Author: Zakria Rahimi

قوم : سهاک د زېږېدو ځای او نېټه : ۱۹۸۸ کابل مسهي لومړنۍ او منځنۍ زدکړې : پېښور کې سید جمال الدین مجاهد لیسه، امام غزالي لیسه، بي بي زینب لیسه له مورنۍ پښتو ژبې سېوا په دري، اردو، انګریزي او فرانسوي ژبو لیکل، لوستل او خبرې کولای شم. له یو کلنۍ تر ۲۰۰۵ کال پورې په پېښور کې، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶/۶/۶ وروسته فرانسې ته راکډه شوم، د ۲۰۱۴ په نومبر کې بلجیم ته ولاړم او اوسمهال د بلجیم په لیج ښار کې مېشت یم.
اي بین

اي بین

ټولې لیکنې
د چین د سیشوان ولایت په سوېل ختیځ کې، یو ښار دی. په داسې سیمه کې واقع دی چېرې چې مین او یانګزي سیندونه یو بل سره یو ځای کیږي. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۴۵۸۸۸۰۴ وو.
ېو ټاپو

ېو ټاپو

ټولې لیکنې
د فرانسې ټاپو دی، د فرانسې په لویدیځ کې، له واندې کومیون سره تړاو لري. په شمال کې د جواین ویل او سوېل کې د مول په نامه بندرونه لري. د ټونا کب او استوانه اي چنګاښ نیونې لپاره مناسب ځای ګڼل کیږي.
نارسیسو یپېس

نارسیسو یپېس

ټولې لیکنې
د ۱۹۲۷ - ۱۹۹۷ کلونو ترمنځ یې ژوند کړی. د هسپانیا ګیتار غږونکی وو. د شلمې پېړۍ د کلاسیک ګیتار غږونکو ترمنځ تر ټولو مخکښ او د شلمې پېړۍ تر ټولو ښه ګیتار غږونکی ګڼل کیږي.
یمن

یمن

ټولې لیکنې
په لویدیځه اسیا کې هیواد دی. په شمال کې له عربستان سره، په شمال ختیځ کې له عمان سره، په لویدیځ کې له سور سمندر سره او په سوېل کې د هند له سمندرګي سره پولې لري. له جیبوټي، سومالیا او اېرېتریا سره سمندري پولې لري. مرکز یې صنعاء دی. د وګړو شمېر یې ۳۴.۷ میلیونه اټکل شوی.
ینتای

ینتای

ټولې لیکنې
پخوانی نوم یې شوفو دی. د چین په شانډونګ ولایت کې ښار او بندر دی. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۷۱۰۲۱۱۶ وو. د ینتای مانا "د لوګي برج" ده. په ۱۳۹۸ کې د همدې ښار په قي غونډۍ کې د څار لپاره برج جوړ شوی وو.
ینګزي جیانګ

ینګزي جیانګ

ټولې لیکنې
یوازې ینګزي نوم هم ورته اخلي. په چین کې ۶۳۰۰ کیلو متره اوږد سیند دی. په اوراسیا کې لمړی او د نړۍ درېم اوږد سیند ګڼل کیږي. د تبت په لوړې هوارې کې پیل کیږي او د چین په ختیځ کې سمندر سره ګډیږي.
یلټا

یلټا

ټولې لیکنې
د پخواني یوکراین د اوسنۍ روسیې په کریمیا سیمه کې ښار دی. همداسې یلټا، په ۱۹۹۵ کال کې، د چرچیل، روز وېلټ او سټالین ترمنځ هوکړه ده.
زاما جګړه

زاما جګړه

ټولې لیکنې
له زېږېدیز کال څخه دوه سوه کاله وړاندې په اوسنۍ تونس کې رامنځته شوې جګړه وه. په جګړه کې برخه اخیستونکي د روم امپراتوري، د کارتاج پوځ او د سیپیو پوځ وو.
زامبیا

زامبیا

ټولې لیکنې
د نوم املا یې زامبي هم لیکل کیږي. په وچه کې ګیر هیواد او د مرکزي، سوېلې او ختیځې افریقا لپاره درې لارې جوړوي. په شمال کې یې د کونګو له دیموکراتیک جمهوریت سره، شمال ختیځ کې تانزانیا، ختیځ کې ملاوي، سوېل ختیځ کې مزمبق، سوېل کې زمبابوې او بوتسوانا، سوېل لویدیځ کې نامیبیا او په لویدیځ کې له انګولا سره پولې لري. مرکز یې لوساکا دی. مساحت یې ۷۵۲۶۱۷ کیلو متر مربع او په ۲۰۲۳ کې یې د وګړو شمېر ۲۰۲۱۶۰۲۹ وو.