Author: Zakria Rahimi

قوم : سهاک د زېږېدو ځای او نېټه : ۱۹۸۸ کابل مسهي لومړنۍ او منځنۍ زدکړې : پېښور کې سید جمال الدین مجاهد لیسه، امام غزالي لیسه، بي بي زینب لیسه له مورنۍ پښتو ژبې سېوا په دري، اردو، انګریزي او فرانسوي ژبو لیکل، لوستل او خبرې کولای شم. له یو کلنۍ تر ۲۰۰۵ کال پورې په پېښور کې، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶/۶/۶ وروسته فرانسې ته راکډه شوم، د ۲۰۱۴ په نومبر کې بلجیم ته ولاړم او اوسمهال د بلجیم په لیج ښار کې مېشت یم.

Robert Bakewell – رابرټ بېکوېل

ټولې لیکنې
په کال ۱۷۲۵ کې، د انګلستان په لیسټر شېر کې زېږېدلی او د اکتوبر میاشت په ۱ نېټه، کال ۱۷۹۵ کې مړ شوی. د انګلستان زراعت پوه وو چا چې په انګلستان کې د مېږو او غوییزو نسل اخیستنه کې یو بنسټیز بدلون رامنځته کړ. خپل فارم یې د ساینسي مدیریت په نامه خلکو ته ور وپېژانده. د څارویو د نسل اخیستنې لپاره د بېکوېل طریقې تر اوسه پورې کاریږي.   بېکوېل چې کله ځوان وو ټول انګلستان او اروپا ته یې سفرونه پېل کړل تر څو د زراعت او مالدارۍ تخنیکونه زده کړي. له خپل سفر وروسته د خپل پلار فارم ته راوګرځېد کوم چې په ۱۷۸ هکتاره (۴۴۰ جریبه) ځمکه کې جوړ وو. په کال ۱۷۶۰ کې یې پلار مړ شو او فارم بېکوېل ته په میراث کې پاتې شو. له دې وروسته یې نسل اخیستنه کې نوې طریقې پېل کړې. په خپلو څارویو کې یې نر او ښځې سره جلا کړل تر څو د تصادفي جنسي نزدیکت او زېږون مخه ونیسي.   بېکوېل د انګلستان لمړی بزګر وو چا چې ...
Ayrshire cattle – اېرشېر غوییز

Ayrshire cattle – اېرشېر غوییز

د غوییزو نسلونه
د شیدو لپاره د سکاټلند نسل دی. نسل یې د سکاټلنډ په اېرشېر کې اخیستل شوی. سور او سپین رنګ کې وي، سوروالی یې له روښانه نارنجي تر تېز نسواري رنګ پورې امکان لري. د منځنۍ کچې غوییز دي. وزن یې تر ۵۴۰ کیلوګرامه پورې رسیږي. له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې تر ۹۱۰۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي. که چېرې د انسانانو لخوا بې ښکرو نشي نو ښکرونه یې تر ۳۰ سانتي متره پورې وده کوي. په هر ډول فارم کې له ژوند سره په اسانۍ بلدتیا پیدا کوي. په ۲۰۰۸ کال کې یوازې په انګلستان کې تر ۶۳۳۵۶ اېرشېر غوییز موجود وو. په متحده ایالتونو کې د یاد نسل غوییز هر کال تر ۲۵۰۰ پورې راجستر کیږي....
Aberdeen Angus – ابېرډین انګس غوییز

Aberdeen Angus – ابېرډین انګس غوییز

د غوییزو نسلونه
ځینې خلک ورته یوازې انګس نوم اخلي. د غوښې لپاره د سکاټلنډ د غوییزو نسل دی. په شمال لویدیځ سکاټلنډ کې د ابیرډین، بانف، کېن کارډېن او انګس سیمو له غوییزو نسل اخیستل شوی. په ۲۰۱۸ کال کې د انګلستان د غوښې د مارکیټ ۱۷% غوښه چمتو کوونکی نسل ګڼل شوی. په طبیعي توګه بې ښکرو دی، د بدن رنګ یې سور یا تور وي خو د ځینو ګېډه سپین رنګ هم لرلای شي. نسل یې د نړۍ ګڼ شمېر هیوادونو ته صادر شوی. په استرالیا، سوېلې امریکا، متحده ایالتونو نیوزلنډ او کاناډا کې هم زیات ساتل کېدونکي غوییز دي. په امریکا کې بیا په دوه جلا نسلونو سره وېشل شوي یو یې د امریکا انګس او بل یې سور انګس نسل دی. په ځینو هیوادونو کې یې نسل اخیستل شوی کوم چې د سکاټلنډ له انګس څخه قد کې لوړ دي. جنتیکي بې نظمي څلور ډوله جنتیکي بې نظمي لرلای شي لمړی (arthrogryposis multiplex) ده کومه چې د خسکیانو په مفصلونو کې د خوځښت په وړتیا اغیز کوي ؛ دو...

Poultry – کورني الوتونکي

ټولې لیکنې
په مالداري کې هغه الوتونکي چې د غوښې، هګیو او بڼکو لپاره ساتل کیږي لکه چرګان، هیلۍ، فیلمرغ او قازې. ساتنه یې یا سوداګریزه وي او یا هم په کورونو کې د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره وي. خو کیکر بیا یوازې په سیمه ایزه توګه ارزښت لري او سوداګریز ارزښت یې کم ده.

قازه – Goose

ټولې لیکنې
هر توپیر لرونکی ډول چې دروند قوي بدن لري، د اوبو مارغان دي. متوسطه بدن لري د بدن وزن اوکچه ېې د سوان نه وړوکی او له غټو مرغاویو غټ ده. یو نسل ېې د انسېر په نامه یادیږي چې ډېر خلک ورته خړې قازې وایي. بل نسل ېې برانتا په نامه ده او خلک ېې د تورو قازو په نامه پېژني. د کورنۍ نوم ېې اناتیدای ده. په شمالي نیمه کره کې دکانډا قازې (کاناډینسیز)، دسپینې سینې قازې (ایري تروپوس او البیفرونز) برنکل قازې (لیوکوپسیس) اود واورې قازې (چېن کایرولېسینس) ژوند کوي.د نر او ښځې رنګ ېې کوم توپیر نلري دواړه یو ډول رنګونه لري، نر ېې له ښځې په کچه کې غټ وي. د قازو غاړه له بدن نه لنډه وي د هیلۍ په پرتله پښې ېې د بدن په مخکې برخه کې وي او په همدې وجه له هیلۍ او سوان بهتر قدم وهلی شي. کله چې د خطر سیګنال یو بل ته ورکوي نو نر او ښځه دواړه ېې په لوړ غږ نارې وهي. کله چې په غصه شي د غاړې بڼکې لړزوي او یا ښوروي. تل لویه ډله...

Leghorn – لېګ هورن

ټولې لیکنې
د چرګانو نسل ده، اصلي ځای یې ایټالیا ده، دولس ډولونه لري، تر ټولو زیات نامتو یې سپین لېګ هورن دي. د نړۍ تر ټولو زیات د هګۍ تولیدونکي دي، د هګۍ رنګ یې سپین وي. په نړۍ کې تر ټولو زیات په انګلستان، کاناډا، استرالیا او متحده ایالتونو کې ساتل کیږي.  

کیکر – Guineafowl

ټولې لیکنې
د کورنۍ نوم ېې نومیدي دای ده. د ډلې نوم ېې کالیفورمز ده د دې مرغه مورنۍ ځا د افریقا ګینیا ده. او په وروستیو کې ځنې ادارو د دښتي چرګانو په ډله کې زېات کړی. ۱۰ ډولونه لري. د دې یو ډول ېې خلک د فارمونو د ستاتنې لپاره کاروي او ډېر خلک ېې غوښه هم خوري د دې ډول نوم نومیدا میلای ګریس ده. په فارمونو کې ځکه ساتل کیږي چې د خطر د سینګال ورکولولپاره ډېر په لوړ غږ نارې وهي. په شرقي افریقا کې د دې مارغه په مخ کې شین رنګ، سره ککره، او خړبخن او سپین چې سپین خاپونه پکې لیدل کیږي. نر او ښځه ېې یو ډول دي، ۵۰ سانتي متره پورې اوږدوالی لري، نصواري سترګې لري. خوراک ېې تخم او ځنې حشرات دي. لنډ ځای پورې الوځي، په شپه کې ونو ته خیژي او د ونو په خاښونو خوب کوي. تر ۱۲ پورې هګۍ کوي او په هګیو باندې یو میاشت کیني کله ېې چې واړه بچیان پېدا شي له هګۍ راوتو سره سم د لاسه فعال وي او له مور اوپلار سره یوځای ګرځي....

فیلمرغ – Turkey bird

ټولې لیکنې
دوه ډولونه لري، د کورنۍ نوم ېې فازیانیدای یا میلای ګریدي دای او د ډلې نوم ېې ګالي فورمز ده. تر ټولو زېات پېژندل شوي معمولي فیلمرغان (میلای ګریس ګالو پاوو) دي چې په شمالي امریکا کې ژوند کوي خو د نړۍ په نورو برخو کې هم اهلي شوي دي. بل ډول ېې د اګریو کاریس (میلای ګریس) اوسېلاتا په نامه دي.د استرالیا فیلمرغ ته بسټرډ، د افریقا د ګینیا فیلمرغ ته میګاپوډ، او د اوبو فیلمرغ ته د سنېک برډ نومونه اخلي. ګمان کیږي چې فیلمرغ هندیانو اهلي (کورنۍ) کړی. په کال ۱۵۱۹ کې هسپانیا ته صادر شو او وروسته له هسپانیا ټولې اروپا ته صادرشوی. په کال ۱۵۴۱ کې انګلستان ته ورسېد له دې وروسته انګریزانو چې کله امریکا مستعمره کوله په ۱۷ پېړۍ که له ځان سره شمالي امریکا ته یوړ. تر کال ۱۹۳۵پورې د فیلمرغ نسل د دې لپاره اخیستل کېده چې رنګ او بڼکې ېې ښکلا لري خو له هغې وروسته په اروپا کې دفیلمرغ نسل اخیستنه د غوښې لپاره پ...

هیلۍ – Duck

ټولې لیکنې
هر توپیرلرونکی ډول چې لنډه غاړه لري، پلنه ډبله مښوکه لري، د اوبو مارغه وي هیلۍ ګڼل کیږي. دا مارغان بیا په فرعي کورنۍ وېشل شوي چې په اناتینای کورنۍ کې ېې د اوبو مارغان له اناتیدای کورنۍ دي. پښې ېې د بدن په وروسته برخه کې موقیعت لري چې ځنې وخت خلک د هیلۍ او هیلۍ ته ورته مارغانو کې لکه مرغاوۍ توپیر نشي کولای د دې وجه داده چې دواړه په اوبو کې وي اود بدن جوړښت ېې ورته والی لري. د هیلۍ د نر او ښځې توپیر له بڼکو کیږي د بڼکو رنګ ېې له ښځې سره توپیر لري. همداسې نر ېې په کال کې دوه ځلې کوریز کوی (دبدن بڼکې تویوي) او ښځینه ېې په کال کې د کوریز په ځای خامې هګۍ کوي. ګمان کیږي چې هیلۍ د وحشي انس پلټېرنکوس مارغه له نسله ده او وروسته اهلي (کورنۍ) شوې. په اول ځل هیلۍ له ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ وړاندې ترمنځ په چین کې اهلي شوې خو له هغې وروسته د دې مارغه نسل له نورو مارغانو سره هم ګډ شوی. د وحشي هیلیو ۳۸ ډولو...

Markhor – مارخور

ټولې لیکنې
علمي نوم یې کاپرا فالکونېري (Capra falconeri) ده، غټه وحشي وزه ده، د بوویدای کورنۍ (family Bovidae) غړې او ارتیو دکتیلا ډله (order Artiodactyla) کې شامله ده. پخوا د کشمیر او ترکستان له غرونو تر افغانستان پورې پیدا کېده خو اوس یې د پیدا کېدو سیمه محدوده او شمېر ډېر کم شوی. د (Capra falconeri falconeri) ډول یې په افغانستان، هند او پاکستان کې پیدا کیږي، د (Capra falconeri megaceros) ډول یې کوم چې سیده ښکرونه لري یوازې په افغانستان او پاکستان کې اوسي، همداسې بخاران مارخور یا د (Capra falconeri heptneri) ډول په افغانستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان کې شته دي. د ټولو فرعي ډولونو نسل یې له ورکېدو سره مخ ده او لامل یې د غوښې لپاره د وزو ښکار، د وحشې ژو د ژوند چاپېریال له منځه وړل دي.   د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۹۵–۱۰۲ سانتي متره (۳۷–۴۰ انچه) پورې لوړیږي؛ د بدن رنګ یې په اوړ...

Oberhasli – اوبېر هاسلي وزه

ټولې لیکنې
د شیدو لپاره د سوېزرلنډ د وزو نسل ده، په سویس کې یې خلک د (Oberhasli-Brienzer) په نامه پېژني. پېژندنه یې له رنګ څخه کیږي، په ملا، لکۍ، پښو، خېټه، غاړ او مخ کې تور رنګ لري او نور بدن یې سور رنګ لري. بدن یې منځنۍ کچه لري، واړه نېغ ولاړ غوږونه لري، غټې سترګې لري او شکل یې تل فعالیت ته چمتو ښکاري. ډېر خلک یې د شیدو د اړتیا پوره کولو لپاره ساتي. په شمالي امریکا کې یې نسل له ۲۰ پېړۍ اخیستل شوی.

LaMancha – لامانچا وزه

ټولې لیکنې
د امریکا د شیدو لپاره د وزو نسل ده، بې غوږو وزه ده، د نسل د پلرونو په اړه یې مالومات نشته، لامانچا په هسپانیا کې یوه سیمه ده او نوم یې له همدې سیمې اخیستل شوی ډېر خلک ګمان کوي چې د هسپانیا د لامانچا وزو نسل ده خو دا خبره تر اوسه په ساینسي توګه ثابته شوې نده. نسل یې په متحده ایالتونو کې د لنډو غوږونو له وزې اخیستل شوی د کومو په اړه چې خلکو ګمان کوه هسپانویانو له خپل ځان سره متحده ایالتونو ته انتقال کړي. له هغې وروسته تر لاسه شوی نسل د نوبین او او الپین وزو سره ګډ شو د کوم پایله چې د امریکا د لامانچا وزې نسل ده. په ۱۹۵۸ کال یې د نسل په اړه مالومات ثبت شوي.   که یې غوږونه تر یو انچ پورې وي نو غوږونو ته یې د (gopher ears) اخیستل کیږي او که چېرې تر دوه انچو پورې وي نو غوږونو ته یې د (elf ears) نوم اخیستل کیږي. هغه نران یې چې تر یوه انچ پورې د غوږونو اوږدوالی لري د نسل اخیستنې لپاره کا...

Toggenburg – ټاګنبرګ وزه

ټولې لیکنې
د شیدو لپاره د سویزرلنډ د وزو نسل ده، اصلي ځای یې د سویس ټاګنبرګ دره ده، په متحده ایالتونو کې د شیدو د وزو تر ټولو زوړ نسل ګڼل کیږي، د نړۍ په ډېرو سیمو کې له چاپېریال سره په اسانۍ بلدیږي. شیدې یې د غوا د شیدو په پرتله په اسانۍ هاضمه کیږي.

Saanen – سانین وزه

ټولې لیکنې
د شیدو لپاره د سویس د وزو نسل ده، اصلي ځای یې په سویس کې د سانین دره ده. بدن یې روښانه رنګ لري خو ډېر خلک یې سپین رنګ خوښوي. د بدن جوړښت یې (Toggenburg) وزو ته ورته ده، نېغ ولاړ غوږونه لري، د نر وزن یې تقریبا تر ۶۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي. شیدې یې لکه د نورو وزو په څېر د غوا د شیدو په پرتله ژر هاضمه کیږي، په متحده ایالتونو او اروپا کې یې نسل زیاتو خلکو د شیدو لپاره ساتلی.

Nubian – نوبین وزه

ټولې لیکنې
ګمان کیږي چې اصلي ځای یې افریقا ده خو په هند او منځني ختیځ کې له ډېر پخوا پرېمانه شته وې. په ۱۹ پېړۍ کې یې نسل انګلستان ته هم انتقال شوی او د انګلستان له وزو سره ترې نسل اخیستل شوی کوم ته چې انګلو نوبین (Anglo-Nubian) نوم اخلي. اوږده زوړند غوږونه لري، او د اریستوکرات وزو په نوم هم پېژندل کیږي ځکه چې پخوا یوازې اشرافو ساتلې. بدن یې لنډ وېښته او مختلف رنګونه لري. شیدې یې تر ټولو وزو زیات شحم لري.  

Angora goat – انګورا وزې

ټولې لیکنې
د وزو کورنۍ شوی نسل ده، اصلي ځای یې د پخوانۍ کوچنۍ اسیا انګورا ولسوالۍ ده. ورېښمینه اوږده وړۍ یې سوداګریز ارزښت لري، وړۍ ته یې انګرېزۍ کې ځانګړی نوم (mohair) اخیستل کیږي. په ۱۸ پېړۍ کې اروپا ته صادرې شوې. وروسته افریقا او امریکا ته هم انتقال شوې.   انګورا بدن کې له نورو کورني شوو پسونو او وزو وړې دي. دواړه نر او ښځه یې ښکرونه لري، لاندې زوړند غوږونه لري. د بدن وېښته یې د کش کېدو وړ فایبر ده او له وړۍ سره په نرموالي او ځلا کې توپیر لري.  

Boer – بویر وزه

ټولې لیکنې
د سوېلې افریقا د وزو کورنی شوی نسل ده، په ټوله نړۍ کې زیاته د غوښې تولیدونکې وزه ګڼل کیږي. په سوېلې افریقا، نیوزلنډ، استرالیا، متحده ایالتونو، کاناډا، انګلستان او د نړۍ نورو سیمو کې میلیونونه وزې شته دي. ډېر خلک یې د دې لپاره خوښوي چې ژر یې وزن زیاتیږي، د بدن کچه یې تر نورو وزو غټه ده، ارام طبیعت لري او مقاومت لرونکی بدن لري.   که چېرې یې نر یې د نورو وزو سره د نسل اخیستنې په موخه یو ځای شي پورته یادې شوې ځانګړنې یې په فرعي نسل کې هم شته وي. په درې کاله کې دوه ځلې بلاربېدای شي خو په دوه کاله کې هم امکان لري. ۵ میاشتې یې د بلاربښت موده ده تر درې میاشتو پورې د خپلو بچیانو پالنه کوي او له هغې وروسته بیا بلاربېدای شي. په لمړي ځل یو بچی زېږوي خو وروسته دوه یا درې بچیان زېږوي، د کال په هر وخت کې د مثل تولید کولای شي.   بویر په الماني ژبه کې بزګر ته وایي او په ۱۹۵۹ پېړۍ کې افر...

Ibex – ای بېکس وزه

ټولې لیکنې
د نه ښوېدونکو پښو لرونکې ځو اکمنې وزې دي، د بویدای کورنۍ (family Bovidae)، د کاپرا نسل (genus Capra) او د ارتیو دکتیلا ډلې (order Artiodactyla) غړې دي. د اسیا، اروپا او شمال ختیځې افریقا په غرونو کې پیدا کیږي.   د اروپا ای بېکس د الپین ای بیکس (Alpine, ibex) په نامه هم پېژندل کیږي، علمي نوم یې (C. ibex ibex) ده. نر یې تر ۱۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي، ښځه یې تر ۵۰ کیلو ګرامه پورې وزن لري. د نر قد یې تر ۹۰ سانتي متره او د ښځې تر ۸۰ سانتي متره پورې رسیږي. له نصواري تر خړ پورې رنګ لري کوم چې د بدن لاندې برخو کې ډېر تېز وي. په اوړي کې په لوړو غرونو کې وي خو په ژمي کې د غرو لمنو ته راکوزیږي. نران یې جلا او ښځې جلا رمو کې ژوند کوي خو ډېر زاړه شوي نران یې یوازې ژوند کوي. پخوا په مرکزي او لوېدیځو الپ غرونو کې ډېر زیات وو خو اوسمهال یې شمېر ډېر کم ده. په ایټالیا کې ښکار قانون بند کړی او فرا...

Goat – وزه

ټولې لیکنې
وزې شخوند وهونکې، تی لرونکې، په داخل کې خالي ښکر لرونکي ژوي دي، له کاپرا نسل (genus Capra) سره تړاو لري. لنډې لکۍ، د پسونو په پرتله سیده وېښته لري. په انګرېزۍ کې یې عام نوم (goat) ده، نر ته یې (buck or billy) نومونه اخلي، ښځې ته یې (does or nanny) وایي او بچیانو ته ېی (kid) نوم کاریږي. د مارخور او ای بېکس ډولونه یې وحشي دي.   د کورنیو وزو نسل له (pasang) زېږېدلی علمي نوم یې (Capra aegagrus) ده او اصلي ځای یې ګمان کیږي چې اسیا ده, تر ټولو زاړه پېژندل شوي د فارس دي. په چین، انګلستان، شمالي امریکا او اروپا کې وزه په بنسټیزه توګه د شیدو تولیدونکې ده او د شیدو له ډېرې برخې یې پنیر جوړیږي. دوه وزې کولای شي د یوې کورنۍ د شیدو اړتیا پوره کړي او په هغو سیمو کې چې د غوییزو ساتنه امکان نلري ډېر خلک وزې ساتي. په ګرمو سیمو کې تر غوا کمې شیدې کوي خو په سړو سیمو کې تر غوا ښې شیدې کوي. ځینې نسلو...

ایزوپود

ټولې لیکنې
د ډلې نوم ېې ایزوپودا، د کلاس نوم ېې کروستاسیا، په شکل کې له یو بل سره توپیر لري، په سمندر او تازه اوبو کې ژوند کوي او په وچه کې اوسېدونکي ډولونه هم لري. کوم چې په سمندر کې ژوند کوي پرازیتي دي. تراوسه ېې ۱۰،۰۰۰ ډولونه پېژندل شوي. اوږدوالی ېې له ۰.۷ میلي متره تر ۳۵ میلي متره پورې رسیږي. یو ډول ېې چې په کریبین سمندر کې ژوند کوي تر ۳۵ سانتي متره پورې اوږدیږي. 
Share
Hide Buttons