د (clam worm) په نامه هم یادیږي. د نیریس نسل (genus Nereis) ده. په سمندر او سمندر غاړو کې مختلف ډوله چونجیان دي. د پولیکیټا کلاس (class Polychaeta) او انالیډا فایلم (phylum Annelida) کې شامل دي. یو څو ډولونه یې په تازه اوبو کې ژوند کوي. نور عام نومونه یې (mussel worm, pileworm, and sandworm) دي. تر ټولو واړه یې ۲.۵ سانتي متره او تر ټولو اوږده یې ۹۰ سانتي متره اوږدوالی لري. د بدن رنګ یې نسواري، روښانه سور او یا روښانه شین وي. تېره سرونه او د راغونډېدو وړ ژامې لري. د بدن لمړۍ کړۍ یا برخه یې څلور سترګې او دوه واړه ښکرونه لري؛ دوېمه کړۍ یا برخه یې څلور ښکرونه لري؛ د بدن کړۍ یا برخې یې تر ۲۰۰ زیاتې وي. د بدن دوه لمړۍ کړۍ یا برخې یې د خوځښت، حس او تنفس لپاره پاراپودیا لري. خواړه یې د سمندر نور چونجیان او په سمندر کې واړه ژوي دي.
د مثل تولید په وخت کې د ډېرو ډولونو وروسته برخه پړسوب ...