Author: Zakria Rahimi

قوم : سهاک د زېږېدو ځای او نېټه : ۱۹۸۸ کابل مسهي لومړنۍ او منځنۍ زدکړې : پېښور کې سید جمال الدین مجاهد لیسه، امام غزالي لیسه، بي بي زینب لیسه له مورنۍ پښتو ژبې سېوا په دري، اردو، انګریزي او فرانسوي ژبو لیکل، لوستل او خبرې کولای شم. له یو کلنۍ تر ۲۰۰۵ کال پورې په پېښور کې، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶/۶/۶ وروسته فرانسې ته راکډه شوم، د ۲۰۱۴ په نومبر کې بلجیم ته ولاړم او اوسمهال د بلجیم په لیج ښار کې مېشت یم.

د مکسیکو بې وېښتو سپیان – Mexican hairless

ټولې لیکنې
ګمان کیږي چې دا نسل د افریقا یا چینایي بې وېښتو سپیانو چې هسپانویانو په ۱۶ پېړۍ کې له ځان سره امریکا ته انتقال کړي وو اخیستل شوی وي. د قد درې کچې لري یو ډول ېې تر ۱۲ انچه پورې لوړیږي، بل ډول ېې تر ۱۵ انچه پورې لوړیږي او بل ډول ېې تر ۲۲ انچه پورې لوړیږي. په مکیسکو کې ورته چینایي سپیان وایي خو کوم داسې شواهد نشته چې رسما ېې د شواهدو په اساس مالومات درج کړل شي.   

ماسټیف – Mastiff

ټولې لیکنې
د کاري سپیانو نسل ده. له ۲۰۰۰ کالو په انګلستان کې پېژندل شوی. په پخوا وخت کې د جګړې او څوکیداري لپاره ساتل کېده. دا ډول سپیان په اسیا او اروپا کې د میلاد نه ۳۰۰۰ کاله وړاندې موجود وو. ځنې خلک ېې د مولوسن نسل په نامه هم پېژني. په قدیم وخت کې د روم هغه خلکو چې په انګلستان ېې حمله کړې وه دا سپی په جګړه کې د حملې لپاره لېږلی وو. په روم ښار کې خلکو دا سپیان د کورنيو حیواناتو د ساتنې لپاره ساتل تر څو ېې وحشي حیوانات ونه داړي. دا سپیان قوي خو مهربانه دي. غټ سرونه، لاندې زوړند غوږونه، لنډ ډبل اوربوز لري. ډېر رنګونه لري او په خوله باندې ېې تور ماسک وي.    ...

مانچیسټر ټېرایر – Manchester terrier

ټولې لیکنې
په انګلستان کې د دې سپیانو نسل له وایپېټ سپیانو اخیستل شوی. په وایپېټ کې د منډې سپیان او تور زېړ قهوي رنګه سپیانو له نزدیکت پیدا شوی نسل ده. په کال ۱۸۶۰ کې د دې نسل نوم له مانچیسټر ښاره اخیستل شوی. دا سپیان د مګو په نیولو کې مهارت او وړتیا لري. نری اوږد سر لري، وړې سترګې او اوږدې نری پښې لري. دوه ډولونه لري چې یو ډول ېې تر ۱۶ انچه پورې لوړیږي او بل ډول ېې تر ۷ انچه پورې لوړیږي.       

مالتېز – Maltese

ټولې لیکنې
د ملاټا ټاپو نسل ده او نوم ېې هم له همدې ټاپو اخیستل شوی. ۲۸۰۰ کاله وړاندې ېې په همدې ټاپو کې نسل پېژندل شوی. بدن ېې ډېر نازک جوړ ښکاري خو ډېر قوي ده. یو وخت دا نسل اریستکوکراتانو په خپلو کورون کې ساته. د بدن وېښتان ېې لکه د ورېښمو په څېر نرم اوږده او سپین رنګ لري. لاندې زوړند غوږونه لري، تر ۵ انچه پورې ېې قد لوړیږي او تر ۳ کیلو ګرامه پورې ېې وزن رسیږي. 

لاسا اپسو – Lhasa apso

ټولې لیکنې
لاسا اپسو د تبت نسل ده. د کور او فارمونو یا نورو ځایونو لپاره د ساتنې سپیان دي. دا سپیان ډېر هوښیار او د ساتنې پر ځای تل خپل نظر ساتي. له خپل قد نه ېې اوږدوالی زېات ده. قد ېې له ۱۰ تر ۱۱ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۶ تر ۷ کیلو ګرامه پورې رسیږي. لکۍ ېې په ملا را تاو شوې او بدن ېې ډېر ګڼ وېښته لريي. ډېر رنګونه لري خو خلک ېې د سرو زرو په څېر زېړ نصواري ډوله خوښوي.     

لېک لېنډ ټېرایر – Lakeland terrier

ټولې لیکنې
د ګیدړو د ښکار او د ګیدړو نه د کورني حیواناتو د ساتلو لپاره دا نسل کارېده. نوم ېې د انګلستان له لېک لېنډ سیمې نه اخیستل شوی. بل نوم پاتر ډېل ټېرایر ده. شکل ېې اېر ډېل ټېرایر ته ورته ده. قد ېې له ۱۳ تر ۱۵ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۷ تر ۸ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د بدن رنګ ېې تور او زېړ بخن قهوي ده.     

Labrador retriever – لابرادور ریټرایور

ټولې لیکنې
د سپورتي سپیانو نسل ده. په ۱۸ پېړۍ کې د انسل ماهي نیونکو انګلستان ته له ځان سره انتقال کړی. له ۲۱ تر ۲۴ انچه پورې ېې قد لوړیږي او له ۲۵ تر ۳۶ کیلو ګرامه پورې ېې وزن رسیږي. قوي بدن، لنډې پښې لري، د بدن ټولې برخې ېې ډبلې دي. رنګونه ېې د چاکلېټ په څېر، نصواري، خړ، تور او کریمي دي.    

کو واش – Kuvasz

ټولې لیکنې
په منځنیو پېړیو کې دا نسل د هنګري د پاچایانو لخوا ساتل کېده او په همدې وجه د څوکیداري یا ساتنې لپاره چا نه کارول. ګمان کیږي چې دا نسل ډېر پخوانی ده او له منځنۍ اسیا ترکې، هنګري، هند، چین او تبت ته خپور شوی. دعصري یا اوسني کوواش سپیانو قد له ۲۶ تر ۳۰ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۳۲ تر ۵۲ کیلو ګرام پورې رسیږي. سپین رنګ لري او د سر جوړښت یا ښکلا ېې خلک ډېره خوښوي. د دې سپیانو ځانګړتیاوې دادي چې بې له دې څوک ورته هدایت وکړي خپله د هر څه ساتنه کوي، ډېره تېزه منډه وهي او مالک ټول ملکیت په نښه کوي او ساتنه ېې کوي.    ...

کوموندور – Komondor

ټولې لیکنې
د هنګري نسل ده چې په ۹ پېړۍ کې ماګایارانو له ځان سره اروپا ته انتقال کړی وو. دا سپیان د رمو د څر سپیان دي خو ماګایارانو د څر پر ځای د ساتنې او څوکیداري لپاره کارول. دا نسل قوي درانده هډوکي لري، نر سپی ېې تقریبا تر ۲۷ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې تر ۴۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي. ښځینه سپۍ ېې د نر په پرتله وړه او قد کې لنډه وي. بدن ېې لکه د تار یا سیم په څېر په وېښتانو پوښلی. دا سپیان ډېر مستقل چلند غوره کوي او د رمو یا فارمونو ښه ساتونکي دي.     

پاپیلون – Papillon

ټولې لیکنې
دا سپیان له ۱۶ پېړۍ پېژندل شوي. پخوانی نوم ېې ډوارف سپانیال ده. ډېرو رسم شوو تاریخي انځورونو کې هم دا سپیان لیدل شوي. دا نسل د مدام دو پومپادور او ماري انتوانېت خوښ نسل وو. د دې سپي د نوم فرانسوی تلفظ پاپی ېو ده چې شوپرک ته وایي او انګریزي تلفظ پاپیلون ده. د پاپي یو نوم پرې په ۱۹ پېړۍ کې ایښودل شوی. د دې سپیانو یو ډول چې غوږونه ېې پاسه ولاړ او بل ډول لاندې زوړند غوږنه لري. قد تر ۱۱ انچه پورې لوړیږي او وزب ېې تر ۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي.       

پیکینګېز – Pekingese

ټولې لیکنې
په قدیمي چین کې د دې سپیانو نسل اخیستل شی. په هغه وخت کې دا سپیان مقدس سپیان ګڼل کېدل او پاچایانو لخوا د پاچایي په ماڼیو کې ساتل کېدل. په کال ۱۸۶۰ کې د انګریزانو پوځ په بیجینګ کې ماڼۍ لوټ کړې او دا سپیان ېې له ځان سره اروپا ته راوړل. دې سپي ته په شرق او غرب کې د زمري سپي نوم هم اخیستل کیږي. له ۶ تر ۹ انچه پورې ېې قد لوړیږي او وزن ېې تر ۶ کیلو ګرامه پورې رسیږي. ټول بدن ېې په وېښتانو کې پټ وي، لاندې زوړند غوږونه لري. بدن ېې ډېر رنګونه لري خو د ټولو رنګونو سپیان ېې په مخ باندې تور ماسک لري.     ...

پېټ بل ټېرایر – Pit bull terrier

ټولې لیکنې
په ۱۹ پېړۍ کې د دې سپیانو نسل په انګلستان کې د جنګولو لپاره اخیستل شوی. د بل او ټېرایر سپیانو ګډ نسل ده چې پخوا انګریزان، سکاټلنډیان او ایرلنډیانو د جنګ لپاره ساتل. له جنګولو پرته به ېې پرې نیمه وحشي حیوانات نیول. د دې سپیانو نوم نورو سپیانو ته هم کاریږي چې په امریکا او نورو ملکونو کې ېې نسل اخیستل شوی. دا سپیان ډېر وخت په انسان حمله نکوي او د جنګ په وخت کې هم د دواړو سپیانو مالکان سپیانو ته ورنږدې کیږي مګر یو سپی د بل سپی په مالک حمله نکوي. په اوس وخت کې په امریکا انګلستان، ایرلنډ کې د پسیانو جنګول جرم ګڼل کیږي خو بیا هم د دې سپیانو روزونکي دا سپیان د جنګولو لپاره روزي. د دې سپیانو پلرونه چې پېټ بل ورته وایي په انسان هم حمله کوي او په همدې وجه د دې حیواناتو لپاره د مسولیت قوانین جوړ شوی چې مالک ېې باید پلي کړي تر څو چا ته زیان وانه ړوي    ...

پواینټر – Pointer

ټولې لیکنې
پواینټر سپیان د سپورتي سپیانو پلرونه دي چې له دې سپیانو د هونډ، سپانیال او سیټر سپیانو نسلونه اخیستل شوي. په انګلستان کې د ا نسل په لمړي ځل په کال ۱۶۵۰ کې پېژندل شوی. په پخوا وخت کې انګریزانو دا سپیان د صحرايي سوی نیولو لپاره کارول. په ۱۸ پېړۍ کې دا سپیان د مرغانو د نیولو لپاره وروزل شول. د دې سپیانو د نسلونو قد له ۲۳ تر ۲۸ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۲۰ تر ۳۴ کیلو ګرامه پورې رسیږي. تل اوږده اوربوزونه لري د بدن وېښتان ېې لنډ وي، لاندې زوړند غوږونه لري او رنګ ېې معمولا سپین او تور وي خو نور رنګونه هم شته. دا نسل په جرمني کې هم اخیستل شوی چې د جرمن پواینټر په نامه یادیږي. چې ډېرې لوبې په وچه او اوبو دواړو کې پرې کیږي.     ...

پوډل – Poodle

ټولې لیکنې
نسل ېې په جرمني کې اخیستل شوی. په فرانسه کې خلکو ډېر زېات خوښ کړ او ډېرو خلکو دانسل په کورونو کې وساته او بلاخره د فرانسې ملي سپی شو. د دې سپي نسل د سپورت لپاره اخیستل شوی وو چې په اوبو کې لامبو ووهي او لوبې وکړي. له دې پرته ډېر وخت په سرکس کې د ن ندارې او لوبو لپاره کاریږي خو ځنې خلک پرې د ځمکې لاندې یو ډول خواړه چې کچالو ته ورته دي او په خوږو جوړولو کې کاریږي پېدا کوي.     

پګ – Pug

ټولې لیکنې
ګمان کیږي چې مورنی ځای ېې چین ده. او جرمني سوداګرو په ۱۷ پېړۍ کې انګلستان ته له ځان سره انتقال کړی. پګ سپیا ډبله سخته تاو شوې لکۍ او لنډ اوربوز لري، عضلاتي بدن او غټ سر، تورې سترګې، واړه زوړند غوږونه لري. قد ېې له ۱۰ تر ۱۱ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۶ تر ۸ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د بدن وېښتان ېې لنډ او هوار دي. په مخ باندې تور ماسک لري او هر رنګ کې پېدا کیږي. ډېر خلک ېې د کورني سپي په څېر کورونو کې ساتي.    

پولي – Puli

ټولې لیکنې
دا سپی د پسونو د رمو سره ګرځېدونکی سپی ده چې تقریبا ۱۰۰۰ کاله وړاندې د دمګیارس (پخوانيو هنګریانو) لخوا نورو ته ورپېژندل شوی وو.قوي بدن لري، د بدن وېښتان ېې ډېر اوږده دي، دوېښتانو لاندې برخه ېې لنډه او نرمه ده خو د لنډو وېښتانو له پاسه اوږده وېښتان لري. تر ټولو نامتو اوخورا زېات پېژندل شوی رنګ ېې تور رنګ او له تور رنګ سره خړ یا برونزو ته ورته تور رنګ ده. سپین او خړ رنګونه هم لري. له ۱۶ تر ۱۷ انچه پورې ېې قد لوړیږي او وزن ېې تر ۱۳ کیلو ګرامه پورې رسیږي.     ...

رټرایور – Retriever

ټولې لیکنې
د سپورتي سپیانو له بل سره توپیر لرونکی نسل ده. او د لوبو لپاره ساتل کیږي. دا سپیان نرمې خولې لري، د وږم حس ېې ډېر تېز ده، د بدن وېښتان ېې داوبو ضد یا د اوبو نه جذبونکې ځانګړنه لري. د لوبې پر وخت نرم غاښ لګوي پر څه چې لوبې کوي په غاښونو ېې نه له منځه نه وړي.         

رودېسین رایډګیټ بک – Rhodesian ridgeback

ټولې لیکنې
بل نوم ېې د افریقا زمرۍ هونډ یا لیون هونډ ده. د جنوبي افریقا د هونډ سپیانو نسل ده چې په ملا باندې ېې د مخکې په لور وېښتان وده کوي او له همدې نښې پېژندل کیږي د بدن نور وېښتان ېې لکه د نورو سپیانو معمولي دي خو د ملا یوه برخه ېې مخالف لوري ته وده کوي. دا نسل د اروپا د سپیانو او د افریقا د ښکار لپاره د نیمه وحشي سپیانو ګډ نسل ده. ډېر فعال او مقاومت لرونکي دي. زوړند غوږونه لري، رنګ ېې سور او زېړ، نصواري سور وي. قد ېې له ۲۴ تر ۲۷ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۳۲ تر ۳۹ کیلو ګرامه پورې رسیږي.     ...

روټ ویلر – Rottweiler

ټولې لیکنې
د کاري سپیانو نسل ده چې د غواګانو د څر لپاره ېې نسل اخیستل شوی. د رمان یوه اتل د دې سپیانو یو سپی په روټ ویل کې پریښی وو. کله چې نسل ترې واخیستل شو د سیمې نوم پرې کېښودل شو. له منځنیو پېړیو تر ۱۹ پېړۍ پورې په هره سیمه کې ځایي قصابانو دا نسل د غواګانو د څر لپاره ډېر ساتل. له ۱۹ پېړۍ را په دیخوا د پولیسو لخوا او په فارمونو یا د نورو ځایونو د ساتنې لپاره هم کارول شوي. قوي بدن لري، قد ېې له ۲۲ تر ۲۷ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۴۱ تر ۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. رنګ ېې تل تور وي خو په سینه مخ او پښو سور قهويي نښانونه لري.     ...

فاکس ټېرایر – Fox terrier

ټولې لیکنې
د سپیانو دا نسل په انګلستان کې د ګېدړو له غارونو راوېستلو لپاره اخیستل شوی. دا سپیانو دوه ډوله لري د یو ډول وېښتان ېې لکه د تار یا سیم سیده دي د بل ډول وېښتان ېې نرم دي. په شکل کې یو بل ته ورته دي خو پلرونه او دبدن د وېښتانو کیفیت ېې توپیر لري. دواړه ډولونه قوي بدن لري، اوربوز ېې تور ماسک لري، نیم ولاړ غوږنه لري. قد ېې تر ۱۵ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۷ تر ۸ کیلو ګرامه پورې رسیږي. رنګونه ېې تور، سپین او سور قهوي سره ګډ دي.