Author: Zakria Rahimi

قوم : سهاک د زېږېدو ځای او نېټه : ۱۹۸۸ کابل مسهي لومړنۍ او منځنۍ زدکړې : پېښور کې سید جمال الدین مجاهد لیسه، امام غزالي لیسه، بي بي زینب لیسه له مورنۍ پښتو ژبې سېوا په دري، اردو، انګریزي او فرانسوي ژبو لیکل، لوستل او خبرې کولای شم. له یو کلنۍ تر ۲۰۰۵ کال پورې په پېښور کې، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶/۶/۶ وروسته فرانسې ته راکډه شوم، د ۲۰۱۴ په نومبر کې بلجیم ته ولاړم او اوسمهال د بلجیم په لیج ښار کې مېشت یم.

سوسیکس سپانیال – Sussex spaniel

ټولې لیکنې
د انګلستان د سپورتي سپیان چې نسل ېې په ۱۸ پېړۍ کې اخیستل شوی. په وچه کې لوبې کوونکی ده. نوم ېې د انګلستان له یوه کلي اخیستل شوی. دروند بدن، زوړند مړاوې پوستکی او اوږده غوږونه لري. قد ېې له ۱۳ تر ۱۵ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۱۶ تر ۲۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د دې سپیانو نسل ډېر کم ده او په نړیواله دوېمه جګړه کې هڅه وشوه چې نسل ېې له منځه ولاړ نشي .     

سپرینګر سپانیال – Springer spaniel

ټولې لیکنې
د سورتي سپیانو دوه قدیمي نسلونه چې د سپورت لپاره کاریږي. د انګلستان سپرینګر سپانیال درمیانه کچه لري چې قد ېې له ۱۹ تر ۲۰ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۱۸ تر ۲۳ کیلو ګرامه پورې رسیږيي. د بدن رنګ ېې ډېر وخت سپین او تور وي، ډبل وېښتان یا د اوبو د څپو په څېر وېښته لري چې انګریزان ېې په کور کې د کورني سپي په څېر او بزګر ېې په خپلو ځمکو کې د ښکار لپاره ساتي. سپرینګر سپانیال بیا د انګلستان له سپانیال نه وړوکی ده او نسل ېې له ۱۴ پېړۍ پېژندل شوی. رنګ ېې تل سور نصواري او سپین وي. قد ېې له ۱۷ تر ۱۹ انچه پورې لوړیږي په اوبو کې لوبې او ښکار پرې کیږي همداسې ځنې خلک ېې په کور کې د کورني سپي په څېر هم ساتي.     ...

سپیټز – Spitz

ټولې لیکنې
د شمالي سیمې ټول سپیان لکه کو کو، پومېرانین او سموېډ چې د بدن له وېښتانو، ولاړو غوږونو او ډبلې لکۍ چې په ملا ېې راتاو شوې وي پېژندل کیږي. په امریکا کې سپیټز نوم هغو وړو سپیانو ته کاریږي چې سپین رنګ ولري او اوږده وېښتان لري. همداسې د سپیټز نوم د امریکا اسکیمو سپیانو ته هم کاریږي اسکیمو سپیان واړه سپین سپیان دي چې سموېډ سپیانو ته ورته والی لري.      

سپا نیال – Spaniel

ټولې لیکنې
د ټولو سپورتي سپیانو نسل ته سپانیا وایي. دغه سپیان د ښکارایانو لخوا د ښکار لپاره او ډېر وخت د لوبو لپاره کاریږي. تر کومه چې د دې سپیانو تاریخ مالوم ده داسې ګمان تر کیږي چې لمړني سپانیال سپیان د هسپانیا وو او په همدې ورته سپانیال نوم اخلي خو د دې سپیانو ډېر عصري نسلونه په انګلستان کې اخیستل شوي. په کچه کې تر ټولو غټ سپانیال نسل سپرینګر نومیږي او تر ټولو واړه د کوکر په نامه یادیږي. توپیر ېې د کړنو نه هم کیږي ځنې د ښکار او ځنې د لوبو لپاره روزل کیږي. بل توپیر ېې د وچې او اوبو سپانیال دي.     ...

سلېډ سپیان – Sled dog

ټولې لیکنې
هر هغه نسل چې په واوره کې د کراچۍ کش کولو لپاره کاریږي د سلېډ په نامه یادیږي. ډېر وخت د سلېډ یا کراچۍ کش کولو لپاره د سایبیریا هوسکي، د الاساکا مالامیوټ، سموېډ او اسکیمو نسلونو سپیان کاریږي. دغه سپیان ډبل وېښتان لري، قوي عضلاتي بدن او خورا زېات مقاومت لري. په شمالي امریکا کې به له ۱۲ تر ۱۵ سپیان په کراچۍ پسې تړل کېده او خلک یا توکي به ېې له یو ځای نه بل ځای ته انتقالول. همداسې په پېر هیچ کې ۸ سپیان د کراچۍ کش کولو لپاره کاریږي او د سایبیریا سپیان چې ډېر قوي دي تر ۸ هم کم کاریږي.   ...

سکای ټېرایر – Skye terrier

ټولې لیکنې
دسکاټلنډ نسل ده. چې د سکای په ټاپو کې د ښکار لپاره کارېده او دنده ېې له ۴۰۰ کالو تر اوسه پورې ښکار کول دي. په ۱۹ پېړۍ کې دا سپیان تر ټولو نامتو ټېرایر وو او همداسې د کاري موخې لپاره هم ساتل کېدل. په ۱۹ پېړۍ کې اشرافو هم ډېر خوښول. نرم طبعیت لري خو هر وخت چمتو وي. غټ سر اوږد بدن او لنډې پښې لري. د بدن رنګ ېې ډېر وخت تور، یا زېړ بخن وي. قد ېې تر ۱۰ انچه او وزن ېې تر ۱۱ کیلو ګرامه پورې رسیږي.     

سیلکي ټېرایر – Silky terrier

ټولې لیکنې
د استرالیا د ټای سپیانو نسل ده. په اول ځل په ۱۹۰۷ کې وپېژندل شول او مخکې د سایډني سیلکي نامه پېژندل کېدل. د دې سپیانو قد تر ۱۰ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې تر ۴ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په استرالیا کې په کورونو کې د کورني سپي په څېر ساتل کیږي.    

د سایبیریا هوسکي – Siberian husky

ټولې لیکنې
د کاري سپیانو نسل ده چې په سایبیریا کې ېې د چوکچي په نامه خلک ساتي. او دا خلک ترې په کور ساتنه فارم ساتنه کې کار اخلي. په کال ۱۹۰۹ کې الاسکا ته انتقال شول او هلته پرې د منډې وهلو لوبې پېل شوې او په منډه وهلو کې تر ټول تېز سپی وګڼل شو. پاسه ولاړ غوږونه لري، د بدن وېښتان ېې نرم دي، قد ېې له ۲۰ تر ۲۴ انچه پورې لوړیږي، د بدن رنګ ېې معمولا خړ، سور قهويي او یا تور او سپین وي. په اوربوز باندې تور ماسک لري. په سایبیریا کې له سلګونو کلونو د دې سپیانو نسل له نورو سره د ګډیدو نه ساتل شوی او خلک ېې د هوښیاري او ارام طبعیت لرلو په وجه ډېر خوښوي.   ...

Shih tzu – شیه تزو

ټولې لیکنې
د تبت سپیان دي چې نسل ېې له پیکینګیز او لاسا اپسو نه اخیستل شوی. دا سپیان اوږده وېښتان لري، تر ۱۰ انچه پورې قد لري او وزن ېې تر ۷ کیلو ګرامه پورې رسیږي. لنډې پښې لري اوږد والی ېې تر قد نه زېات ده.    

شېټلنډ د څر سپیان – Shetland sheepdog

ټولې لیکنې
دې نسل د شېلټي نوم هم اخلي، نوم ېې د شېټلنډ له ټاپو نه اخیستل شوی چېرته چې د څر لپاره د دې سپیانو نسل اخیستل شوی. د بدن وېښتان ېې د سپیانو کولي نسل ته ورته دي خو دا سپیان تر کولي واړه دي او پلرونه ېې هم کولي په څېر د سکاټلنډ کاري سپیان دي. مهربانه طبعېت لري او د څر ځانګړې وړتیا لري. قد ېې له ۱۳ تر ۱۶ انچه پورې لوړیږي. نصواري، تور یا شین خړ رنګ لري.      

د رمو د څر سپیان – Sheepdog

ټولې لیکنې
هر هغه د سپیانو نسل چې موخه ېې د څر او د رمو ساتنه وي په ځانګړي ډول بارډر کولي سپیان. د دې نسلونو ډېر وخت قد تر ۶۰ سانتي متره پورې لوړیږي او وزن ېې تر ۲۳ کیلو ګرامه پورې رسیږي. له دغو سپیانو نامتو نسلونه د فرانسې برې یارډ چې د اوبو نه جذونکي وېښته لري، د بلجیم سپیان دي چې ولاړ غوږونه او تور رنګ لري. د هنګري پولي نسل ده چې د تار یا سیم په څېر وېښته لري او د انګلستان زاړه د څر سپیان دي.      

سېټر – Setter

ټولې لیکنې
دسپیانو هغه درې نسلونو ته وايي چې د مرغانو د نیولو لوبه ورباندې کیږي. دا نسلونه د منځنۍ پېړیو له ښکاري سپیانو اخیستل شوي. په دې سپیانو کې کیناستونکی سپانیال د دې لپاره روزل کېده چې له لوړو وښو کې مرغان پېدا کړي او له لیدلو سره سم کیني تر څو د سپي سره ښکاري په دې وپوهیږي چې دلته مارغان دي او دسپي له ناستې سره سم پرې جال خپور کړي چې مارغان او سپی دواړه به جال کې ګېر کېدل. خو له کله چې ښکاریان له ټوپک نه هم کار اخسته پېل کړې دې سپیانو ته تر دې زېات د ښکار او لوبې تخنیکونه ورزده شوي.      ...

سي لي هام ټېرایر – Sealyham terrier

ټولې لیکنې
د ټېرایر سپیانو نسل ده چې د ۱۹ پېړۍ په اخر کې ېې نسل اخستل شوی. نسل اخیستنه ېې د جان اېډوارډ په نامه کس د ګیدړو او شکڼو او داسې نورو وحشي حیواناتو د ښکار لپاره کړې. دا سپیان ډېر زېات مقاومت لري، له وحشي حیواناتو سره په جګړه کې چټک دي او ژر نه ستړي کیږي. وحشي حیوانات ښکار کولای شي. د بدن د وېښتانو لاندې برخه ېې نرمه او پاسه برخه ېې کلکه زیږه ده. غوږونه ېې زوړند دي، د بدن رنګ ېې سپین خو سر او غوږونه ېې خیره والی لري. تر ۱۰ انچه پورې ېې قد لوړیږي او وزن ېې تر ۱۱ کیلو ګرامه پورې رسیږي.      ...

د سکاټلنډ ټېرایر – Scottish terrier

ټولې لیکنې
دا نسل د لنډو پښو ټېرایر ده. سترګې ېې داسې ښکاري لکه چې د حملې لپاره ېې چمتووالی نیولی وي. د بدن پوستکی او وېښتان ېې سخت دي، وېښتان ېې لکه سیم یا تار په څېر دي. ډېر رنګونه لري، قد ېې تر ۱۰ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۸ تر ۱۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي.    

د سکاټلنډ دیر هونډ – Scottish deerhound

ټولې لیکنې
دې سپیانو د سکاټلنډ شاهي سپیان هم وایي. دا سپیان له ۱۶ پیړۍ را په دیخوا پېژندل شوي. مخکې دا سپیان یواځې د شاهانو او اشرافو ملکیت وو چې د ښکار لپاره ېې کارول. په شکل ګرې هونډ سپیانو ته ورته دي خو بدن او هډوکي ېې تر ګرې هونډ سپیانو دروند جوړښت لري. قد له ۲۸ تر ۳۲ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۳۴ تر ۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د بدن وېښتان ېې جړ ډوله د تار په څېر دي او رنګ ېې شین خړ یا زېړ بخن نصواري وي. د ښه ښکاري تر څنګ وفادار ملګری هم ده.      

شي پېرک – Schipperke

ټولې لیکنې
د بلجیم سپیان دي چې سلګونه کاله د ساتنې او څوکیداري لپاره ساتل کېدل. شي پېر وړکی کپتان ته وايي. نسل ېې له څر له سپیانو اخیستل شوی. سر ېې ګیدړې ته ورته ده، لکۍ نلري، د بدن وېښتان ېې ګڼ دي، رنګ ېې تل تور وي، قد ېې له ۱۰ تر ۱۳ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې تر ۸ کیلو ګرامه پورې رسیږي. ځانګړتېاوې ېې تل هر څه ته چمتو کتنه، او د ځای ښه ساتونکی ده همداسې د مګو او مګګ په نیولو کې هم چټک دي.     

سا لوکي – Saluki

ټولې لیکنې
د هونډ سپیانو نسل ده چې د پلرونو تاریخ ېې له میلاد نه ۶ تر ۷ زره کالو مخکې ته رسیږي. دا سپیان مصریانو ته مقدس وو او مصریانو ورته د شاهي سپي نوم اخیسته. دا سپیان به د غرڅې یا هوسۍ د ښکار لپاره کارېدل. اوږده غوږونه لري او د بدن د وېښتانو کیفیت ېې ورېښمین ده. تر نور بدن ېې په غوږونو وېښتان اوږده دي. د نر سپي قد ېې له ۲۳ تر ۲۸ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۲۰ تر ۲۸ کیلو ګرامه پورې رسیږي.   

سمویډ – Samoyed

ټولې لیکنې
د سایبریا د کاري سپیانو نسل ده. په سایبریا کې د سمویډ په نامه خلکو له ځان سره د کاري موخې لپاره ساتل. دا سپیان پورته ولاړ غوږونه لري، د بادام شکل ته ورته تورې سترګې لري، د بدن رنګ ېې تل سپین، خړ ډوله سپین کریمي وي. قد ېې له ۱۹ تر ۲۶ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۲۳ تر ۲۹ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په مخ باندې یو ډول مسکا لري، مهربانه وفاداره او ښه ملګری ده.     

سینټ بېرنرډ – Saint Bernard

ټولې لیکنې
د سپي دا نسل د انسان په ژغورنه کې غټ رول لرلی. په تېرو ۳۰۰۰ کلونو کې دې سپیانو د ۲۵۰۰ کسانو د ژوند ژغورنې لامل ګرځېدلي. کله انسان ته لار پېدا کړې او کله ېې ورک انسانان پېدا کړي او کله ېې د اړتیا په وخت کې نور انسانان خبر کړي چې یو انسان ته مرسته ورسوي. ګمان کیږي چې د روم سینټ بیرنرډ دا نسل له اسیا نه اروپا ته راوړی وي او وروسته ېې په اروپا کې نسل خپور شوی. تر ټولو نامتو سپی باري نومېده چې له خپل مرګ نه ېې مخکې د ۴۰ کسانو په ۱۸ پېړۍ کې ژغورلی وو. له دې پرته دا سپیان د څر او د ځایونو د ستانې لپاره هم ساتل کیږي.     ...

کیز هونډ – Keeshond

ټولې لیکنې
دې سپیانو ته دجرمني بارج سپیان هم وایي. مخکې کار کوونکو ساته ګیدړې ته ورته مخ لري او له وېښتو ډکه لکۍ لري. د بدن رنګ ېې خړ، زېړ او تور ده. قد ېې تر ۱۸ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې تر ۳۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي.