سیکا (سېروس نیپون) په ځنګل کې ژوند کوونکې هوسۍ، د کورنۍ نوم ېې سېر ویدای، د ډلې نوم ارتیو دکتیلا، مورنی ځای ېې چین، جاپان او کوریا ده. سیکا په جاپانۍ ژبه کې هوسۍ ته وایي, په دې سیمه کې دا هوسۍ مقدسې ګڼل کېدې. په چین کې دا هوسۍ په فارمونو کې ساتل کیږي تر څو ېې له ښکرونو سیمه کې دودیز درمل جوړ کړي.تر ټولو وړه غرڅه (نر) ېې په دې ډول کې ۸۰–۸۶ سانتي متره پورې قد او تر ۸۰ کیلو ګرامه پورې وزن لري. تر ټول غټه غرڅه (نر) ېې تر ۱۱۰ سانتي متره پورې قد او تر ۱۱۰ کیلو ګرامه پورې وزن لري. هوسۍ ېې د نر په اندازه ۶۰% وزن لري (۴۰% ېې له نر نه وزن کم وي). نصواري رنګه سور رنګ لري او په اوړي کې ېې په بدن سپین ټاپي پیدا کیږي چې ژمي کې ډېر خېره کیږي یا له منځه ځي او یوازې نصواري سور رنګ پاتې کیږي. په وزن، رنګ کچه کې د پام وړ جغرافیاييتوپیر لري. اوږده لکۍ لري. په شمال کې د دې ډول د غرڅې ښکرونه تر۸۵ سانتي متر...