ګلیپټوډون – Glyptodon
د عصري ارمادیلو سره ېې نسل تړاو لري، نسل ېې په اوس وخت کې له منځه تللی. په شمالي او جنوبي امریکا کې ېې فوسیلي جسدونه پېدا کیږي. تی لرونکي حیوانات دي. فوسیلي جسدونه ېې د پلیوسېن دورې دي او دغه دوره تقریبا د ۵.۳ تر ۱۱،۷۰۰ میلیونه کاله پخوا ترمنځ تېره شوې. دا حیوانات له سر تر لکۍ پورې په یو قاب یا له هډوکي جوړې کاسې (کاراپاس) باندې پوښل شوي وو چې کاراپاس او بدن ېې شمشتۍ ته ورته والی لري خو د کاراپاس د جوړښت ترکیب ېې لکه د ارمادیلو په څېر ده. د ټول بدن اوږدوالی ېې ۱.۵ پورې اټکل شوی. د دې حیوان لکۍ هم په کاراپاس پوښل شوې. د لکۍ هډوکي ېې یو بل سره لکه دغوټې په څېر نښتي. خواړه ېې حشرات، شنه او د حیواناتو خوسا شوي جسدونه وو. ...