډون کې رامنځته کېدای شي خو ډېری وخت په پوندې، مړوند، څنګل، زنګون او وږو کې رامنځته کیږي. د ټېنډونوسېس (Tendonosis) او ټېنډونیټیس (tendonitis) تر منځ توپیر څه دی ؟ ټېنډونوسېس له ټېنډونیټیس سره توپیر لري او همداسې ټېنډونوسېس جدي روغتیايي حالت دی او ټېنډونیټیس په ټېنډون کې بیا لنډمهاله پړسوب دی. ټېنډونیټیس له ارام او مساج سره په څو ورځو کې خپله ښه کیږي، د رامنځته کېدو لامل یې په بدن د ناڅاپه فشار او یا بار له امله کوچنی ټپ وي، د ټپ له امله ټېنډون کې پړسوب رام...
د تیانو د سرطان رامنځته کوونکي فکتورونه کوم دي ؟

د تیانو د سرطان رامنځته کوونکي فکتورونه کوم دي ؟

طب
ځینې خطرونه او فکتورونه یې انسان نشي بدلولی لکه عمر، جنسیت او جنتیک. تاسې که د جنتیک په اړه په خپل ځان کې کوم بدلون نشئ راوستی خو په خپل جنتیک پوهېدل تاسې سره دا مرسته کوي چې خپلې روغتیا ته پام وکړئ او له بدلون سره سملاسي یې ازموینو او درملنې ته مخه کړئ. همداسې عمر او جنسیت دواړه داسې فکتورونو دي چې بدلون یې امکان نه لري. له ۵۰ کلنۍ پس ښځې د تیانو د سرطان له خطر سره مخ وي، څومره چې د ښځو عمر زیاتیږي همدومره یې د تیانو د سرطآن د ودې خطر زیاتیږي. کومو ښځو کې چې لمړی پیریوډ له ۱۲ کلنۍ مخکې پیل شوی وي او یا تر۵۵ کلنۍ وروسته یې هم پیریوډ ادامه ولري د نورو په پرتله زیاتې د تیانو د سرطان له خطر سره مخ دي، په کم عمر کې د پیریوډ پیل او تر ډېر عمر پورې یې ادامه د ښځو بدن اېسټروجېن هورمون ته څرګندوي. د اولاد نه زېږول او یا له ۳۰ کلنۍ پس د اولاد زېږول هم د تیانو د سرطان خطر زیاتولی شي. تخته څورب، ...
کوم جېنونه د تیانو په سرطان اغیز کوي ؟

کوم جېنونه د تیانو په سرطان اغیز کوي ؟

طب
سرطان یو روغتیایي حالت دی او په جېنونو کې د بدلون له امله رامنځته کیږي. جېنونه په خپل ځان کې لارښوونې لري او دا لارښوونې په حجره کې پروتینونو ته وایي چې څرنګه چلند وکړي. په (BRCA1 and BRCA2) جېنونو کې بدلون د تیانو د سرطان د رامنځته کېدو خطر بې کچې زیاتوي. که چېرې کورنۍ کې د تیانو د سرطان مخینه لرئ نو تر ډېره امکان شته چې تاسې ته هم په ارث پاتې شي. ټولو ښځو کې د تیانو سرطان ارثي نه وي او همداسې ټولو ښځو کې هم که چېرې (BRCA1 and BRCA2) جېنونه بدلون پیدا کړي هرو مرو د تیانو په سرطان نه اخته کیږي خو بدلون یې د ژوند په اوږدو کې د تیانو د سرطان د رامنځته کېدو خطر ډېر بې کچې زیات لوړوي. څرنګه یاد جنتیکي بدلون د سرطان په رامنځته کېدو کې ونډه اخلي، څرنګه یو کس پوهېدلای شي چې یاد بدلون پکې رامنځته شوی او څوک باید د یادو جېنونو د بدلون لپاره ازموینې وکړي ؟ یادې پوښتنې په لیکنه کې ځواب شوي. کل...
واګرام

واګرام

ټولې لیکنې
په اتریش او پولنډ کې د کلي نوم دی. د واګرام جګړه د ۱۸۰۹ کال د جولای په ۵ او ۶ نېټه د جګړې نوم دی او له ویانا ښار لس کیلو متره واټن کې د فرانسویانو د امپراتورۍ د اتریش له امپراتورۍ سره جګړه وه، پای کې ناپلیون جګړه وګټله.
د ویروسي تبې درملنه څرنګه وکړو ؟

د ویروسي تبې درملنه څرنګه وکړو ؟

طب
د باکتریا په څېر ویروس په انتي بیوتیک درملو له منځه نه ځي. ډېری وخت ویروسي ناروغۍ یوازې خپل کورس پوره کوي. د ډېرو ویروسي ناروغیو لپاره یوازې د تبې کمونکي درمل، مایع څکل او ارام کافي وي. ویروسي تبه هره هغه تبه ده کومه چې د ویروسي عفونیت له امله رامنځته کیږي. ویروسونه واړه مکروبونه دي کوم چې په ډېره اسانۍ له یو کس بل ته انتقالیږي. کله هم چې ویروس تاسې ته در انتقال شي نو ایمني سیستم مو غبرګون ورته ښي، د غبرګون یوه برخه د بدن د تودوخې لوړېدل هم دي تر څو بدن ویروس ته نا مناسب ځای کړي. د بدن نورمال تودوخه ۹۸.۶°F یا ۳۷°C ده که چېرې له دې یو ډیګري سیلسیز تودوخه لوړه شي نو تبه ګڼل کیږي. تبه کولای شي تر یوې ورځې، څو ورځو، یوه اونۍ او یا هم تر دې اوږدې مودې کې پاتې شي، د پاتې کېدو موده یې د مکروب یا ویروس له ډول سره تړاو لري. کله چې ویروس خپل کورس پوره کوي تاسې کې مختلف ډوله علایم راڅرګندیږي او د...
زوژو

زوژو

ټولې لیکنې
چینایي تلفظ یې شوجو دی. پخوانی نوم یې پېنګ چېنګ دی. د چین په جیانګ سو ولایت کې ښار دی. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۹۰۸۳۷۹۰ وو.
شین جیانګ

شین جیانګ

ټولې لیکنې
چینايي تلفظ یې شین چیانګ دی. سین کیانګ نوم هم ورته اخلي. د چین تر ټولو لوی ولایت دی. د چین خودمختاره سیمه ده. مساحت یې ۱.۶ میلیونه کیلو متر مربع دی، د وګړو شمېر یې ۲۵ میلیونه دی.
شي نینګ

شي نینګ

ټولې لیکنې
د نوم املا یې شي نینګ او سي نینګ لیکل کېدای شي. د چین په لویدیځ کې د چینګهای ولایت ښار دی. د تبت په لوړې هوارې کې تر ټولو لوی ښار ګڼل کیږي. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۲۴۶۷۹۶۵ وو.
شي ان

شي ان

ټولې لیکنې
په چین کې د شانکسي ولایت مرکز او ښار دی. د چین په لویدیځ کې د وګړو د شمېر او ګڼې ګوڼې له مخې درېم لوی ښار ګڼل کیږي. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۱۲.۹۵ میلیونه وو.