د لرګیو د سپږو کورنۍ ده، په وچه کې اوسېدونکي کلک پوسته یا کروستاسیا دي، په اېزو پوډا ډله کې ګروپ شوي. د لرګیو د سپږو د نورو کورنیو برعکس د دې کورنۍ غړي کولای شي ځان د توپ په څېر تاو کړي. د توپ په څېر تاوېدنې ځانګړنه یې په زر پښي پېل او ځینې نورو ژو کې هم شته. په انګرېزۍ کې (pill) ګولۍ ته وایي، دوېمه مانا یې یې د جاکټ یا له وړۍ جوړې شوې ټوټې پر سطحه له تارونو غوټې جوړېدو ته وایي کوم چې ډېری وخت د زړېدو له امله وي. د دې سپږې نوم هم له همدې جوړښت اخیستل شوی.
د دې کورنۍ غړو ته (Roly polies, slaters, potato bugs, doodle bugs and cheeselogs) نومونه هم اخلي. ډېر ډولونه یې د مدیترانې د سمندر سره سیمو کې پیدا کیږي خو یو څو ټولونه یې د اروپا په ډېرو سیمو کې ژوند کوي. د (Armadillidium vulgare) ډول یې د متحده ایالتونو نیو انګلنډ سیمې ته په ۱۹ پېړۍ کې انتقال شوی او اوسمهال د شمالي امریکا لویې برخې ته ...