Author: Zakria Rahimi
قوم : سهاک
د زېږېدو ځای او نېټه : ۱۹۸۸ کابل مسهي
لومړنۍ او منځنۍ زدکړې : پېښور کې سید جمال الدین مجاهد لیسه، امام غزالي لیسه، بي بي زینب لیسه
له مورنۍ پښتو ژبې سېوا په دري، اردو، انګریزي او فرانسوي ژبو لیکل، لوستل او خبرې کولای شم.
له یو کلنۍ تر ۲۰۰۵ کال پورې په پېښور کې، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶/۶/۶ وروسته فرانسې ته راکډه شوم، د ۲۰۱۴ په نومبر کې بلجیم ته ولاړم او اوسمهال د بلجیم په لیج ښار کې مېشت یم.

مارګریت یوورسونار
په بلجیم کې زېږېدلې فرانسوۍ لیکواله ده. د ۱۹۰۳ - ۱۹۸۷ ترمنځ یې ژوند کړی. د رومان او کیسو لیکونکې وه. په ۱۹۴۷ کې یې د متحده ایالتونو تابعت ترلاسه کړ. په فرانسه کې د فېمینا په نوم د جایزې ګټونکې ده.

د زیړې تبې واکسین څه دی ؟
زیړه تبه د ژوند ګواښونکې ناروغي ده او فلاوي ویروس یې رامنځته کوي. له یو کس څخه بل ته نه انتقالیږي بلکې یوازې یې میاشي نورو ته انتقالوي. ډېری کسان یوازې زکام ته ورته علایم پکې تجربه کوي او تر څلورو ورځو پورې بېرته ښه کیږي، تر ۱۵ % پورې ناروغانو کې یې له لمړي پړاو پس زهري پړاو وده کوي کوم چې د ژوند ګواښونکی دی. کومو کسانو کې چې زهري پړاو وده وکړي له ۱۰۰ تقریبا ۷۰ ناروغان مړه کیږي. د زېړې تبې درملنه نشته خو په ځینو درملو او طریقو باندې یې د علایمو کنټرول کیږي.
د زېړې تبې واکسین د همدې ویروس کمزوری شوی ډول دی، انسان کې د فلاوي ویروس ضد انټي باډیز د تولید لامل کیږي. واکسین یې د لس کالو لپاره د معافیت رامنځته کوونکی ګڼل شوی وو خو اوسمهال ادعا کیږي چې د ټول عمر لپاره معافیت یا مصونیت رامنځته کوي.
له واکسین پس ځینې کسانو کې تبه، د مفصلونو درد او د عضلو درد پیدا کیږي. یاد علایم له واکسین لږ ورو...

توماس ینګ
د انګلستان ساینس پوه وو. د ۱۷۷۳ - ۱۸۲۹ کلونو ترمنځ یې ژوند کړی. د ځانګړو ستونزو د هوارولو لپاره یې په مختلفو رشتو کې مطالعه لرله. د لید، رڼا، انرژي، فزیولوجي، ژبې، د میوزیک په همغږۍ کې، د پخواني مصر په ساینسي مطالعه کې او د جامداتو په میکانیک په پراخولو کې یې لویه ونډه اخیستې.

اېډوارډ ینګ
د انګلستان شاعر وو، د ۱۶۸۳ - ۱۷۶۵ کلونو ترمنځ یې ژوند کړی. د شپې فکرونه یې د ژوند، مړینې او د تل ژوندي پاتې کېدو په اړه د لیکنو ټولګه ده.

یوګوس لاویا
د سوېل د سلاو خلکو سیمه ده. په سوېل ختیځې او مرکزي اروپا کې له ۱۹۱۸ تر ۱۹۹۲ پورې هیواد وو.

زېړه تبه څه ده ؟
زکام ته ورته وژونکې ناروغي ده، د (Aedes aegypti) په نامه د میاشو ډول یې خپروي. یاد میاشي ډینګي او زیکا ویروسونه هم خپروي. د زېړې تبې ځانګړنه د بدن د تودوخې لوړه کچه، د سترګو او د پوستکي د رنګ زېړېدنه یا جونډایس ده. د افریقا په ځینې سیمو کې او په سوېلې افریقا کې خپره شوې ناروغي ده. درملنه یې ناشونې ده خو د زېړې تبې واکسین باندې یې مخنیوی ممکن دی.
د زېړې تبې علایم
زېړه تبه په چټکۍ وده کوي او له ۳ تر ۶ ورځو پورې یې علایم راڅرګندیږي. عام علایم یې د انفلوېنزا ویروس ته ورته دي :
- سر درد
- عضلو کې درد
- مفصلونو کې درد
- سړه تبه او لړزه
د زېړې تبې لنډمهاله پړاو
دا پړاو یې تقریبا تر ۴ ورځو پورې ادامه لرلای شي، په دې پړاو کې یې علایم لاندې یاد شوي :
- سر درد
- عضلو کې درد
- مفصلونو کې درد
- تبه
- د مخ یا د بدن د پوستکي سوروالی او تودوالی
- بې اشتیا کېدنه
- لړزه
- په ملا کې درد
...

یوسېمېټي ملي پارک
په کلیفورنیا کې د متحده ایالتونو ملي پارک دی. په سوېل ختیځ کې له سیرا ملي ځنګل سره او په شمال لویدیځ کې له سټانېس لوس ملي ځنګل سره پوله لري. د ملي پارک د خدماتو لخوا مدیریت کیږي. په ۷۵۹۶۲۰ هکتاره یا ۳۰۷۴ کیلو مترمربع سیمه کې جوړ شوی.

تبه څه ده او ولې انسان تبه نیسي ؟
تبې ته په انګریزۍ (fever) نوم اخلي خو د (hyperthermia, pyrexia, or elevated temperature) په نومونو هم یادیږي. تبه له نورمال حالت څخه پورته د بدن تودوخه ښي. په دواړو وړو او زړو کې تبه رامنځته کېدای شي. په لنډمهاله توګه د بدن د تودوخې زیاتېدل له بدن سره مرسته کوي چې له مکروبونو خپله ساتنه وکړي. که چېرې تبه زیاته وي او یا هم اوږدمهاله وي نو بدن کې د جدي ستونزې ښودنه کوي د کومې چې باید درملنه وشي.
د بدن نورمال تودوخه تقریبا ۹۸.۶°F او یا ۳۷°C ده خو د هر کس لپاره دا نورمال تودوخه لږ توپیر لري، همداسې د ورځې په هر وخت کې هم د بدن نورمال تودوخه توپیر لرلای شي، په سهار کې د بدن تودوخه کمه او د په ماسپښین او ماښام کې زیاته وي. نور داسې فکتورونه هم شته چې د بدن په نورمال تودوخه کې بدلون راوستی شي لکه دروند سپورت او یا ښځو کې پیریوډ.
د تودوخې کچه کوونکی کوم چې په خوله کې د ژبې لاندې کېښودل کیږي په...

یارک
یارک (یارک شېر) په انګلستان کې د اداري تشکیلاتو د وېش له مخې، یوه سیمه ده.
په انګلستان کې څلور سلطنتي ماڼۍ ګانې موجودې وې دوه یې لانکاسټر او پلانټاجېنېټ ماڼې وې. یارک د پلانټاجېنېټ ماڼې د یوې ډلې نوم وو کوم چې له لانکاسټر ماڼې سره مخالفت وکړ.

یینګ کو
چینایي تلفظ یې "اینګ هو" دی. د چین لیاونینګ ولایت کې، د سمندر غاړې په اوږدو کې، یو ښار دی. په یاد ولایت کې تر ټولو کوچنی درېم ښار ګڼل کیږي. مساحت یې ۵۵۰۲ کیلو متر مربع او په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۲۳۲۸۵۸۲ وو. په بوهی سمندر کې د کانتینرونو دوېم لوی بندر دی.

د تیانو د سرطان لپاره مموګرام ازموینه یا مموګرافي
د اېکس رې ځانګړی ډول دی، د تیانو په نسجونو کې د سرطان او نورو بې نظمیو د سکېن کولو لپاره کاریږي. مموګرام دواړه د تشخیص او د کتنې لپاره کاریږي او د دواړو لپاره یې کارېدنه هم تقریبا ورته ده. لکه د معمولي اېکس رې په څېر کومه چې بدن کې جوړښت ښکاروي، همداسې مموګرام د وړانګو څپې کاروي ترڅو د تیانو نسجونه ښکاره کړي. د مموګرام ازموینې پر مهال تاسې د اېکس رې ماشین مخې ته د انځور اخیستنې لپاره نه درېږئ، په مموګرام ازموینه کې د دوه قابونو ترمنځ تیانو ته فشار ورکول کیږي، فشار یې د ازموینې لپاره سیمه نرۍ کوي او له همدې امله مموګرام د معمولي اېکس رې په پرتله د وړانګو کمزوری ډوز کاروي.
په مموګرام ازموینه کې لږ نه لږ له دوه مختلفو زاویو د تیانو نسجونو ته کتنه کیږي.
که چېرې ښځې په تیانو کې غوټه یا تومور هم ونه لري له ځانګړې مودې پس د تیانو مموګرام ازموینه کوي ځکه چې د تیانو د سرطان د درملنې لپاره وخته ...

این چوان
په چین کې د نینګ شیا سیمې مرکز دی. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۲۸۵۹۰۷۴ وو. د چین او عربو هیوادونو ترمنځ د کلتوري او اقتصادي ادلې بدلې (تبادلې) مرکز دی. د نینګ شیا پوهنتون هم په این چوان ښار کې دی.

اي چون
چینایي تلفظ یې اي چو دی. په جیانګشي ولایت کې د چین ښار دی. د سیند او غرونو په اوږدو کې واقع دی. له بودایزم څخه اغیزمن کلتور او تاریخ لري.

اي بین
د چین د سیشوان ولایت په سوېل ختیځ کې، یو ښار دی. په داسې سیمه کې واقع دی چېرې چې مین او یانګزي سیندونه یو بل سره یو ځای کیږي. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۴۵۸۸۸۰۴ وو.