Author: Zakria Rahimi

قوم : سهاک د زېږېدو ځای او نېټه : ۱۹۸۸ کابل مسهي لومړنۍ او منځنۍ زدکړې : پېښور کې سید جمال الدین مجاهد لیسه، امام غزالي لیسه، بي بي زینب لیسه له مورنۍ پښتو ژبې سېوا په دري، اردو، انګریزي او فرانسوي ژبو لیکل، لوستل او خبرې کولای شم. له یو کلنۍ تر ۲۰۰۵ کال پورې په پېښور کې، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶/۶/۶ وروسته فرانسې ته راکډه شوم، د ۲۰۱۴ په نومبر کې بلجیم ته ولاړم او اوسمهال د بلجیم په لیج ښار کې مېشت یم.
شي نینګ

شي نینګ

ټولې لیکنې
د نوم املا یې شي نینګ او سي نینګ لیکل کېدای شي. د چین په لویدیځ کې د چینګهای ولایت ښار دی. د تبت په لوړې هوارې کې تر ټولو لوی ښار ګڼل کیږي. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۲۴۶۷۹۶۵ وو.
شي ان

شي ان

ټولې لیکنې
په چین کې د شانکسي ولایت مرکز او ښار دی. د چین په لویدیځ کې د وګړو د شمېر او ګڼې ګوڼې له مخې درېم لوی ښار ګڼل کیږي. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۱۲.۹۵ میلیونه وو.
زیامېن

زیامېن

ټولې لیکنې
چیناي تلفظ یې شیامن دی. پخوانی نوم یې اموی دی. د چین په فوجیان یا فوکیان ولایت کې ښار دی. د تایوان د تنګي په څنګ کې تایوان ته مخامخ دی. په شپږو ولسوالیو وېشل شوی. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۵۱۶۳۹۷۰ وو.
یوکون

یوکون

ټولې لیکنې
یوکون سیند له برېټېش کولمبیا سرچینه اخلي، د کاناډا په یوکان سیمه کې بهیږي او وروسته د متحده ایالتونو الاساکا ته تګ کوي، له ۳۱۹۰ کلیو متره وروسته په بېرنګ سمندر کې تشیږي.
یو ینګ

یو ینګ

ټولې لیکنې
مخکینی نوم یې یوجو وو. د چین په هونان ولایت کې د ښار نوم دی. مساحت یې ۱۴۸۹۶ کیلو مترمربع او په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۵۰۵۱۹۲۲ وو. په هونان ولایت کې یوازینی سمندري نړیوال سوداګریز بندر دی.