Author: Zakria Rahimi

قوم : سهاک د زېږېدو ځای او نېټه : ۱۹۸۸ کابل مسهي لومړنۍ او منځنۍ زدکړې : پېښور کې سید جمال الدین مجاهد لیسه، امام غزالي لیسه، بي بي زینب لیسه له مورنۍ پښتو ژبې سېوا په دري، اردو، انګریزي او فرانسوي ژبو لیکل، لوستل او خبرې کولای شم. له یو کلنۍ تر ۲۰۰۵ کال پورې په پېښور کې، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶/۶/۶ وروسته فرانسې ته راکډه شوم، د ۲۰۱۴ په نومبر کې بلجیم ته ولاړم او اوسمهال د بلجیم په لیج ښار کې مېشت یم.
Illawarra Shorthorn – ایلاوارا د لنډو ښکرو غوییز

Illawarra Shorthorn – ایلاوارا د لنډو ښکرو غوییز

د غوییزو نسلونه
د شیدو لپاره ساتل کېدونکی د استرالیا د غوییزو نسل دی. د نسل اخیستنې سرچینه یې نه ده مستنده شوې خو ګمان کیږي چې نسل یې د اېرشېر، ډیون او د شیدو د غوییزو نسل په دوه رګه کولو رامنځته شوی. له لنګېدو تر وچیدو پورې موده کې ۴۸۲۹ لیتره پورې شیدې کوي خو که چېرې ښه وساتل شي نو تر ۶۷۳۳ لیتره پورې شیدې کولای شي. په شیدو کې یې د غوړو یا شحمو اندازه ۴ % او د پروتینو اندازه ۳.۴% وي. غواګانې یې ډېر ارام طبیعت لري او زیات عمر کوي. اضافي خوړو ته اړتیا نه لري، له صفر درجې نیولې تر ۴۰°C درجو تودوخې سره د مقاومت وړتیا لري. خسکیان او سپرم یې مرکزي امریکا، اندونیزیا، جاپان، کوریا، پاکستان، کاناډا، منځني ختیځ، نیوزلنډ، متحده ایالتونو او انګلستان ته صادر شوي....
Icelandic cattle – ایسلنډي غوییز

Icelandic cattle – ایسلنډي غوییز

د غوییزو نسلونه
په ایسلنډي ژبه کې یې نوم (íslenskur nautgripur) لیکل کیږي. د ایسلنډ د غوییزو نسل دی. سیمې ته په لمړي ځل غوییز تقریبا زر کاله وړاندې کله چې ایسلنډ کې خلک مېشت کېدل انتقال شوي. مختلفو رنګونه او نښانونه لري. په جنتیکي توګه تقریبا زر کاله له نورو غوییزو جلا ساتل شوي خو په ناروي کې له نارډلنډ او ټروېنډر غوییزو سره نږدې تړاو لري. ایسلنډ ته د غوییزو واردول بند دي او همداسې له ناروغیو یې په کلکه ساتنه کیږي. د شیدو لپاره تنه کې کوچنی ساتل کېدونکی نسل دی. تقریبا ۹۵ % غواګانې او غویان یې په طبیعي توګه بې ښکرو وي. له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې کمزورې غوا تقریبا تر ۶۰۰۰ کیلو ګرامه او ښه ساتل شوې غوا تر ۱۱۰۰۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي. د کال په اوږدو کې تقریبا ۸ میاشتې د ایسلنډ هوا سړه وي او سیمه کې غوییز بند ساتل کیږي، په دې موده کې ورته غله، ساتل شوې ګیا او بوس ورکول کیږي. په اوړي کې څرول کیږي او ...
Vianesa – ویانېسا غوییز

Vianesa – ویانېسا غوییز

د غوییزو نسلونه
د هسپانیا په شمال کې، د ګاليسیا په نامه د خودمختاره سیمې د غوییزو نسل دی. نوم یې د "ویانا دو بولو" له سیمې اخیستل شوی. په ۲۰۲۲ کې یې شمېر ۳۰۰۰ ته رسېده او په ۲۰۲۳ کې د ورکېدو له خطر سره مخ شوی نسل وګڼل شو. د بدن رنګ یې تېز نسواري وي او د غړو د څوکو رنګ یې تر نورو برخو ډېر خیره یا تېز وي. د غوا رنګ یې د غويي په پرتله روښانه وي. د مخکینیو پښو په وږو کې د غویي قد تر ۱۳۸ سانتي متره او د غوا تر ۱۳۲ سانتي متره پورې لوړیږي. د غویي وزن تر ۸۵۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۵۹۳ کیلو ګرامه پورې رسیږي....
Tudanca cattle – تودانکا

Tudanca cattle – تودانکا

د غوییزو نسلونه
د هسپانیا په شمال کې د کانتابریا سیمې د غوییزو نسل دی. نوم یې د تودانکا په نامه د کلي له نوم څخه اخیستل شوی. مخکې د وسایلو د انتقال لپاره کارېده او د کانتابریا له سمندر غاړې توکي پرې وړل کېدل. غویان یې اوس هم د تیږې کش کولو په سیمه ایز سپورت کې کاریږي. د مخکینیو پښو په وږو کې یې د غويي قد تر ۱۵۰ سانتي متره او د غوا تر ۱۳۵ سانتي متره پورې لوړیږي، د غويي وزن تر ۴۲۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۳۲۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. رنګ یې له خړ تر تور پورې امکان لري. په ملا کې روښانه پراډه لري. اوږده ښکرونه یې ډېری وخت بهر ته وتلی جوړښت لري. له غرني چاپېریال سره بلدتیا لري، په سیمه کې یې خلک د جون میاشت کې غرونو ته شړي او اکتوبر پورې یې په غرونو کې پریښي وي خو په مني او ژمي کې یې بېرته کلیو ته راکوزوي.  ...
Terreña – تېرېنا غوییز

Terreña – تېرېنا غوییز

د غوییزو نسلونه
په باسک ژبه کې یې نوم (Behi terreña) لیکل کیږي. د هسپانیا په شمال کې د باسک خودمختاره سیمې غرني غوییز دي. مخکې د کار، غوښې او شیدو لپاره ساتل کېدل خو اوسمهال یوازې د غوښې لپاره ساتل کیږي. غویان یې، په سیمه کې، د لویې ډبرې د کش کولو د سپورت لپاره کارېدل. له اپرېل تر نومبر پورې ازاد په غرونو کې څرول کیږي خو د ژمي میاشتې بیا د سیمې په کلیو کې تېروي. په ۱۹۹۱ کال کې یې شمېر تر ۲۰۸ غوییزو پورې را کم شوی وو خو تر ۲۰۱۴ کال پورې یې شمېر بېرته تر ۲۴۷۴ پورې ورسول شو، په یاد شمېر کې ۲۲۶۰ غواګانې او ۲۱۴ غویانو وو....
Pirenaica – پایرې نېکا غوییز

Pirenaica – پایرې نېکا غوییز

د غوییزو نسلونه
په باسک ژبه کې ورته (Behi-gorri) نوم اخلي. په شمال ختیځې هسپانیا کې د پیرینې غرونو نسل دی. د هسپانیا د شمال په زیاتو برخو کې یې خلک ساتي. له غرني چاپېریال او لوند اقلیم سره بلدتیا لري. په شلمه پېړۍ کې یې نسل د ورکېدو له خطر سره مخ وو خو اوسمهال یې د نسل اخیستنې چاره پیل شوې او شمېر یې بېرته زیات شوی. مخکې د درې موخو کار، غوښې او شیدو لپاره ساتل کېدل. اوس یوازې د غوښې لپاره ساتل کیږي. غویان یې په سیمه کې د (arrastre de piedra) په نامه د سپورت لپاره کارول کیږي، په دې سپورت کې په غویانو لویې ډبرې کش کیږي. د نسل سرچینه یې نامالومه ده، په ۱۹۰۵ کې یې د نسل د مالوماتو د ثبت لپاره کتاب جوړ شو. په شلمه پېړۍ کې د سویس د نسواري غوییزو نسل په لویه کچه هسپانیا ته وارد شو او دې چارې پایرې نېکا غوییزو ته پاملرنه کمه کړه، خو وروسته له وارد شوي نسل سره دوه رګه شول تر څو یې وزن کې زیاتوالی رامنځته شي. په...
Sayaguesa – سایاګېزا

Sayaguesa – سایاګېزا

د غوییزو نسلونه
په اوسمهال کې ډېر کم پاتې د هسپانیا د غوییزو نسل دی. نوم یې د زامورا ولایت له سیاګو سیمې اخیستل شوی. په زومرانا، مولېس دې سایاګو او کاستیانا واردینا نومونو باندې هم پېژندل کیږي. په بنسټیزه توګه د کار لپاره ساتل کېدل خو له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته کله چې د کرنې چارې میخانیکي شوې نو د یاد نسل د ساتلو موخه کې بدلون رامنځته شو او اوس یوازې د غوښې لپاره ساتل کیږي.. په ۱۹۶۰ لسیزه کې هڅې پیل شوې چې نسل یې له فریژن ، د سویس نسواري او د فرانسې شارولې غوییزو سره دوه رګه کړي. په ۲۰۰۹ کې یې نسل ۴۵۰ غوییزو ته راکم شو، د نسل ژغورنه یې پیل شوه او په ۲۰۱۵ کې تر ۱۶۱۲ ته یې شمېر لوړ شوی وو. نر او ښځه کې یې لوی توپیر موجود وي. غویی یې تر ۱۱۰۰ او غوا تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. د غويي قد تر ۱۵۸ او د غوا تر ۱۵۴ سانتي متره پورې رسېدای شي. بدن یې تور رنګ کې وي او ځینې وخت یې د ګېډې رنګ د نورو برخو په پرتله...
په خبرو اترو کې “وکړئ” او “مه کوئ”

په خبرو اترو کې “وکړئ” او “مه کوئ”

اروا پوهنه
وکړئ : - د بحث له پیل کولو مخکې ځان په دې پوه کړئ چې ولې یې پیل کوې. - په بحث کې د ستونزې حل ته وخت وقف کول - په ارام سیده کیناستل او یا ارام درېدل او د سترګو اړیکه ساتل - د ستونزې له امله د خپل احساس په اړه خبرې کول - کله چې مقابل کس سمه خبر کوي نو خبر یې تاید یا تصدیق کړئ - خبرې په ستونزه متمرکزې ساتل او بلې موضوع ته نه تلل - که چېرې بحث په فزیکي شخړه بدلېدونکی وي په ارام سره واټن اخیستل او ځای پرېښودل مه کوئ : - په بې احترامي او برید کوونکي چلند د بحث پیل کول - بل ته په خبرو کې بد احساس ورکول - په موضوع د خبرو په ځای په عمومي ډول هر څه کې بل ملامت ښودل - پخوانۍ نا حل شوې ستونزې بیانول - پرته له دې چې ستونزه حل شي د بحث په نیمه کې پرېښودل - د خپل ځان د سلامت او د بل ملامت ښودلو لپاره د نورو خلکو نظرونه بیانول - په شپه کې بحث کول، یو یا دوه ساعته بحث ته ادامه ورکول...
په خبرو اترو کې بایلونکی او ګټونکی

په خبرو اترو کې بایلونکی او ګټونکی

اروا پوهنه
فعال اوسېدل دې ته وایي چې ته د خپل ژوند مسولیت په خپله واخلې. دا داسې مانا لري لکه غویی چې له ښکرونو را ونیسې او د کنټرول لپاره یې باید ته بشپړ ځواک ولرې. دا ځواک ستا پوهه، وړتیاوې او تجربه ده. د ژوند مسولیت په غاړه اخیستل او فعال اوسېدل دې ته وایي چې ته خپلې کیشتۍ کې خپله په سفر روان شې. تا سره به دې کیشتۍ کې وروسته د منفي او مثبت فکر خلک، ستا جنتیک او ښې او بدې پېښې هم ناستې وي او ته به د موخو، لاسته راوړنو او بریاو په لور روان یې. وروسته سپاره به هڅه کوي چې د موخې په لور تګ کې ستا د ژوند کنټرول خپل لاس کې واخلي خو ته به دوي ته غبرګون نه ښیې کنه نو د موخې په لور له کړنو به دې پام خلکو ته په غبرګون ښودلو کې بوخت شوی وي. ته خپل وخت او ژوند د موخې او بریا په لور تګ کې په دوامداره کړنو بدلوې. په دې سفر کې یو شی له تا هیڅوک نشي اخیستلای او هغه ستا د خوښې لرلو یا انتخاب وړتیا ده. د ژوند مسو...
اغیزمنې خبرې اترې او ډاکټر

اغیزمنې خبرې اترې او ډاکټر

اروا پوهنه
۱ - ستا او د بل کس ترمنځ لفظي، غیرې لفظي خبرو، د غږ څرنګوالي، د مخ څرنګوالي، اشارو، د بدن فزیکي ژبې او فعل او انفعال ته وایي. ۲ - لفظي خبرې مختلف ډوله اورېدونکو ته په روښانه توګه د خپل نظر د بیانولو وړتیا لرلول ته وایي. ۳ - غیرې لفظي خبرې د مخ په څرنګوالي، اشارو، د غږ په څرنګوالي، د سمبولو ا انځورونو په ښودلو د خبرو د بیان د ځواکمنولو وړتیا ته وایي. ۴ - د اغیزمنو خبرو اترو لپاره تاسې باید په خپلو احساساتو، سټرس، تعصب، دفاعي حالت اختیار کولو برلاسي شئ تر څو متقابل پوهاوی رامنځته کړل شي. په طب کې خبرې اترې : - د تشخیص تشرېح کول، تفتیش یا پلټنه او درملنه - په پرېکړې کولو کې د ناروغ شاملول - د ناروغ له خپلوانو سره په ځینې حالتونو کې خبرې کول - د طب اړوند له نورو مسلکي کسانو سره خبرې کول - د عملیات او ورته پروسیجر په اړه د ناروغ هوکړه یا رضایت ترلاسه کول - که ناروغ تشویش لري او یا د ن...
د اغیزمنو خبرو اترو اړتیا

د اغیزمنو خبرو اترو اړتیا

اروا پوهنه
- اغیزمنې خبرې اترې پېښې شوې ستونزې هواروي، د ستونزو د پېښېدو مخنیوی کوي، د مخالفت او شخړو هواری او مخنیوی کوي. - اغیزمنې خبرې اترې خبرې لنډوي او د وخت سپما یا له ضایع کېدو ژغورنه کوي. - اغیزمنې خبرې اترې اړیکې جوړوي، په اړیکې کې باور جوړوي، کار ځای کې ټیم جوړوي. - اغیزمنې خبرې اترې ستاسې پوهه زیاتوي او د پوهې زیاتېدل مو خوښو کې ښه والی رامنځته کوي. - اغیزمنې خبرې اترې تاسې ته دا وړتیا درکوي چې کور، ټولنې او کار ځای کې روغتیا لرونکې اړیکې جوړې کړئ او د اړیکو ساتنه مو وکړئ. - اغیزمنې خبرې اترې مونږ ته دا وړتیا راکوي چې نور خلک درک کړای شو، توپیرونه درک او احترام یې وکړای شو. د توپیرونو له امله په رامنځته شوي وضعیت ځان پوه کړای شو. - اغیزمنې خبرې اترې یوه وړتیا ده او د کار مالک او کار کوونکي یې د کار ځای کې اړتیا ورته لري. - د خپلو اړتیا او حقونو د بیان او وکالت لپاره د اغیزمنو خبرو ا...
د غیزمنو خبرو اترو وړتیا کې اړین ټکي

د غیزمنو خبرو اترو وړتیا کې اړین ټکي

اروا پوهنه
د اغیزمنو خبرو اترو وړتیا له مختلو وړتیاو جوړه ده او دا مختلفې وړتیاوې په ګډه کاریږي تر څو تاسې په اغیزمنه توګه خبرې اترې وکړای شئ. خبرې اترې د مختلف ډوله مالوماتو تر بل رسول او له بل ترلاسه کولو ته وایي. ځینې وخت ممکن تاسې نوي نظرونه، نوی احساس او یا د خپلې پروژې اوسمهالیزه مالومات له نورو سره شریک کړئ او ځینې وخت ممکن دا مالومات تکراري وي او تاسې ډېره بلدتیا ورسره ولرئ. په ملګرتیا کې تل ریښتینولي، مهرباني، باور او پوهاوی وده کوي. همداسې د کار ځای اړیکو کې هم یادو شوو ته وده ورکول اړین دي. په کار ځای کې خلک تر ډېره هغو نظرونو ته ځواب وایي چې له بیان سره یې په ځان باور هم مل وي لکه د سترګو اړیکه، نېغ کېناستل یا درېدل، خپل نظر او فکر مخکې له مخکې د وینا لپاره چمتو کول. نیوکه کول او د بل نیوکه زغمل د هغه کس ځانګړنه وي کوم چې د اغیزمنو خبرو اترو وړتیا لري. دا ډول کسان بل ته د رغونکې نی...
نیوکې

نیوکې

اروا پوهنه
ډېری خلک کله چې د نیوکې نوم واوري نو فکر کوي چې رد یا د نه تصدیق کولو د قضاوت مانا لري خو د نیوکې مانا د کیفیت په اړه څېړنه او قضاوت دی، نیوکه د پرتله ایز ارزښت ارزونه ده. د ډېرو خلکو فکر کې د "نیوکې" کلیمه په ډېره اسانۍ منفي مانا تولیدوي. که چېرې تاسې باندې کوم کس نیوکه وکړي نو لمړی زهن کې له ځانه دا پوښتنه وکړئ چې څه مو ناسم وکړل چې نیوکه درباندې وشوه. که تاسې په چا نیوکه کول غواړئ نو لمړی د نورو مخ کې نیوکه مه پرې کوئ، دوېم په یو ځل ټولې نیوکې مه کوئ، درېم نورو خلکو سره یې چارې مه پرتله کوئ او یا یې د بېلګې په توګه مه ورته یادوئ، څلورم د لارښونې لپاره داسې موقع ولټوئ کومه چې د ورزده کولو لپاره مناسبه وي، پنځم خبرو کې داسې جملې وکاروئ چې نیوکې او د سمون وړاندیز ته مو د ټیم د چارو شکل ورکړي، اتهام رغونکې نیوکه نه ده. د نیوکې لپاره لاندې ټکو ته پام کوئ : - په چلن او کړنو نیوکه وکړئ، په ...
د غسې کنټرول

د غسې کنټرول

اروا پوهنه
هر انسان وخت نا وخت غسه کیږي. غسه د انسان ځانګړنه ده خو انسان له مور په غسه نه دی پیدا شوی بلکې همدې نړۍ کې یې غسه زده کړې او لکه د نورو زدکړو په څېر یې د کارولو او نه کارولو خوښه لرلای شو د بېلګې په توګه انسان په ښي لاس خوراک کول زده کړی خو په چپ لاس هم خوراک کولای شي او د ښي لاس له کارولو ډډه کولای شي. څرنګه غسه کس ارامولی شو ؟ - غسې ته یې په ټول پام غوږ کېږدئ او که چېرې اړتیا وي چپتیا غوره کړئ - خبرو کې یې مداخله مه کوئ - غسه کس ته هېڅ کله مه وایئ چې اوس نوره غسه مه کوه برعکس د غسې تصدیق وکړئ - غسه کس ته له نصیحتونو کولو ډډه وکړئ - د غسه کس د پیغام په تایدولو او تصدیق کولو ځواب ویونکی اوسه - د خپلې مرستې په اړه مشخص اوسه او بې ځایه وعدې مه کوه - غسه کس ته له غسې د وتلو لار پرانیستې پرېږده او د غسې حال کې یې په ګډو وډو تمرکز مه کوه...
مخالفت

مخالفت

اروا پوهنه
هر انسان مخالفت تجربه کوي. مخالفت د انسانانو د فعل او انفعال یو فکتور دی. کله هم چې دوه یا ډېر انسانان خپله کې خبرې اترې کوي نو د ناسم پوهاوي ډېر امکان شته وي کوم چې د مخالفت لامل کیږي. د مخالفت د مدیریت څرنګوالی زمونږ له روغتیا او د اړیکو ساتنې سره مستقیمه اړیکه لري. په مخالفت کې لاندې درې اړینو اړخونو ته ډېر پام کوئ : ۱ – په ټول پام سره غوږ کېدل تر څو د مخالفت سر چینه پیدا کړې ۲ – د هوکړې لپاره هڅه ۳ – مقابل کس ته له مخالفت د وتلو لار پرېښودل د مخالفت د هوارېدو مخنیونکي – د یوې ستونزې په اړه ډېر ژر قضاوت کول – د حل لارې لټولو په ځای ځواب لټول او فکر کول چې ځواب مو تر مقابل لوري غوره دی – فکر کول چې په هر قیمت زه باید سلامت واوسم – دا پرېکړه کول چې ستونزه د مقابل لوري ده او ستا نه ده د مخالفت حل لار ډېره ساده وي خو انسانان ډېری وخت د حل لارې په ځای د مخالفت د هوارېدو مخونیونکو ت...
خبرې اترې څه ته وایي ؟

خبرې اترې څه ته وایي ؟

اروا پوهنه
ډېری تعریفونه لري خو په ساده توګه خبرې اترې : - لېږل شومالوماتو ته وایي - لفظي یا غیرې لفظي پیغام ته وایي - داسې بهیر ته وایي په کوم کې چې په سمبولونو، نښانونو او چلند د وګړو ترمنځ د مالوماتو تبادله کیږي خبرې اترې درې اړینې برخې لري : - ته - ستا اورېدونکي - ستا پیغام ته د خبرو اترو بهیر ته مسلکي تجربه، پوهه او روزنه راوړې او د راوړنې لپاره تا د کار له مالک سره د یادې چارې لپاره باور جوړ کړی، له عامه خلکو، همکارانو او رسنیو سره دې باور جوړ کړی. خبرې اترې څلور ابزار لري : - غوږ ایښودل - خبرې کول - لوستل - لیکل هر انسان کولای شي چې څلور واړه زده کړي او په تمرین کولو سره ښه والی پکې رامنځته کړي. د مالوماتو ترلاسه کول او کارول په خبرو اترو کې مونږ څومره مالومات ترلاسه کوو له مختلف فکتورونو سره تړاو لري. هر کس د زده کولو لپاره جلا طریقه لري او دا ډېره اړینه چې خپله طریقه باندې ځا...
د خبرو اترو طریقو کې توپیر

د خبرو اترو طریقو کې توپیر

اروا پوهنه
په کار ځای، ټولنې او کورنۍ کې د نورو په اړه پوهاوی لرل اړین وي تر څوی له دوي سره اغیزمنې خبرې وکړای شو او د خبرو اترو له لارې ښې اړیکې ورسره جوړې کړای شو. ۱ - مستقیمه طریقه : د خبرو اترو مستقیمه طریقه قاطع، سیالي کوونکې، مستقله، په ځان باور لرونکې وي. دا ډول خلک متمرکز، د موخې تر لاسه کولو په لور تګ کوونکي او فعالیت کې بوخت وي. د نورو خلکو مخ کې ممکن ډېر غوښتنې کوونکی کس وي. کله چې ستړی وي ډېر بې صبره او نا ارامه ښکاري. دا ډول کسان غواړي تل د حالت کنټرول کوونکي واوسي خو که چېرې غیرې مستقله یا په نورو پورې تړاو لرونکی شي نو غسه احساس کوي. دا ډول کسان پرمختګ په لاسته راوړنو او بریا تر لاسه کولو باندې اندازه کوي او ننګونې انګېزه پکې پیدا کوي. په کار ځای کې د اړیکو په ځای په لاسته راوړنو تمرکز کوي او په اسانۍ خپل احساس او احساسات نه شریکوي او یا یې نه بیانوي. تل رسمي، جوړښت لرونکی، بوخت چاپېر...
له بل سره د ګډ احساس لرلو ښودل

له بل سره د ګډ احساس لرلو ښودل

اروا پوهنه
د انسانانو یوه لویه اړتیا دا ده چې نور یې احساس درک کړي او پوهاوی ورسر رامنځته شي خو ډېری خلک ډېره کمه هڅه هم نه کوي چې په دې ځان پوه کړي چې بل څرنګه احساس لري. له بل سره د ګډ احساس لرلو د ښودلو لپاره باید لمړی د هغه په احساس ځان پوه کړئ. د ګډ احساس ښودل او په غم یا درد کې شریکېدل دواړه یوه مانا نه لري. په غم یا درد کې شریکېدل د بل درد او غم درک کولو ته وایي. له بل سره د ګډ احساس لرلو ښودل دې ته وایي چې د مقابل کس احساس، فکر او احساسات په ارادي توګه له ویلو پرته تجربه کړې. ډېری خلک له بل سره د ګډ احساس د بیان په ځای خپل ریښتینی احساس بیانوي. له بل سره ګډ احساس لرلو ښودل د هغه کس اوسنی حالت او ترې جوړ شوی احساس درک کول دي. د دې لپاره چې رغونکې اړیکې له نورو سره جوړې کړو نو دا اړینه ده چې له خپلو احساساتو وروسته قدم اخیستل زده کړو....
په فزیکي ژبه د خپلو خبرو ملاتړ

په فزیکي ژبه د خپلو خبرو ملاتړ

اروا پوهنه
که چېرې د خبرو پر وخت ویښتو کې لاس ووهئ، که ښځه یا انجلۍ وي د ویښتو یوه برخه په ګوتو تاوول پیل کړي، د ګوتمۍ په ګوته کول، وېستل او یا تاوول وکړي دا یې د نا ارامتیا او یا د تمرکز د نشتوالي ښودنه کوي. د خبرو پر مهال بل ته د شهادت ګوته نیول د برید مانا لري. په یو څنګ کېناستل یا کوږ کیناستل په ځان د باور نشتوالی ښيي. که چېرې یو کس ولاړ وي او د خپلې تنې وزن کله په یوه پښه اچوي او کله په بله پښه دا هم په ځان د باور نشتوالی ښيي. که چېرې ستا پیغام ډېر ښه هم ترتیب شوی او له مانا ډک وي خو که چېرې د بدن ژبه دې د پیغام ملاتړ ونکړي خپل پیغام بې مانا او بې اغیزه کوې. د خبرو په وخت کې اړینه ده چې په دې پوه شې چې ستا بدن څه کوي او څه وایي....
په اړیکو بریا ته ځان رسول

په اړیکو بریا ته ځان رسول

اروا پوهنه
کله چې خلک له تاسې سره لمړی ملاقات وکړي نو ډېری وخت سملاسي ستاسې په اړه نظر جوړوي. نظر یې ممکن ځینې وخت سم او ځینې وخت ناسم وي. که چېرې تاسې په مسلکي توګه او شخصي توګه بریالي کېدل غواړئ نو د باور وړ کېدنه زده کړئ. یو کس هغه وخت بل ته د باور وړ وي کله چې څه وایي او بل یې ومني. که چېرې تاسې هغه څه ووایئ کوم چې ترسره کوئ نو دا چاره مو د باور وړ کس باندې بدلوي. که چېرې سوداګرۍ کې تاسې له خپلو پېرودونکو سره مهربانه واوسئ نو د پېرودونکو زهن کې مو سملاسي سوداګري او شخصیت له یو بل سره غوټه کیږي. که چېرې تاسې له پېرودونکو سره ښې اړیکې وپالئ نو ورځ تر بلې مو سوداګري د بریا په لور روانوي. له پېرودونکو سره ښې اړیکې پالل ستاسې پېرودونکي تاسې ته وفاداره پاتې کوي. دا نا ممکنه ده چې تل یو انسان هر څه سم ترسره کړي خو دا اړینه ده چې کله ستونزې را پورته شي تاسې یې هوارې کړئ. که چېرې مو پېرودونکي ستاسې له...
Share
Hide Buttons