Author: Zakria Rahimi

قوم : سهاک د زېږېدو ځای او نېټه : ۱۹۸۸ کابل مسهي لومړنۍ او منځنۍ زدکړې : پېښور کې سید جمال الدین مجاهد لیسه، امام غزالي لیسه، بي بي زینب لیسه له مورنۍ پښتو ژبې سېوا په دري، اردو، انګریزي او فرانسوي ژبو لیکل، لوستل او خبرې کولای شم. له یو کلنۍ تر ۲۰۰۵ کال پورې په پېښور کې، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶/۶/۶ وروسته فرانسې ته راکډه شوم، د ۲۰۱۴ په نومبر کې بلجیم ته ولاړم او اوسمهال د بلجیم په لیج ښار کې مېشت یم.
زردشت

زردشت

ټولې لیکنې
پام مو وي چې زرتشت نوم یې فارسي نوم دی. نړیوال یې په زورواستر، زاراتوشترا نومونو هم پېژني. پخوا اریانا، خراسان او اوسني افغانستان کې زېږېدلی خو په هیواد کې یې د زېږېدو ځای نامالوم دی. د زېږېدو نېټه یې هم دودیزه نېټه ښودل شوې او ګمان کیږي چې له زېږېدیز کال څخه وړاندې د ۶۲۴–۵۹۹ کلونو ترمنځ زېږېدلی او په ۷۷ کلنۍ کې مړ شوی. ګمان کیږي چې شاعر - پیغام رسونکی وو. په اوېستاني ژبه یې خبرې کولې. د ګاتاس جوړونکی دی.
زوی دېرزي

زوی دېرزي

ټولې لیکنې
مخکې د المېر جهیل په نامه هم یادېده. د هالنډ په شمال لویدیځ کې، کم ژور، له سمندر سره نښتی جهیل دی، اوږدوالی یې تقریبا ۱۰۰ کیلومتره او سور یې ۵۰ کیلومتره دی.
د تیانو سرطان څه دی ؟

د تیانو سرطان څه دی ؟

طب
د تي سرطان هغه وخت پیدا کیږي کله چې د تیانو حجرې بدلون پیدا کړي، له بدلون پس سره ووېشل شي او شمېر یې زیات شي. په پیل کې ممکن ناروغ غوټه یا مرغړی، بې رنګه کېدل، د پوستکي په کیفیت کې بدلون او ځینې نور علایم په تي کې احساس کړي. کله چې د انسان په هغو جېنونو کې بدلون رامنځته شي کوم چې د حجرې وده کنټرول کوي په سرطان بدلیږي. یاد بدلون حجرو ته اجازه ورکوي چې سره ووېشل شي او خپل شمېر په نه کنټرول کېدونکې توګه زیات کري. د تیانو سرطان معمولا د تیانو په نرمیو کې او یا د شیدو په کانالونو کې وده کوي. نرمۍ د تیانو په داخل کې هغه مرغړي دي کوم چې شیدې تولیدوي او د شیدو کانالونه یې له مرغړیو د تي سر ته راوړي. سرطان د تي په فایبري او شحمي نښلونکو نسجونو کې هم وده کولای شي. نا کنټرول شوې د تیانو سرطاني حجرې ډېری وخت د تیانو په روغتیا لرونکو نسجونو برید کوي او د تخرګونو لاندې لنفاوي مرغړیو ته داخلیږي. کله چې ...
Droughtmaster – د وچکالۍ استاد

Droughtmaster – د وچکالۍ استاد

د غوییزو نسلونه
د غوښې لپاره د استرالیا د غوییزو نسل دی. د نسل اخیستنې چارې یې له ۱۹۱۵ کال د کوینلنډ په شمال کې پیل شوې وې. نسل یې د انګلستان او زیبوین غوییزو له دوه رګه کېدو رامنځته شوی. د استرالیا لمړی تورینډیسین دوه رګه نسل ګڼل کیږي. تقریبا ۵۰% بوس انډیکوس او ۵۰% بوس توروس دی.
Dølafe – ډولافې غوییز

Dølafe – ډولافې غوییز

د غوییزو نسلونه
د ناروې په ګوډ برېنډ دره کې، اوسټېرډالېن او هېډمارکېن سیمو کې د غوییزو نسل دی. یادې سیمه په وښو پوښلي غرونه لري. په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې نسل ډېر کم پاتې وو خو اوسمهال بېرته زیات شوي. د بدن هډوکي یې واړه او لنډ قد لري. ښکرونه لري او په مختلفو رنګونو کې پیدا کیږي. وزن یې له ۴۵۰ تر ۵۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي.
Drakensberger – ډرانکېنزبرګر غوییز

Drakensberger – ډرانکېنزبرګر غوییز

د غوییزو نسلونه
د دوه موخو لپاره په سوېلې افریقا کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. د شیدو او غوښې لپاره ساتل کیږي. د نسل مخینه یې تر نولسمې پېړۍ پورې زړه ده او کله چې اروپایانو د هالنډ غوییز له ځان سره سوېلې افریقا ته انتقال کړل هلته یې له تور رنګه سانګا او د خوی خوی خلکو له غوییزو سره دوه رګه کړل او پایله کې یې ډرانکېنزبرګر نسل رامنځته شو. ډرانکېنزبرګ د سیمې نوم دی او له یادې سیمې د نسل نوم هم اخیستل شوی. په ۱۹۴۷ کې یې د مالوماتو د ثبت لپاره ټولنه جوړه شوه. د غویي وزن یې له ۹۰۰ تر ۱۱۰۰ کیلو ګرامه پورې او د غوا وزن یې له ۵۰۰ تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. یوازې په تور رنګ کې پیدا کیږي....
Doayo cattle – ډو ایو غوییز

Doayo cattle – ډو ایو غوییز

د غوییزو نسلونه
ډو ایو غوییز سوداګریز نه دي او یوازې په مذهبي مراسمو کې کاریږي. کله چې یو کس مړ شي نو جنازه کې یې یاد غوییز حلالیږي او پوستکي کې یې کس پوښل کیږي. د کامېرون په شمال کې اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. د اتلانتیکا غرونو په لمنو کې یې نسل د ډو ایو په نوم قوم ساتي. ډو ایو غوییز د ساوانا بې ښکرو غوییز یا هم بې کوبي او بې ښکرو غوییز ګڼل کیږي. د سیمې خلک یې په (Namji, Namchi, Namshi, Poli, Donayo, or M'Bougi) نومونو هم پېژني. لنډ قد لري او مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد له ۹۷ تر ۱۱۰ سانتي متره پورې لوړیږي. رنګ یې تور، تور او سپین او یا د تور رنګ خاپونه لري. په درې کلنۍ کې بلاربېدای شي او هر یو کال پس بیا خسکی زېږولی شي....
Dhanni cattle – ډاني غوییز

Dhanni cattle – ډاني غوییز

د غوییزو نسلونه
د هند او پاکستان په پنجاب کې پیدا کېدونکی د غوییزو نسل دی. تر ډېره په اټک، چکوال، فتح جنګ، تحصیل کوټ فتح خان سیمو کې ساتل کیږي. مخکې د کاري موخې لپاره کارېدل. د منځنۍ کچې تنه لري، ملا کې یې لوړوالی او ژوروالی نه وي، غټ کوبی لري، غوږونه یې تل خوځښت کې او هر لور ته له پام سره لوری بدلونکي وي. په مختلفو رنګونو کې پیدا کیږي او په خپل رنګ کې د تور، سور او نسواري رنګ خالونه لري. غویی یې تر ۴۰۰ کیلوګرامه او غوا یې تر ۳۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. اوسمهال د منډې د سیالۍ لپاره هم کاریږي، د منډې کټونکی یې تر نورو پنځه ځله په لوړ قیمت پلورل کیږي. غوا یې له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې له ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ لیترو پورې شیدې کوي. د رنګ له مخې یې په پنجابۍ ژبه کې نومونه - که چېرې یې رنګ سپین وي او په سپین رنګ کې تور خالونه ولري نو د چیټابورګا په نوم یې یادوي - که چېرې یې رنګ تور وي او په تور رنګ کې سپین خالو...
Dexter cattle – ډېکسټر غوییز

Dexter cattle – ډېکسټر غوییز

د غوییزو نسلونه
د نسل ځینې غړي یې د کونډروډیس پلېزیا لپاره جېن لري (نیمه مرګونی جېن) کوم چې د لنډیتوب یو شکل رامنځته کوي او تر نورو یې پښې لنډې وي - نیمه مرګونی جېن په الېل یا کروموزوم کې بې نظمي په ګوته کوي کوم چې د هوموزیګوس په توازن کې ستونزه پیدا کوي - هوموزیګوس د یوه ځانګړي جېن یا جېنونو د ورته دوه الېل لرنې ته وایي. کوم چې په کونډروډیس پلېزیا اخته وي ۲۵% امکان لري چې له خپلې مودې مخکې پیدا شي. د کونډروډیس پلېزیا د تشخیص لپاره یې د لکۍ د وېښتو د ډي اېن اې ازموینه کیږي. ګمان کیږي چې لنډي پیدا شوي یې هېټېروزیګوس دي. په ایرلنډ کې د وړو غوییزو نسل دی. په اتلسمه پېړۍ کې یې د ایرلنډ په سوېل لویدیځ کې، په کېري سیمه کې نسل اخیستل شوی. د نسل نوم یې د فیوډال سیستم د وخت د یوه خان نوم دی څوک چې په والاېنشیا ټاپو کې اوسېده. د نولسمې پېړۍ تر نیمایي پورې د کیري نسل یو ډول ګڼل کېده خو وروسته جلا نسل وګڼل شو. د ای...
North Devon cattle – د شمالي ډیون غوییز

North Devon cattle – د شمالي ډیون غوییز

د غوییزو نسلونه
په انګلستان کې د غوښې لپاره د غوییزو نسل دی. د نسل نوم یې د سیمې نوم دی. سور رنګ کې وي او په (Devon Ruby, Ruby red or Red Ruby) نومونو هم یادیږي. همدې ته ورته سره غوییز د سوېل ډیون په نامه هم شته کوم چې خپله کې توپیر لري. په ۱۸۵۰ کې د جان ټېنر ډیوي په نامه کس یې د نسل لپاره کتاب جوړ کړی او په ۱۸۸۴ کې یې د نسل لپاره ټولنه جوړه شوه. په شلمه پېړۍ کې یې نسل د انګلستان په مختلفو سیمو کې پیدا کېده او په ۱۹۰۸ کې یې شمېر ۵۰۰۰۰۰ غوییزو ته رسېده. په دې وخت کې یوازې بې ښکرو غوییز ترې ډېر وو. کوم نسل یې چې امریکا ته انتقال شوی د امریکا شیدې کوونکی ډیون نوم ورته اخلي. استرالیا ته هم انتقال شوي او هلته تر ډېره له ځنګلونو پرې لرګي راوړل کېدل.  ...
Deoni cattle – ډیوني غوییز

Deoni cattle – ډیوني غوییز

د غوییزو نسلونه
په هند کې اخیستل شوی د کاري غوییزو نسل دی. د نسل نوم یې د هند په ماهاراشترا ایالت کې د سیمې نوم دی. نسل یې یوازې د ماهاراشترا ایالت د مارتوانډا سیمې په ناندېد، عثمان اباد، پارباني او بیدار ولسوالیو کې د کار لپاره کاریږي.
Danish Red – سره دنمارکي غوییز

Danish Red – سره دنمارکي غوییز

د غوییزو نسلونه
په انګرېزۍ کې ورته (Red Dane) نوم هم اخلي. د اروپا په شمال کې د شیدو لپاره د غوییزو ساتل کېدونکی نسل دی. کله چې نورې شیدې نه کوي نو د غوښې لپاره کاریږي. نسل یې د دنمارک له سیمه ایزو غوییزو او انجلن غوییزو اخیستل شوی. دواړه انجلن او د دنمارک سره غوییزو د نړۍ نورو هیوادونو هم صادر کړي تر څو د خپلو سیمه ایزو غوییزو نسلونو کې ښه والی پرې رامنځته کړي لکه د لیتوانیا سره غوییز، د ایستونیا سره غوییز، د پولنډ سره غوییز، د بېلاروس سره غوییز، د روسې سره غوییز، د بلغاریا سره غوییز، ... د سره رنګ له امله د استوایي سیمه هیوادونو هم وارد کړي او سور زیبو، ساهیوال، سور سندی او بوتانا غوییزو نسلونه یې رامنځته کړي. د شیدو لپاره مناسب غوییز دي او له هولسټاین فریژن غوییزو یې په شیدو کې د کوچو د شحمو او پروتینو کچه لوړه وي....