ټیک شنی یا خسک – Tick
د ایکزودیدا فرعي ډله ده، ۸۲۵ ډولونه لري، د کلاس نوم ېې اکاري ده. د غټو کورنیو او وحشي حیوانات پر بدن پرازیت دي. د انسان په بدن باندې پرازیت نه دي خو ځنې ډولونه ېې کله کله پرې حمله کوي.
سخت شني لکه چې د امریکا دسپیانو (دېرماسینتوروریابیلیس) د میزبان په بدن پورې ځان نښلوي او د ژوند په هره دوره کې د څو ورځو لپاره وینه زبېښي. د دې ټیک بلوغیت ته رسېدلې ښځینه چې کله د میزبان نه وینه وزبېښي نو له نر سره جنسي نزدیکت کوي او له هغې وروسته له میزبانه ځان په ځمکه غورزوي تر څو په یو محفوظ ځای کې هګۍ وکړي او له هګیو وروسته مړه کیږي. کله چې د هګیو نه ۶ پښې لرونکي لاروای پیدا شي په وښو کې ځان پټوي او میزبان ته انتظار کوي. کله چې په اول ځل له میزبانه وینه وزبېښي بېرته د میزبان له بدنه خوله لرې کوي او خپل د بدن پوستکی غورزوي او په بدن کې ېې دوه نورې پښې زیاتیږي چې دې دورې ته ېې د نیمف نوم اخلي. دغه په ځم...