Author: Zakria Rahimi

قوم : سهاک د زېږېدو ځای او نېټه : ۱۹۸۸ کابل مسهي لومړنۍ او منځنۍ زدکړې : پېښور کې سید جمال الدین مجاهد لیسه، امام غزالي لیسه، بي بي زینب لیسه له مورنۍ پښتو ژبې سېوا په دري، اردو، انګریزي او فرانسوي ژبو لیکل، لوستل او خبرې کولای شم. له یو کلنۍ تر ۲۰۰۵ کال پورې په پېښور کې، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶/۶/۶ وروسته فرانسې ته راکډه شوم، د ۲۰۱۴ په نومبر کې بلجیم ته ولاړم او اوسمهال د بلجیم په لیج ښار کې مېشت یم.

هونډ – Hound

ټولې لیکنې
د ښکاري سپیانو نسل ده. او کارونه ېې تر رېټرایور، پواینټر او سیټر سپیانو معمولا زېاته ده. دا سپیان په خپل لید او بوي باندې ښکار پېدا کوي. د بوي په ذریعه پیدا کوونکي هونډ (ډکس هونډ او بلډ هونډ) د روزنې لپاره خپل روزن ځایونه لري چې په ځمکه او هوا کې ښکار د بوي په ذریعه پېدا کوي. د لید په ذریعه د ښکار پیدا کوونکي (سالوکي او افغان هونډ سپیان) دي چې په خپل دید باندې له ډېر لرې ښکار ویني او پیدا کوي. ځنې هونډ سپیان لکه بیګل، باسېټ او فاکس هونډ په ډله کې منډه وهي خو افغان هونډ، بورزوی او لاسالوکي هونډ په ښکار پسې یوازې منډه وهي.      ...

ګایډ سپیان – Guide dog

ټولې لیکنې
دا سپیان د دې لپاره روزل کیږي چې خپل مالک محفوظ وساتي، لار ورته پېدا کړي او هر ډول مرسته ورسره وکړي. د اولې نړېوالې جګړې په دور کې هم دې سپیانو له خپلو ړندو مالکانو سره لار موندنه او حفاظت کې مرسته کړې . د ۱۴ او ۱۷ میاشتو تر عمر تر منځ دا سپیان د څو مېاشتو لپاره روزل کیږي تر څو په دې پوه شي چې مالک ېې د ده مرستې ته اړتیا لري.    

ګرېېت پېرینیز – Great Pyrenees

ټولې لیکنې
د کاري سپیانو نسل ده او مورنی ځای ېې اسیا ده. په اروپا کې له میلاد نه ۱۰۰۰ تر ۱۸۰۰ وړاندې کلونو ترمنځ پېژندل شوی. دا سپیاند پېریني غرونو کې له مېږو سره ساتل کېده چې د لیوانو له داړلو ېې وژغوري. د اولې نړېوالې جګړې په وخت کې په دې سپیانو پسې کراچۍ تړل کېدې او د هسپانیا او فرانسې تر منځ پرې قاچاق وړل کېده. قد ېې له ۲۵ تر ۳۲ انچه پورې لوړیږي او وزن له ۴۱ تر ۵۷ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د دې سپیانو وېښته ډېر ګڼ او ډبل دي او ډېر وخت سپین او یا سپین او خړ رنګ لري.      ...

ډکس هنډ – Dachshund

ټولې لیکنې
د جرمني سپیان چې د ټېرایر او هونډ سپیانو ګډ نسل ده. د نسل اخستنې موخه ېې د وړو حیواناتو چې خرس ته ورته دي له خپل پټن ځایونو راوېستل او ښکار کول وو. دا سپیان ژوره پراخه سینه لري، لنډې پښې، اوږد بدن او اوږده لاندې زوړند غوږونه لري. د بدن وېښتان ېې ډبل او د تار په څېر وي یا لنډ نرم وېښته لري او یا اوږده ګڼ وېښته لري. له ۷ تر ۱۰ انچه پورې ېې قد لوړیږي او وزن ېې له ۷ تر ۱۴ کیلو ګرامه پورې رسیږي.    

Dalmatian – ډالمشن

ټولې لیکنې
د دې سپیانو نوم د کروشیا له ساحلي سیمې ډالمشیا نه اخیستل شوی. ډالمشیا د دې سپیانو لمړی کور بلل کیږي خو مورنی ځای ېې نا مالوم ده. دې سپیانو تر اوسه د پوځ سره د پیرې کولو پر وخت، د جګړې پر وخت ماین لټونه اونورې دندې، د ماسکوت د اور سره جګړه کوونکي ټیم کې، ښکار او نورې چارې پر مخ بیولي. ډېر وخت د تړلو اسانو، بایسکیل او یا نورو وسایلو سره د ساتنې لپاره پرېښودل کیږي. بدن ېې لنډ وېښته لري، د بدن رنګ ېې سپین او تور خاپونه لري، قد ېې له ۱۹ تر ۲۳ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۲۳ تر ۲۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي.     ...

بل سپیان – Bulldog

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (English bulldog) نوم هم اخلي، د سپیانو نسل ده، نسل یې څو پېړۍ وړندې په انګلستان کې اخیستل شوی، د نسل اخیستنې موخه یې غویی له سپي سره په جنګ اچول (bull baiting) وو. غویی به یې په ۳۰ فټه اوږد پړي تړلی وو او تر هغو به سپي برید پرې کوه تر څو یې له خوځښته وغورزوي خو وروسته د ژو دا سپورت د انګلستان په لندن ښار کې غېرې قانوني شو.   بل سپیان ځواکمن بدن لري او د ټپونو د درد زغم لري او یا هم له خپل درد څخه نا خبره وي. بل سپیان په خپله هم جنګول کېدل خو په کال ۱۸۳۵ کې د سپیانو جنګول جرم شو او له دې قانون سره بل سپیان هم په ورکېدو شول.   بل سپیان لنډ اوربوز، نیمه تاو شوي غوږونه، بهر ته وتلې لاندې ژامه او زوړند پوستکی لري, پوستکی یې په مخ او سر کې چینداره ده. په مختلفو رنګونو کې لکه سپین، قهويي، سور نسواري پیدا کیږي. قد یې له ۱۳ تر ۱۵ انچه (له ۳۳ تر ۳۸ سانتي متر...

سوزان بچر – Susan Butcher

ټولې لیکنې
د ډسمبر په ۲۶ نېټه، کال ۱۹۵۴ د امریکا په مساچوسېت کې زېږېدلی او د اګسټ په ۵ نېټه، کال ۲۰۰۶ د امریکا په واشنګټن کې مړ شوی.  سوزان د امریکا په سپیانو د منډې وهلو لوبغاړې ده چې یوه لسیزه په دې لوبه کې اتله پاتې شوې. همداسې د دې لوبې لپاره د سپیانو روزنکې هم وه. په الاساکا کې ېې ۴ لوبې ګټلي.  سوزان بچر په کال ۱۹۷۲ کې کله چې ۱۶ کلنه وه د سپیانو روزل پېل کړل. د خپل پوهنتون لپاره کلوراډو ته ولاړه او هلته ېې په اول ځل ۵۰ هوسکي سپیان چې په کراچۍ پسې تړلي وو او د ځایي یوه لوبغاړي وو لوبه پرې وکړه. په کال ۱۹۷۵ کې الاسکا ته ولاړه چې هلته خپل د سپیانو لپاره روزن ځای جوړ کړي. په کال ۱۹۷۹ کې ېې یوه لوبه وکړه چې ایم سي کینلي غونډۍ سر په سپیانو پسې تړلې کراچۍ باندې وخته او د دې لوبې په ګټلو سره ېې نړیوالو لوبو ته لار وموندله. دوه ځلې ېې دوېمه لوبه (۱۹۸۲، ۱۹۸۴) وګټله او په کال ۱۹۸۵ کې ایډیټاروډ لوبو...

کانان سپیان – Canaan dog

ټولې لیکنې
د رمو د څر لپاره د سپیانو نسل ده نسل یې اسرایلو د سویس له (pariah) سپیانو په شلمه پېړۍ کې اخیستی. مخکې د ساتونکي په توګه کار ترې اخیستل کېده او د نورو ژو ښکار پرې کېده خو زیات یې بېرته وحشي شول. په ۱۹۳۰ لسیزه کې بیا د کورني کېدو پروګرام پیل شو تر څو دا سپیان بېرته کورني کړي او خپل فارمونه او پټي پرې وساتي. د اسرایلو په جګړو کې د پیغام رسونکي، د ماین موندونکي او ساتونکي کار ترې واخیستل شو. په کال ۱۹۴۹ کې د ړندو د لارموندنې لپاره وروزل شول.   کانان سپي له نابلده حالت او نا اشنا کسانو سره ډېر محتاط دي خو له خپلو مالکانو سره وفاداره دي. شور جوړول او لوبې کول یې خوښیږي. قد یې له ۱۹ تر ۲۴ انچه (له ۴۸ تر ۶۱ سانتي متره) پورې لوړیږي او وزن یې له ۱۶ تر ۲۵ کیلو ګرامه (له ۳۵ تر ۵۵ پونډه) پورې رسیږي....

Chihuahua – چیهواهوا

ټولې لیکنې
د وړو سپیانو نسل ده، د مکسیکو د چیهواهوا ولایت نوم پرې کېښودل شوی چېرې چې دا سپیان په ۱۹ پېړۍ کې په لمړي ځل را څرګند شوي. ګمان کیږي چې نسل یې له (Techichi) سپیانو څخه اخیستل شوی وي کوم چې د مکسیکو ټولټېک خلک (Toltec people) ساتي. شکل یې داسې وي لکه چې تل فعالیت کولو ته چمتو وي، قد یې ۱۳ سانتي متره (۵ انچه) پورې لوړیږي او وزن یې له ۰.۵ تر ۳ کیلو ګرامه پورې رسیږي. ګرد سرونه، ولاړ غوږونه لري.

ایسکیمو سپیان – Eskimo Dogs

ټولې لیکنې
ډېر خلک ورته د کاناډا ایسکیمو وایي. په واوره کې د کراچۍ کش کولو او ښکار لپاره ساتل کیږي. ډېر خلک ګمان کوي چې د لیوانو او سپیانو ګډ نسل ده او زرګونه کاله زوړ ده. بدن ېې ډېر قوي جوړښت لري، درانده هډوکي لري، او ډېر هغو سپیانو ته ورته والی لري چې د نړۍ په نورو سیمو کې په کراچې پسې واوره کې تړل کیږي. د وېښتانو لاندې برخه ېې نرمه او پاسه برخه د اوبو نه جذبونکی خاصیت لري. د دې سپیانو قد له۲۰ تر ۲۷ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۳۰ تر ۴۷ کیلو ګرامه پورې رسیږي.    ...

Chinese crested dog – چینایي کاکل لرونکي سپیان

ټولې لیکنې
د پخوانیو وړو سپیانو نسل ده، بدن یې بې وېښتو خو په سر، لکۍ او د پښو په لاندې برخه وېښته لري. د نسل اصلي ځای یې مالوم نده خو ګمان کیږي چې اصلي ځای یې افریقا وي او د چینایانو سوداګریزو بیړیو په ټوله نړۍ کې خپاره کړي وي. کله چې بچیان زېږوي تل یې دوه بچیان د بې وېښتو جین له امله مړه پیدا کیږي.   قد یې له ۲۸ تر ۳۳ سانتي متره (۱۱ تر ۱۳ انچه) پورې لوړیږي او وزن یې له ۲ تر ۴.۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي. وېښته یې او د بدن بې وېښتو برخې یې مختلف رنګونه لري. د لمر له وړانګو او ډېرو سړو یې باید بدن وساتل شي همداسې یې پوستکی د پوستکي له ناروغیو وژغورل شي....

Chinese shar-pei – د چین شار پي سپیان

ټولې لیکنې
د سپیانو نسل ده، زوړند چین لرونکی پوستکی لري، یو وخت تر ټولو کم پیدا کېدونکی د سپیانو نسل ګڼل کېده. په ۲۰ پېړۍ کې خلکو ډېر خوښول او له همدې امله یې نسل اخیستنه پېل شوه.   قد یې له ۴۵ تر ۵۰ سانتي متره (له ۱۸ تر ۲۰ انچه) پورې لوړیږي او وزن یې له ۲۱ تر ۲۸ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په هر رنګ کې شته دي. کله چې بشپړ وده وکړي د بدن د پوستکي ډېرو برخو کې یې چین ورکیږي خو په سر او مخ کې یې پاتې وي. د ژبې رنګ یې نیله تور وي لکه د کوکو سپیانو (chow chows) په څېر خو تر اوسه مالومه شوې نده چې خپلمنځ کې کوم تړاو سره لري او که نه.   ګمان کیږي چې له زېږېدیز کال څخه ۲۰۰ کاله وړاندې په چین کې موجود وو او د ساتنې او ښکار لپاره چینایانو کارول. په وروستیو وختو کې خلکو د جنګ لپاره کارول خو کله چې غربیانو د غټو سپیانو نسل د جنګولو لپاره واخیسته نور دا سپیان چا د جنګ لپاره نه ساتل. اوسمهال یې خ...

ویمارانېر – Weimaraner

ټولې لیکنې
د سپورتي سپیانو نسل ده او نسل اخیستنه ېې د جرمني د ویمار محکمې په ۱۹ پېړۍ کې کړې. په اول ځل د وحشي حیواناتو د ښکار لپاره کارېده خو وروسته د مارغانو د ښکار لپاره وروزل شو. دا سپیان زوړند غوږونه لري، خړې، شنې یا عمبري رنګ سترګې لري. له ۲۳ تر ۲۷ انچه پورې ېې قد لوړیږي او وزن ېې له ۳۲ تر ۳۹ کیلو ګرامه پورې رسیږي. شکل ېې داسې وي لکه چې تل د حملې یا ښکار موندنې لپاره چمتو وي اویا څار کوي. دښکار په وخت کې تر نورو سپیانو خورا زېات حمله کوونکی چلند کوي. ډېر خلک ېې په کور کې د کورني سپي په څېر او ځنې خلک ېې د ځای ساتنې لپاره ساتي. په ۱۹۷۰ لسیزه کې دا نسل د وېلیم وېګمن فوټوګرافي ډېرو خلکو ته وروپېژانده.  ...

ویژلا – Vizsla

ټولې لیکنې
د سپورتي سپیانو نسل ده چې ګمان کیږي پلرونه ېې ۱۰۰۰ کاله وړاندې د مګیار په نامه خلکو هنګري ته را انتقال کړي وي. دا سپیان پواینټر سپیان او ریټرایور سپیانو په څېر سپورت کولای شي. بله ځانګړتیا ېې د اده چې ډېر تېز خو ډېر په احتیاط ښکار کوي. دا سپیان مهربانه او ارام طبعیت لري. سور یا زېړ ته ورته رنګ لري. له ۲۱ تر ۲۴ انچه پورې ېې قد لوړیږي او وزن ېې له ۱۸ تر ۲۷ کیلو ګرامه پورې رسیږي.   

توکو ناوا سونایوشي – Tokugawa Tsunayoshi

ټولې لیکنې
د فیبروي مېاشتې په ۲۳ نېټه، کال ۱۶۴۶ د جاپان په اېدو کې زېږېدلی او فیبروري مېاشتې په ۱۹ نېټه، کال ۱۷۰۹ د جاپان په اېدو کې مړ شوی.  توکوناوا د جاپان د سپیانو د رمو د افسر په نامه یادېده. په جاپان کې چې کله فیوډالېزم وو هلته به د شوګن په نامه کس په هر ښار حکومت کاوه . شوګن د یوې ډلې افسر ته وایي.  په تاریخ کې دغه دوره د جاپان تر ټولو با ثباته دوره وه چې توکو ناوا سونایوشي پکې ریاست په غاړه لاره. ډېر کار ېې کلتوري چارو ته کړی. د نیوکانفیوشیانېزم (په جاپان کې د توکوګاوا دورې هغه رسمي رهبري کوونکې فلسفه چې د ۱۶۰۳–۱۸۶۷ کلونو ترمنځ پلي کېده.) دچینايي عالم (چوهاسي) د۱۲ پېړۍ فلسفې له لارې خپل کلتور ته کار وکړ. د دې چینايي عالم فلسفه تاکید کوي چې د انسان دنده حکومت ته وفاداري ده. توکو ناوا سونایوشي همدې فلسفې له کار کولو ورسته په آخر کې د حکومتي چارو سره علاقه کمه شوه او دسپیانو د سوکالۍ لپاره ېې ...

د تبت ټېرایر – Tibetan terrier

ټولې لیکنې
بل نوم ېې دوخي اپسو ده. سپورتي سپیان نه دي او مورنی ځای تبت ده. د هغه ځای خلک داسې باور لري چې که څوک دا سپی ولري نو بخت ېې ښه کیدای شي او یا خرابیدای شي. دې سپیانو ته ټېرایر د دې سپیانو د بدن د کچې له وجې وایی او نسل ېې د لوبو یا ښکار لپاره نه ده اخیستل شوی. د بدن وېښتان ېې ډېر ډبل دي او کله سیده وي کله ګورګوتي وي. غټې پښې لري او د پښو پنجې ېې تر نورو سپیان ډېرې پراخه دي. ډېر رنګونه لري او ډېر وخت د دوه رنګونو ترکیب وي. نصواري سترګې لري او د مخ وېښتانو کې نیمې پټې وي. لکۍ ېې ډبله او په ملا را تاو شوې وي. قد ېې له ۱۴ تر ۱۷ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۸ تر ۱۴ کیلو ګرامه پورې رسیږي.    ...

ټېرایر – Terrier

ټولې لیکنې
د سپیانو ټول هغه نسلونه چې د ډېرو نسل ېې په انګلستان کې اخیستل شوی او د مګو، مګګ، ګیدړې او یا ورته حیواناتو د ښکار لپاره کارول کیږي د دې تر څنګ خپل منځ کې جنګول کیږي ټېرایر دي. د دې نسل ډېر سپیان واړه دي او د بدن وېښتان ېې دتار په څېر وي. اوږده سرونه لري، مربع ته ورته اوربوز لري. دا سپیان ډېر غاپي او د مقابلې په وخت کې تر انسان مخکې د مخامخ کېدو لپاره ځي. ډېر نسلونه ېې په کومو ځایونو کې چې اخیستل شوی د هماغه ځایونو په نامه یادیږي.     

سوسیکس سپانیال – Sussex spaniel

ټولې لیکنې
د انګلستان د سپورتي سپیان چې نسل ېې په ۱۸ پېړۍ کې اخیستل شوی. په وچه کې لوبې کوونکی ده. نوم ېې د انګلستان له یوه کلي اخیستل شوی. دروند بدن، زوړند مړاوې پوستکی او اوږده غوږونه لري. قد ېې له ۱۳ تر ۱۵ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۱۶ تر ۲۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د دې سپیانو نسل ډېر کم ده او په نړیواله دوېمه جګړه کې هڅه وشوه چې نسل ېې له منځه ولاړ نشي .