د فایلم نوم یې انالیډا (phylum Annelida) ده - فایلم په کټګورۍ کې له کلاس پورته او له کېنګډم لاندې ده. انالیډ ته په برخو وېشل شوی چونجی (segmented worm) نوم هم اخلي. په بدن کې یو جوف یا خالیګاه (cavity or coelom) لري، د خوځښت وړ وېښته (bristles or setae) لري، بدن یې د عرضي کړیو (transverse rings) په ذریعه په برخو وېشل شوی وي. انالیډ تر ۹۰۰۰ زېات ډولونه لري چې په درې کلاسونو کې سره وېشل شوي دي: سمندریي چونیان (marine worms) په پولیکیتا کلاس (Polychaeta) کې شامل دي او دا کلاس په ازاد ژوند کوونکو (free-moving)، بې خوځښته (sedentary) او په تونل کې ژوند کوونکو (tube dwelling) باندې وېشل شوی. دوېم کلاس د ځمکې چونجیان (earthworms) دي کوم چې د اولیګو کیتا کلاس (Oligochaeta) کې ډلبندي شوي او درېم ډول یې لیچ (leeches) دي چې په هیرودی نیا کلاس (Hirudinea) ډلبندي شوي. په انالیډ کې لیچ داخلي جوف یا خالي...