Author: Zakria Rahimi

قوم : سهاک د زېږېدو ځای او نېټه : ۱۹۸۸ کابل مسهي لومړنۍ او منځنۍ زدکړې : پېښور کې سید جمال الدین مجاهد لیسه، امام غزالي لیسه، بي بي زینب لیسه له مورنۍ پښتو ژبې سېوا په دري، اردو، انګریزي او فرانسوي ژبو لیکل، لوستل او خبرې کولای شم. له یو کلنۍ تر ۲۰۰۵ کال پورې په پېښور کې، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶/۶/۶ وروسته فرانسې ته راکډه شوم، د ۲۰۱۴ په نومبر کې بلجیم ته ولاړم او اوسمهال د بلجیم په لیج ښار کې مېشت یم.

Cleveland Bay – کلیو لېنډ بې

ټولې لیکنې
د اسونو نسل ده. خپلې ځانګړنې دواړو دوه رګه او کره بچیانو ته انتقالوي او له همدې امله په ۱۹ او ۲۰ پېړۍ کې ډېرو خلکو خوښول. همداسې تر اوسه د ځانګړو کړنو لپاره زیات کارېدونکی نسل ده. اصلي ځای یې د انګلستان د یارک شېر کلیو لېنډ سیمه ده. نسل یې د منځنیو پېړیو له اسونو اخیستل شوی. کله یې چې نسل متحده ایالتونو ته انتقال شو هلته د په اس ګاډۍ پسې تړل کېدل او د نندارې او د منډې د سیالیو لپاره کارېدل.   قد یې له ۱۶۳ تر ۱۶۵ سانتي متره پورې لوړیږي او وزن یې له ۶۳۵ تر ۶۸۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. ډېر وخت سور رنګ لري او د څټ د وېښتو او پښو رنګ یې تور وي. د مالوماتو د ثبت اداره یې په انګلستان کې (British Cleveland Bay Horse Society) په ۱۸۸۳ کې جوړه شوې او په شمالي امریکا کې (Cleveland Bay Horse Society of North America) په ۱۸۸۵ کې جوړه شوې....

Cayuse – کایوسا

ټولې لیکنې
وحشي او کورني شوي د امریکا دهندیانو د سیمو اسونه دي. بشپړ نوم یې (Cayuse Indian pony) ده. په ۱۶ پېړۍ کې هسپانویانو چې کوم اسونه امریکا ته انتقال کړي د همدې اسونو بیا ځلې وحشي شوی نسل ده تر ۱۹ پېړۍ پورې یې نسل کې بشپړ بدلونه رامنځته شو. نوم یې د واشنګټن د لوېدیځ او اورېګون سیمې د خلکو نوم ده. د پلرونو په اړه یې کافي مالومات نشته خو د سیمې خلک په دې باور دي چې د هسپانویان له بارب اسونو سره د پېرچېرون اسونو ګډ وحشي نسل ده. پېرچېرون د فرانسې د کاري اسونو نسل وو. په ۲۱ پېړۍ کې یې نسل تر پخوا ډېر کم شوی....

ادوارډ رایلي برډلي – Edward Riley Bradley

ټولې لیکنې
په کال ۱۸۵۹ کې د امریکا په پنسلونیا کې زېږېدلی. او د اګست مېاشتې په ۱۹۴۶ کې د امریکا په لکسینګټون کې مړ شوی.  اډوارډ دامریکا لوبغاړی، قمارباز او بشردوست وه او څلور ځلې د امریکا کنټاکي دربي(د اسانو د منډې وهلو لوبه) په نامه د لوبې ګټونکی وه.  کله چې ځوان وه نو د پولادو په کارخانه کې ېې کار کاوه له هغې وروسته د امریکا جنوب غرب ته ولاړ هلته ېې له هندیانو سره جګړه پېل کړه او له جګړې وروسته د غواګانو دهقان شو له دهقاني وروسته ېې قمار پېل کړ او په پالم ساحل کې ېې خپله کازینو خلاصه کړه. کله ېې چې په کازینو کې پېسې وګټلې نو په لکسینګټون کې ېې داسانو کلب واخیسته او داسانو په منډه وهلو کې ېې علاقه پېدا کړه. ټولو اسانو ېې تقریبا ۱۰۰۰ لوبې ګټلي او په ۱۰۰۰ لوبو ېې ۲،۵۰۰،۰۰۰ ډالر ګټلي. په ۱۹۴۰ کې ېې د هر قوم او هر مذهب له یتیمانو سره مرسته پېل کړه . د خپل یوه کلب پر عوایدو ېې د سمندري حیواناتو لابراتو...

Belgian horse – بلجیمی اس

ټولې لیکنې
د دراندو کاري اسونو نسل ده او نسل یې د فلاندرز له غټو اسونو اخیستل شوی. په ۱۸۶۶ کې په لمړي ځل متحده ایالتونو ته انتقال شول. په طبیعت کې ارام او صبر کوونکي دي. دروند بدن، ډبلې عضلې او لنډې پښې لري. قد یې له ۱۶۳ تر ۱۷۳ سانتي متره پورې لوړیږي او وزن یې له ۸۲۰ تر ۱۰۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په متحده ایالتونو کې یې د مالوماتو د ثبت اداره (Belgian Draft Horse Corporation of America) په ۱۸۸۷ کې جوړه شوه.    

بار یا باربري اسان

ټولې لیکنې
دا نسل د شمالي افریقا او ګمان کیږي چې د عربي اسانو له نورو اسانو سره ګډ نسل ده. خو تر عربي اسانو قد کې جګ دي. لکۍ ېې تر عربي اسانو اوږده او په ملا کې لاندې موقیعت لري. د پښو په لاندې وروستۍ برخه کې وېښتان لري. د بدن رنګ ېې ډېر وخت سور او نصواري وي. دتګ تېزوالی ېې هم د عربي اسانو په څېر تېز ده.

Arabian horse – عربي اسونه

ټولې لیکنې
له ډېره پخوا ښه نسل ګڼل کیږي. چټکه منډه وهي او پرته له دمې کولو د اوږد واټن منډه وهلای شي. هوښیار او د نرم طبیعت اسونه ګڼل کیږي. د نسل تاریخ یې نامالوم ده خو ګمان کیږي چې نسل یې په ۷ پېړۍ کې سعودي کې اخیستل شوی. د نسل اخیستنې له لارې یې د خپل نسل ځانګړنې نورو اسونو ته هم ورکړي.   واړه اسونه دي، واړه سرونه لري، د پوزې سوري یې لوی وي، بهر وتلې سترګې لري او لنډه ملا لري. د ملا تیر یې معمولا ۲۳ مهرې لري خو د نورو اسونو د ملا مهرې ۲۴ وي. تر ۱۵۲ سانتي متره پورې یې قډ لوړیږي او وزن یې له ۳۶۰ تر ۴۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. مختلف رنګونه لري خو ډېر وخت خړ رنګ کې وي. تر ټولو نامتو د نسل اخیستنې فارم یې د سعودي په نجده کې وو خو اوسمهال یې نسل د نړۍ په ډېرو سیمو کې اخیستل کیږي....

Appaloosa – د شمالي امریکا برګ اسونه

ټولې لیکنې
ګمان کیږي چې د شمالي امریکا د نې پېرسې د هندیانو سیمه (Nez Percé) یې اصلي ځای ده او د شمالي امریکا له موستنګ وحشي اسونو (mustangs) یې نسل اخیستل شوی او همداسې د موستنګ اسونو نسل د هپسانیا له هغو اسونو رامنځته شوی چې امریکا ته په لمړیو کې تللیو هسپانویانو له ځان سره انتقال کړي وو. نوم یې د ایداهو (Idaho) له پالوز سیند (Palouse River) څخه اخیستل شوی.   بدن یې یو رنګ لري په کوم کې چې د بل رنګ ټاپې موجودې وي. وزن یې له ۱۰۰۰ تر ۱۱۰۰ کیلو ګرامه او قد یې له ۱۴۴ تر ۱۶۳ سانتي متره پورې لوړیږي. د مالوماتو د ثبت اداره (Appaloosa Horse Club) یې په ۱۹۳۸ کې جوړه شوې.  ...

American Saddlebred horse – د امریکا د سپرلۍ اسونه

ټولې لیکنې
د (American Saddle Horse) په نامه هم یادیږي د سپرلۍ د اسونو نسل ده. په متحده ایالتونو کې د اسونو د سپرلۍ د نندارې لپاره عام کارېدونکي اسونه دي. نسل یې د امریکا د (The Thoroughbred, Morgan, Standardbred, Arabian, pacers, and easy riding horses) نسلونو ګډ نسل ده. په نسل اخیستنه کې یې د نږدې نسلونو یا یو بل ډېر ورته نسلونو ګډون مرسته کړې چې دې اسونو ته د نسل شکل ورکړي.   وزن یې له ۴۵۰ تر ۵۴۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي او قد یې له ۱۵۲ تر ۱۶۳ سانتي متره پورې لوړیږي. په ۱۸۹۱ کې د جلا نسل په توګه وپېژندل شو او په همدې کال کې د امریکا (American Saddlebred Horse Association, Inc) ادارې ثبت او د دې اسونو مجله یې خپره کړه....

American Quarter Horse – د امریکا کوارټر اسونه

ټولې لیکنې
په امریکا کې د ټولو د اسونو زوړ نسل ده. نسل یې په کال ۱۶۶۰ کې له هسپانیا انتقال شوي او ځایي اسونو خخه اخیستل شوی. په ۱۷ پېړۍ کې دې اسونو باندې د منډې سیالۍ کېدې چې په ډېربریالیتوب سره ېې دیومایل څلورمه برخه منډه وهله او له همدې امله ورته کوارټر اس نوم اخلي کوارټر په انګرېزۍ کې څلورمې برخې ته وېل کیږي. تر ۱۹ پېړۍ پورې پرې د منډو سیالۍ کېدې خو له دې وروسته ډېرو پاده وانانو د غواګانو د پادو د څرولو لپاره په غرونو او غونډیو کې کارول. اوسني کوارټر اسونو تر پخوانیو لنډ او درانده عضلات لري، لنډ پراخه شوي سرونه لري، پراخه سینې لري. په لنډ ځای کې د راتاوېدلو، لنډه تېزه منډه کولو او د ډېر ژر درېدلو ځانګړتېاوې لري او له همدې امله ېې شپونکیان د غواګانو د څرولو لپاره کاروي. ډېر رنګونه لري خو ټول رنګونه ېې خېره دي. قد ېې له ۵۷ تر ۶۴ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۴۳۱ تر ۵۴۴ کیلو ګرا...

Albino – البینو یا سپین اس

ټولې لیکنې
ځانګړنه یې ګلابي ډوله سپین پوستکی او کره سپین وېښته دي. البینو سپین رنګ کې پیدا کیږي او ټول عمر یې رنګ سپین پاتې کیږي په دې مانا چې بدن کې یې کوم بل رنګ وروسته نه راڅرګندیږي. سترګې یې شنې یا نصواري وي. ډېرو اسونو ته چې د سپین اس نوم کاریږي اصل کې سپین ندي بلکې خړ اسونه دي کوم چې کوم چې سپین پیدا شوي وي او کله چې وده وکړي د بدن رنګ یې خړ رنګ ته بدلیږي مګر البینو تل سپین پاتې کیږي.

Murray Grey – مورې ګرې

ټولې لیکنې
د استرالیا د غوښې د تولید لپاره غوییز دي. په لمړي ځل یې نسل په کال ۱۹۰۵ کې اخیستل شوی. اصلي ځای یې د استرالیا مورې سیند دره (Murray River valley) ده چې د ویکتوریا او نیو سوت وېلز تر منځ پوله ګڼل کیږي. دا غوییز په طبیعي توګه ډېر ژر وده کوي، د غوښې د ښه تولید تر څنګ زېاتې شیدې هم کوي. په طبیعي توګه بې ښکرو دي او د بدن د رنګدانې له امله د هر ډول اقلیم په چاپېریالونو کې ژوند کولای شي. نسل یې په بریالۍ توګه له هېرفورډ، بوس اندیکوس، د لنډو ښکرو، انګس او هولسټاین فریژن غوییزو سره دوه رګه شوی. نسل یې کاناډا، چین، نیوزلنډ او متحده ایالتونو ته وارد شوی....

Ox – د اوږدو ښکرو غوییز

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې بوس توروس یا بوس توروس پریميجېنیوس (Bos taurus, or B. taurus primigenius) ده. د اوږدو ښکرو کورني شوي غوییز دي چې یو وخت په اروپا، امریکا، اسیا او افریقا کې په پادو یا ډلو کې وحشي ګرځېدل. په استرالیا او سوېلې امریکا کې وحشي د اوږدو ښکرو غوییز نشته. د دې غوییزو ډېر کم وحشي نسل اوس هم شته. د بوویدای کورنۍ (Bovidae family) غړي دي. خصي شوی نران یې مخکې په ټوله نړۍ کې خو اوسمهال یوازې په وروسته پاتې ملکونو کې د کار لپاره کارول کیږي او په ځینې ملکونو کې د خوړو لپاره هم حلالیږي....

Santa Gertrudis – سانټا ګېرټروډیس

ټولې لیکنې
د غوښې لپاره ساتل کېدونکي غوییز (beef cattle) دي. په ۲۰ پېړۍ کې د تیکزاس په کینګ رنچ فارم کې یې نسل اخیستل شوی. نسل یې د لنډو ښکرو له غواګانو او د براهمان غویي څخه اخیستل شوی. د بدن رنګ یې سور وي، ډېر کم وخت په تندي باندې سپین خاپونه لري. د غوښې لپاره په ساتل کېدونکو غوییزو کې تر ټولو زېات وزن لرونکي دي.
Beef Shorthorn – لنډ ښکري د غوښې غوییز

Beef Shorthorn – لنډ ښکري د غوښې غوییز

ټولې لیکنې
د غوییزو نسل دی، نسل یې په ۱۸۲۰ لسیزه کې، په انګلستان او سکاټلند کې د دوه موخو شیدو او غوښې لپاره اخیستل شوی. په ۱۹۵۸ کال کې نسل اخیستونو د غوښې لپاره جلا او د شیدو لپاره جلا د لنډ ښکرو نسلونه رامنځته کړل. په ۱۹۷۰ لسیزه کې انګلستان د مېن انجو غوییزو نسل کوم چې د فرانسې بې ښکرو غوییز دي له خپلو بې ښکرو غوییزو سره دوه رګه کېدل بند کړل تر څو یې وزن زیات شي او ځواکمنې عضلې ولري.

ګاېل – Gayal

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې بوس ګوروس فرانتالیس (Bos gaurus frontalis) ده، د میتان (mithan) نوم هم ورته اخلي د ګوور (guar) فرعي ډول، تر ټولو غټ وحشي غوییز دي. د بووینا فرعي کورنۍ (subfamily Bovinae) او د بوویدای کورنۍ (family Bovidae) کې شامل دي. د اسام (Assam) او میانمر یا برما (Myanmar or Burma) هغه قومونه چې په غریزو سیمو کې مېشت دي دا غوییز ساتي.   د ګوور له غوییزو څخه په کچه کې واړه او لنډې پښې لري، د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۴۰–۱۶۰ سانتي متره (۵۵–۶۳ انچه) پورې رسیږي. نر یې له ښځې څخه ۲۰–۲۵ % پورې په وزن کې زېات وي. له ګوور سره یې بل توپیر په ولیو کې د کوبي (hump) نشتوالی، د سر لنډوالی او پراخوالی ده. د دواړو نر او ښځې ښکرونه یې د سر له یو بل څنګ څخه وده کوي، ښکرونه یې ډبل دي خو له ګوور غوییزو لنډ دي. نر یې تور رنګ لري خو ښځه یې تور نصواري رنګ لري مګر دواړه جنسونه په بدن کې س...
Guernsey – ګېرنزي غوییز

Guernsey – ګېرنزي غوییز

د غوییزو نسلونه
د شیدو لپاره ساتل کېدونکي غوییز دي، اصلي ځای یې د انګلستان ګېرنزي ټاپو دی. ګمان کیږي چې د دې غوییزو نسل د فرانسې د نورماندي او د انګلستان د بریتاني سیمو ګډ نسل وي. یو وخت د انګلستان او فرانسې تر منځ د انګلستان د ټاپوګانو ټولو غوییزو ته الډېرني نوم اخیستل کېده خو کله چې د غوییزو د واردولو د بندېدو قانون تصویب شو او یوازې د حلالولو لپاره یې اجازه ورکړل شوه د جېرزي او ګېرنزي نسلونه په سیمه کې واخیستل شول. دبدن رنګ یې نکریزو ته ورته یا د وړې نوې پیدا شوې هوسۍ په څېر وي او په خپل رنګ کې د سپین رنګ نښانونه لري. د جېرزي غوییزو څخه د بدن په کچه کې غټ دي. د شیدو رنګ یې زېړ دی. د غوښې تولید یې ډېر کم دی. متحده ایالتونو ته ګېرنزي غوییز په لمړي ځل په کال ۱۸۳۰ کې انتقال شول. اوسمهال یې نسل په استرالیا، کانډا او انګلستان کې پرېمانه پیدا کیږي....
Cattle – غوییز

Cattle – غوییز

د غوییزو نسلونه
علمي نوم یې بوس توروس (Bos taurus) دی. په دوه ګوتو وېشل شوي بوټ لرونکي، کورني شوي، واښه خوړونکي ژوي دي. د بووینای فرعي کورنۍ غړي دي، په نړۍ کې تر ټولو زیات خپاره شوي د بوس نسل غړي ګڼل کیږي. ښځې ته یې غوا او نر ته یې غویی نوم اخلي، نر بچي ته یې خسکی، ښځې ته یې کوچنیوالي کې خسکۍ او د کار، غوښې او یا نسل اخیستنې لپاره ساتل شوي بلوغ ته رسېدلي نر ته یې سخندر وایي. غوییز یا د غوښې لپاره او یا د شېدو لپاره فارمونو کې ساتل کیږي. همداسې یې پوستکی د چرم جوړولو لپاره کاریږي. له دې پرته د نړۍ په ځینو برخو کې د کار لپاره کار ترې اخیستل کیږي، په کراچۍ پسې د بار وړلو لپاره او پټیو کې د قلبې لپاره کاریږي. د غوییزو بل تولید د غوییزو غوشایي دي له کوم چې سره او سونګ توکي جوړیږي. د نړۍ په ځینو سیمو کې په ځانګړې توګه د هندوستان په لویه برخه کې غویز مذهبي بڼه لري. د نړۍ په ځینو سیمو کې اچۍ غوا ګانې هم د کورن...
American Brahman – د امریکا براهمن غوییز

American Brahman – د امریکا براهمن غوییز

د غوییزو نسلونه
د امریکا د زېبوین تورین غوییزو دوه رګه د غوښې لپاره اخیستل شوی نسل دی. نسل یې په متحده ایالتونو کې له ۱۸۸۵ را په دېخوا د هندوستان، انګلستان او برازیل له واردو شوو غوییزو اخیستل شوی. په نسل اخیستنه کې یې ګیر، ګوزېرا، نیلور، اېندو برازیل، کرېشنا ویلي او اونګول غوییز کارېدلي. د لمر له وړانګو، تودوخې، لوندوالي او پرازیتو سره مقاومت لرونکي دي. د نړۍ زیاتو هېوادونو ته یې نسل صادر شوی، په استرالیا کې پرېمانه پیدا کېدونکی نسل دی. له نسل نه یې دوه رګه نسلونه لکه برانګوس او براهموسین هم اخیستل شوي. مخینه د اسیا زېبوین کوبی لرونکي غوییز له ۱۸۴۹ کال څخه په متحده ایالتونو کې موجود وو. وروسته د هند یو غویی له انګلستان څخه د متحده ایالتونو د کارولینا سوېل ته صادر شو. همداسې په ۱۸۸۵ کې دوه خړ سخندران په مستقیمه توګه له هند څخه د متحده ایالتونو تکزاس ته انتقال شول. په تکزاس کې له سیمه ایزو تورین غو...

Juan Belmonte – خون بېل مونتې – جون بېل مونټ

ټولې لیکنې
بشپړ نوم یې (Juan Belmonte y García) ده، د اپرېل په ۱۴ نېټه، کال ۱۸۹۲ کې، د هسپانیا د سویلا په تریانا سیمه کې زېږېدلی او د اپرېل په ۸ نېټه، کال ۱۹۶۲ کې، د اوترېرا په سیمه کې مړ شوی. د هسپانیا له غوییزو سره جګړه کوونکی (bullfighter) وو. په ۱۹۱۴ کې یې له غوییزو سره په جګړه کې داسې تخنیک پیدا کړ چې پرته له غوځښت څخه د غویي له ښکرو سره څنګ کې درېده. تر دې مخکې به چې کله غوییزو ته پرده ښودل کېده د غویي له برید څخه به لوبغاړو مندې وهلې. د خپل ژوند په اوږدو کې یې ۴۳ کاله لوبه وکړه او په دې موده کې هیچا د بېل مونټ په څېر لوبه ونشوه کړای تر ټولو لوی سیال یې جوزې ګومېز اورتېګا (José Gómez Ortega) وو....
Share
Hide Buttons