Author: Zakria Rahimi

قوم : سهاک د زېږېدو ځای او نېټه : ۱۹۸۸ کابل مسهي لومړنۍ او منځنۍ زدکړې : پېښور کې سید جمال الدین مجاهد لیسه، امام غزالي لیسه، بي بي زینب لیسه له مورنۍ پښتو ژبې سېوا په دري، اردو، انګریزي او فرانسوي ژبو لیکل، لوستل او خبرې کولای شم. له یو کلنۍ تر ۲۰۰۵ کال پورې په پېښور کې، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶/۶/۶ وروسته فرانسې ته راکډه شوم، د ۲۰۱۴ په نومبر کې بلجیم ته ولاړم او اوسمهال د بلجیم په لیج ښار کې مېشت یم.
Danish Jersey – دنمارکي جرزي غوییز

Danish Jersey – دنمارکي جرزي غوییز

د غوییزو نسلونه
له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې تر ۷۳۵۹ کیلو ګرامه شیدې کوي، په شیدو کې یې ۵.۹۰% شحم او ۴.۱۴% پروتین وي. د شیدو لپاره د نورو غوییزو له نسلونو په تنه کې واړه دي. له ۱۸۹۶ څخه تر ۱۹۰۹ پورې له جېرزي ټاپو څخه ۵۲۰۰ غوییز دنمارک ته صادر شوي او هلته یې د نسل اخیستنې ته تر اوسه ادامه ورکړل شوې. په ټوله اروپا کې د جېرزي غوییزو تر ټولو زیات شمېر په دنمارک کې دي او د دنمارک تقریبا ۱۳% د شیدو د غوییزو پاده جوړوي. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد له ۱۱۵ تر ۱۲۰ سانتي متره پورې لوړیږي. د ټول بدن رنګ یې له روښانه خړ تر تور رنګه خړ پورې وي او په یاد رنګ کې سپین نښانونه لري. د پښو، غوږونو او د لکۍ د څوکې رنګ یې ډېر توروالی لري. د غوا وزن یې له ۳۵۰ تر ۴۲۵ کیلو ګرامه پورې وي او د غویي وزن یې له ۵۰۰ تر ۶۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د غویي رنګ کې یې توروالی زیات وي....
Dangi cattle – ډنګي غوییز

Dangi cattle – ډنګي غوییز

د غوییزو نسلونه
په ماراټي ژبه کې یې نوم (डांगी) لیکل کیږي. د هند د غوییزو نسل دی. نسل یې په ډنګ غرنۍ سیمه کې اخیستل شوی، یاده سیمه د ماهاراشترا ایالت په نسیک او احمدنګر ولسوالیو کې ده. له داسې سیمو سره ډېر ژر بلدتیا پیدا کوي چېرې چې درانده بارانونه وریږي. په تنه کې له منځنۍ کچې نیولې تر غټو پورې شته دي. د کار لپاره مناسب نسل ګڼل کیږي. پوستکی یې غوړ ترشح کوي او له همدې امله باراني سیمو کې په اسانۍ ژوند کولای شي.
Dajal – دجال غوییز

Dajal – دجال غوییز

د غوییزو نسلونه
د پاکستان د کاري غوییزو نسل دی. نسل یې د پنجاب په ډېره غازي خان سیمه کې اخیستل شوی. دجال په ډېره غازي خان کې یوه سیمه ده له کومې چې د نسل نوم اخیستل شوی. په ۱۹ پېړۍ کې سیبي بهاګنري نسل له سیمه ایزو غوییزو سره دوه رګه شو تر څو د سیمه ایزو غوییزو په کیفیت کې ښه والی رامنځته کړي، پایله کې یې دجال نسل رامنځته شو کوم چې سیبي بهاګنري نسل ته ورته دی خو د بهاګنري په څېر تنه کې غټ نه دي. د شلمې پېړۍ په پیل کې د پنجاب په لویدیځ کې ډېری خلکو د کار لپاره ساتل. په ۱۹۴۰ لسیزه کې تر یو میلیون زیات وو خو تر ۱۹۸۶ پورې یې شمېر ۷۲۰۰۰ ته راکم شوی وو. له ۱۹۸۶ تر ۲۰۲۳ پورې یې کره شمېر نامالوم دی....
د مغز بې نظمي څه ته وایي ؟

د مغز بې نظمي څه ته وایي ؟

طب
په مغز کې مختلف ډوله ستونزې مختلف لاملونه لري لکه ناروغي، جنتیک او ټپ. د هر لامل خطر، تشخیص او درملنه له یو بل سره توپیر لري. ستاسې مغز ستاسې د بدن د کنټرول مرکز دی. د عصبي سیستم یوه برخه ده، په دې کې شوکي نخاع او د عصابو لویه شبکه او نیورونونه هم شامل دي. عصاب مو د هر څه کنټرول کوي، په بدن کې له ټولو عضلو نیولې تر ټولو حسونو پورې عصاب کنټرول کوي. که چېرې مغز زیان وویني نو د انسان له شخصیت نیولې تر حسونو او حافظې پورې اغیز کوي. ټول هغه حالتونه د مغز بې نظمي ګڼل کیږي کوم چې د مغز په فعالیت اغیز کوي. د مغز ټپي کېدنه د مغز ټپي کېدنه د مغز نسجونو ته، نیورونونو او عصابو ته زیان اړولی شي او له بدن سره یې د اړیکې په وړتیا اغیز کولای شي. د مغز د ټپي کېدنې بېلګې : - د مغز په نسجونو کې د وینې ټینګېدل او له امله یې نسجونو کې پړسوب - د وینې ټیګېدنه - د مغز د نسجونو شینوالی - د سر کوپړۍ کې پړسوب ...
Crioulo Lageano – کریولو لاجېانو

Crioulo Lageano – کریولو لاجېانو

د غوییزو نسلونه
د غوښې لپاره د اوږدو ښکرونو د غوییزو نسل دی. په برازیل کې یې په (raça Crioula Lageana) نوم هم یادوي. تقریبا ۴۰۰ کاله وړاندې د پرتګال خلکو برازیل ته له ځان سره غوییز انتقال کړي وو، او له یادو غوییزو کریولو لاجېانو غوییزو رامنځته شوي. د نسل تر ټولو لمړني پلرونه یې ۴۰۰۰ کاله وړاندې په مصر کې موجود وو او د افریقا له شمال څخه هسپانیا ته صادر شوي. اوسمهال تر ۷۰۰ پورې غوییز پاتې دي. نسل یې فرانکیرا نسل ته ورته والی لري. د فرانکیرا نسل هم ټول ۵۰۰ پورې غوییز په برازیل کې له بزګرو سره پاتې دي....
Corsican cattle – کورسیکن غوییز

Corsican cattle – کورسیکن غوییز

د غوییزو نسلونه
کورس یا کورسیکانا نوم هم ورته اخلي. د فرانسې د غوییزو نسل دی، نسل یې په کورسیکا ټاپو کې اخیستل شوی. د کورسیکا ټاپو دودیز غوییز دي او مخکې یوازې بزګرو د کار لپاره ساتل. د فرانسې د کرنې وزارت یې د نسل په توګه پېژني خو د مالوماتو د ثبت لپاره یې کوم رسمي کتاب او ثبت شوي مالومات نه لري. له ۱۹۶۰ لسیزې را په دیخوا له اوبراک، د الپ نسواري او شارولېز غوییزو سره دوه رګه شوي. دوه رګه نسل یې د اصلي نسل شمېر کم کړی. په ۲۰۰۱ کال کې ۲۸۰۰۰ غواګانې او ۱۳۰۰ غویان موجود وو. بدن یې زېړ رنګه نسواري رنګ کې له روښانه زېړ تر تېز غنمو ته ورته رنګ پورې او خړ رنګ لري. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې د غوا قد تر ۱.۱۵ متره پورې او د غويي ۱.۲۰ متره پورې لوړیږي، د غوا وزن یې ۲۸۰ کیلو ګرامه او د غویي وزن یې تر ۳۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په کورسیکا ټاپو کې د کرنې د چارو لپاره کارېدل، غواګانو یې کمه اندازه شیدې کولې او کوم...
Corriente – کوریانټې غوییز

Corriente – کوریانټې غوییز

د غوییزو نسلونه
په امریکا کې د وړو غوییزو نسل دی. په بنسټیزه توګه د روډیو په نامه سپورت کې کاریږي. نسل یې له کریولو مکسیکنو غوییزو رامنځته شوی او خپله کریولو مکسیکنو غوییز د اېبیریا له هغو غوییز رامنځته شوی کوم چې لمړنیو اروپایانو له ځان سره انتقال کړي وو او په شپاړسمه او اوولسمه پېړۍ کې یې د اوسنۍ مکسیکو مختلفو برخو ته انتقال کړي وو. په ۱۹۸۲ کال کې د (the North American Corriente Association) په نامه اداره جوړه شوه تر څو د کوریانټې غوییزو مالومات راجستر کړي.
د وینې د حجرو بې نظمي

د وینې د حجرو بې نظمي

طب
 وینې د حجرو بې نظمي روغتیایي حالتونه دي او د وینې په سرو او سپینو حجرو کې او یا تر دې هم وړو حجرو کې کومو ته چې قاب یا تخته حجره (Platelet) نوم اخلي ستونزې پیدا کوي - وړې قاب یا تخته حجرې وینه کې د وینې د ټینګېدو یا لخته کېدو لپاره دوران کې وي. د وینې د حجرو درېواړه ډولونه د هډوکي په مغز (bone marrow) کې جوړیږي. سرې حجرې د ټرانسپورټ دنده لري او د بدن ټولو غړو ته اکسیجن او خواړه رسوي، سپینې حجرې مکروب او عفونیت له منځه وړي او وړې قاب حجرې د وینې ټینګېدو کې مرسته کوي. د وینې بې نظمي د یادو حجرو د جوړښت او فعالیت په توازن کې ستونزه رامنځته کوي. د وینې د بې نظمۍ علایم د بې نظمي په هر ډول کې یې علایم توپیر لري. دوینې د سرو حجرو په ټولو بې نظمیو کې عام علایم لاندې یاد شوي : - ستړیا - سا لنډي - په مغز کې د اکسیجن لرونکې وینې د نشتوالي له امله په تمرکز کې ستونزه - د عضلاتو کمزورتیا - د ...
Cika cattle – سیکا غوییز

Cika cattle – سیکا غوییز

د غوییزو نسلونه
په سلوانیایي ژبه کې ورته (Cikasto govedo) نوم اخلي. د لوړو غرونو له څر ځایونو سره بلدتیا لري. په سیمه کې، په دودیزه توګه، د شیدو لپاره ساتل کیږي. نسل یې د سلوانیا په شمال لوېدیځ کې، د لوړو غرونو په سیمه کې اخیستل شوی. نسل یې دوه ډولونه لري یو د ټولمین سیکا او بل یې بوهېنج سیکا په نوم یادیږي. په پیل کې تر ټولو زیات ساتل کېدونکی نسل وو خو په ۱۹۶۴ کې نسل اخیستونکو له بهر نور نسلونه وارد کړل لکه د سویس نسواري غوییز او له همدې امله د سیکا غوییزو نسل دومره کم شوو چې له ورکېدو سره مخ شو. وروسته یې بیا ځلې د نسل اخیستنې پروګرام پیل شو او په ۲۰۲۰ کال کې تر ۵۵۳۰ غوییزو پورې رسېدلي وو....
Tipo Carora – ټیپو کارورا غوییز

Tipo Carora – ټیپو کارورا غوییز

د غوییزو نسلونه
په وېنزوېلا کې د شیدو لپاره اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. نسل یې له سیمه ایزو کریولو غواګانو او د نسواري سویس غویانو اخیستل شوی. نوم یې د وېنزوېلا په لارا ایالت کې د کارورا ښار له نوم اخیستل شوی. د نسل اخیستنې چارې یې په ۱۹۳۰ لسیزه کې پیل شوې وې.  
Speckle Park – خال لرونکي پارک غوییز

Speckle Park – خال لرونکي پارک غوییز

د غوییزو نسلونه
د غوښې لپاره د کاناډا عصري د غوییزو نسل دی. د نسل اخیستنې چارې یې په ۱۹۵۹ کې، د کاناډا په ساسکاچوان ولایت کې پیل شوې وې. نسل یې د انګلستان له ابېرډین انګس او بې ښکرو غوییزو اخیستل شوی. په کال ۱۹۹۵ کې د نسل په توګه وپېژندل شول او د کاناډا حکومت په ۲۰۰۶ کې جلا نسل وګڼه. نسل یې ایرلنډ، استرالیا او انګلستان ته هم صادر شوی.
Camargue cattle – کمرګ غوییز

Camargue cattle – کمرګ غوییز

د غوییزو نسلونه
نسل یې د فرانسې په سوېل کې د رون سیند په سیمه کې اخیستل شوی. د کمرګیز په نوم د منډې په لوبه کې کاریږي. د فرانسې په یاده سیمه کې د غوییزو له دوه نسلونو یو دی کوم چې نیمه وحشي روزل کیږي، دوېم نسل ته یې براوا نوم اخلي او له ۱۹۹۶ څخه د سپورت لپاره روزل کیږي. په سیمه کې یې خلک د راسوا دي بیو (Raço di Biòu) په نامه هم پېژني. په یاده سیمه کې د کوچنیو اسونو نسل هم شته او یاد نسل ته هم د کمرګ اسونه نوم اخلي. د کمرګ غوییز تور رنګ لري، ډېر کم وخت په تېز نسواري رنګ کې هم پیدا کیږي. غټ ښکرونه لري، ښکرونه یې په بېخ کې خړ رنګ لري، په منځ کې کریمي او د ښکرونو څوکې یې تېز رنګ لري. کوم غوییز چې د سپورت لپاره روزل کیږي خصي شوي وي. له لوبې پرته تر ۲۰۰۰ پورې غوییز هر کال د غوښې لپاره پلورل کیږي....
د کولمې د پړسوب د ناروغي د تشخیص لپاره کومې ازموینې کیږي ؟

د کولمې د پړسوب د ناروغي د تشخیص لپاره کومې ازموینې کیږي ؟

طب
د کولمې د پړسوب ناروغي هغو روغتیایي حالتونو ته وایي کوم چې په کولمه کې اوږمهاله پړسوب پیدا کوي. دوه ډولونه لري : - د (Ulcerative colitis UC) ډول یې غټه کولمه باندې اغیز کوي - د (Crohn’s disease) حالت د هاضمې کانال کې، په هره برخه کې پړسوب پیدا کولای شي د کولمې د پړسوب د ناروغي علایم د نورو ناروغیو علایمو ته ورته والی لري او له همدې امله یې تشخیص ستونزمنه چاره ده. علایم یې ګېډه کې درد، نس ناستی، ستړیا، وزن له لاسه ورکول او په غایطه موادو کې وینه لرل دي. ډاکټر په پیل کې ازموینې کوي تر څو د کولمې د پړسوب ناروغي تشخیص کړي خو کله چې تشخیص شي بیا یې د ډول مالومولو هڅه کوي. سم تشخیص یې د علایمو د ارامولو او مدیریت لپاره لمړی بریالی ګام دی. د کرون د ناروغي تشخیص او درملنه ډاکټر مو په لمړي ګام کې د پوښتنو له لارې د روغتیا د مخینې په اړه پوښتنې کوي، له هغې وروسته ممکن فزیکي ازموینه وکړي او له...
مور زادي نیمګړتیاوې

مور زادي نیمګړتیاوې

طب
کله چې ماشوم په زېلانځ کې وده کوي د ودې پرمهال په ماشوم کې رامنځته شوو روغتیایي نیمګړتیاو ته مورزادي نیمګړتیاوې وایي. مورزادي نیمګړتیاوې ممکن د پام وړ جدي او یا غیرې جدي وي. مورزادي نیمګړتیا په فزیکي جوړښت، د یوه غړي په فعالیت، په فزیکي او زهني ودې اغیز کوي. کله چې مور اومیدواره شي نو زیات شمېر نیمګړتیاوې د اومیدوارۍ تر درې میاشتو تشخیص کېدای شي، تر دې وخته پورې د ماشوم د بدن غړي د شکل اخیستو په حال کې وي. ځینې مورزادي نیمګړتیاوې بې زیانه وي خو ځینې یې اوږدمهاله درملنې او روغتیایي پاملرنې ته اړتیا لري او ځینې وخت د ماشوم د مړینې لامل کیږي. څه د مور زادي نیمګړتیاو لامل کیږي ؟ لمړی لامل یې جنتیک دی، د ژوند طریقه او چلند، درېم ځینې درمل کارول او کیمیاوي توکو ته څرګندتیا ده، شپږم د اومیدوارۍ پر مهال عفونیت او اووم د یادو شوو فکتورونو ترکیب دی. د ځینې مورزادي نیمګړتیاو لاملونه په دقیقه توګه ن...
د کرون ناروغي علایم

د کرون ناروغي علایم

طب
د کولمې د پړسوب د ناروغي د بل حالت (یو سي) په پرتله د کرون د ناروغي تشخیص ستونزمن وي، لامل یې دا دی چې د کرون ناروغي د هاضمې د کانال په یوه برخه کې نه وي بلکې له خولې تر مقعد پورې هره برخه کې امکان لرلای شي، همداسې د هاضمې د کانال هره برخه کې یې علایم توپیر لري. عام علایم یې نس ناستی، وزن کمېدل، د ګېډې نیول کېدنه، بې انرژي کېدل دي. ګېډه کې له خوراک پس معولا یو ساعت پس درد پیل کیږي، درد تر ډېره پورې د ګېډې ښي اړخ او لاندې برخه کې وي، د ګېډې کمه اندازه پړسېدنه او ګوړګوګوړهاری هم پکې عام وي او ممکن له خوړو سره یې پړسوب او ګېډه کې غږ تړاو ولري. که چېرې پړسوب یوازې د ګېډې یوه برخه کې وي، درد ولري، تبه ورسره وي یا پوستکي کې سوروالی ورسره پیدا شي نو دا د عفونیت او ټپ له امله د کولمې د بندېدو ښودونکی حالت دی او اړینه ده چې سملاسي روغتون ته ولاړ شئ. تر ۴۳ % پورې ناروغانو کې امکان لري چې له مقعد سر...
د کرون په ناروغي ځان پوه کول

د کرون په ناروغي ځان پوه کول

طب
د کرون ناروغي د هاضمې په کانال اغیز کوي او ناروغ کې نس او په غایطه موادو کې د وینې په څېر علایم پیدا کوي. په خوړو کې بدلون او ځینې درمل کولای شي علایم یې کنټرول کړي، خو ځینې کسان بیا جراحي ته اړتیا لري. له تېرو ۳۰ کالو تر اوسه پورې هڅه کیږي چې د درملنې اغیزمنه طریقه یې پیدا شي خو تر اوسه یې درملنه نشته او درمل یې یوازې علایم ارامولی شي. څېړونکي په دې اند دي چې پرې د پوهېدو لپاره او د اغیزمنې درملنې لپاره نورو څېړنو ته اړتیا ده. د کرون ناروغي له خولې نیولې تر مقعد پورې د هاضمې په کانال کې په هره برخه اغیز کولای شي، د هاضمې د کانال یوه برخه اغیزمنه کولای شي او لوی واټن پرېښودی او بیا بلې برخې باندې اغیز کولای شي. د علایمو کچه یې له نرمو نیولې تر دومره ځواکمنو پورې امکان لري چې ناروغ کمزوری او له لاس پښو وغورزوي. علایم یې کولای شي د ژوند ګواښونکي شي. علایم یې په تدریجي توګه وده کوي او د وخت ...
د غټې کولمې پړسوب او ټپ څه دی ؟

د غټې کولمې پړسوب او ټپ څه دی ؟

طب
د کولمې د پړسوب د ناروغي یو ډول دی. علایم یې له ځواکمنو نیولې تر نرمو علایمو پورې امکان لري. په ځینو حالتونو کې شته وي خو علایم یې دومره کمزوري وي چې ناروغ یې شتون نشتي تجربه کولای. د درملنې موخه یې د علایمو کمول او مدیریت وي. څېړونکي ګمان کوي چې لامل یې بې کچې زیات فعال ایمني سیستم دی خو تر اوسه یې روښانه لامل نه دی مالوم. تر ۱۴ % کسانو کې ارثي وي. د هر رنګ خلکو کې پیدا کېدلای شي خو تر ټولو زیات په سپین پوستو کې عام دی. چاپېریالي فکتورونه، باکتریا، ویروسونه، خواړه او نور انټي جېن د ایمني سیستم غبرګون راپارولی شي. کوم درمل چې د خولې له لارې د اومیدوارۍ د مخنیوي لپاره خوړل کیږي هم په غټه کولمه کې پړسوب پیدا کولای شي. تشخیص یې د وینې په ازموینه، د غایطه موادو په ازموینه، سي ټي سکېن، اېنډوسکوپي، بیوپسي، د انعطاف وړ سېګمواېډوسکوپي او کولونوسکوپي کیږي. که چېرې مو ګېډه کې بې کچې درد وي، کولم...
د کولمې د پړسوب ناروغي او له ځان سره د مرستې لارې چارې

د کولمې د پړسوب ناروغي او له ځان سره د مرستې لارې چارې

طب
د کولمې د پړسوب د ناروغي د علایمو بېرته را ګرځېدلو کې ممکن د سټرس مدیریت او د کار پرېښودل یا رخصت کول له تاسې سره مرسته وکړي خو که علایم یې ځواکمن وي نو درملنې ته اړتیا لري. که چېرې تاسې د کولمې د پړسوب ناروغي لرئ نو اړینه ده چې داسې څوک هم ولرئ کوم چې د علایمو د بېرته را ګرځېدو پر مهال تاسې سره مرسته کولای شي، همداسې په خپله هم د ځان خیال وساتئ. لاندې اووه داسې لارې چارې یادې شوي کومې چې له تاسې سره د علایمو په مدیریت کې مرسته کوي. ۱ - له هغو کسانو سره یې په اړه خبرې وکړئ په کومو چې تاسې باور لرئ : د باور وړ نږدې کس سره خبرې یوازې په تاسې کې د علایمو فشار نه کموي بلکې نږدې کس کې ستاسې د روغتیا په اړه پوهاوی هم رامنځته کوي او که چېرې ناڅاپه تاسې د علایمو بېرته راګرځېدل تجربه کړئ نو یاد کس تاسې ته په مناسبه طریقه د مرستې وړاندیز کولای شي او په مناسبه طریقه مو مرسته کولای شي. که چېرې تاسې د...
د کولمې د پړسوب د ناروغي دوه ډولونه او خپله کې یې توپیر

د کولمې د پړسوب د ناروغي دوه ډولونه او خپله کې یې توپیر

طب
په انګرېزۍ کې د کولمې د پړسوب ناروغي ته (inflammatory bowel disease) نوم اخلي او هریو ډول ته یې (Crohn’s disease) او (ulcerative colitis) نومونه اخلي. په دواړو ډولونو کې د بدن ایمني سیستم غېرې نورمال غبرګون ښي او ځینې علایم یې یو بل ته ورته دي خو یو بل سره لوی توپیر هم لري لکه د هاضمې په کانال کې د پړسوب موقیعت او درملنې ته غبرګون. د دواړو په توپیر پوهېدل یې ناروغ سره مرسته کوي چې خپل علایم په سمه توګه ډاکټر ته ووایي او تشخیص یې ممکن کړي. لاندې جدول کې یې ورته والی او توپیر په ګوته شوی د کرون علایم د یو سي علایم ګډ علایم د کرون درملنه د یو سي درملنه د مفصلونو درد ناڅاپه رفع حاجت ته اړتیا پیدا کېدل وزن کمېدل سټېرویډونه (موقتي) بیولوجیکي درملنه انتي بیوتیک (که چېرې د عفونیت یا فیستولاس له امله ریم جمع شوی وي) سټېرویډونه (موقتي) بیولوجیکي درملنه انتي بیوتیک (که چېرې ...
د کولمې د پړسوب لپاره بیولوجیکي درملو ته ورته درمل

د کولمې د پړسوب لپاره بیولوجیکي درملو ته ورته درمل

طب
د کولمې د پړسوب لپاره بیولوجیکي درمل ډېر اغیزمن دي خو قیمت یې ډېر لوړ دی. په اوس وخت کې بیولوجیکي درملو ته ورته درمل جوړ شوي، په انګرېزۍ کې ورته د (Biosimilars) نوم اخلي او قیمت یې هم تر بیولوجیکي درملو ډېر کم دی. دا چې قیمت یې کم دی نو اغیز یې هم کم دی او که نه ؟ د دې سوال د ځواب لپاره لیکنه تر پایه ولولئ. بیولوجیکي درملو ته ورته درمل څه دي ؟ بیولوجیکي درملو ته ورته درمل داسې تولید شوي درمل دي کوم چې تقریبا د بیولوجیکي درملو په څېر دي. اړینې برخې یې یو بل ته ورته دي لکه فعال اجزاء، بدن کې د کار کولو طریقه او د ډوز کېدو طریقه. فارمسي یې له دې پرته د سرطان او سوریاټېک ارترایټېس د درملنې لپاره هم تولیدوي. کله چې یو شرکت د څېړنو له مخې یو درمل جوړ کړي نو جوړولو سره یې له حکومت د تولید جواز هم اخلي او یاد جواز یې له نورو د تولید حق اخلي. د تولید حق یې تر ۲۰ کالو پورې محفوظ وي او له شلو کل...