Author: Zakria Rahimi

قوم : سهاک د زېږېدو ځای او نېټه : ۱۹۸۸ کابل مسهي لومړنۍ او منځنۍ زدکړې : پېښور کې سید جمال الدین مجاهد لیسه، امام غزالي لیسه، بي بي زینب لیسه له مورنۍ پښتو ژبې سېوا په دري، اردو، انګریزي او فرانسوي ژبو لیکل، لوستل او خبرې کولای شم. له یو کلنۍ تر ۲۰۰۵ کال پورې په پېښور کې، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶/۶/۶ وروسته فرانسې ته راکډه شوم، د ۲۰۱۴ په نومبر کې بلجیم ته ولاړم او اوسمهال د بلجیم په لیج ښار کې مېشت یم.
اولم – Olm

اولم – Olm

ټولې لیکنې
د ډول نوم یې پروتوس انګینوس (Proteus anguinus) دی، د پروتیدای کورنۍ (family Proteidae) لټکې دي او د کوداتا ډله (order Caudata) کې شاملې دي. د ادریاتیک ساحلونو په هغو سیمو کې ژوند کوي چې اوبه یې د ځمکې لاندې وي او یا د کارېز بڼه ولري.   بدن یې رنګ نلري ( د بدن رنګدانه یې له منځه تللې وي). سترګې یې له روښنایي سره حساسیت لري او په پوستکي پوښل شوې وي. د لاروای دورې ځینې ځانګړنې په ځان کې ساتي لکه: برانشونه او وړې پښې. د بدن کچه یې تر ۳۰ سانتي متره (۱۲ انچه) پورې رسیږي. ډبل اوربوز، بې رنګه بدن، سره برانشونه او نری سر لري.  ...
Newt – تریتون

Newt – تریتون

تریتون
تریتون په پلوروډېلیني فرعي کورنۍ کې دوه ژواکې لټکه ده. په کوچنیوالي کې په ځمکه ژوند کوي او دې پړاو ته یې اېفټ نوم اخلي. د سالامانډریډای کورنۍ د نورو دوه ژواکو لټکو په څېر تریتون هم نیمه په اوبو کې ژوند کوونکی دی. ټولې دوه ژواکه لټکې تریتون نه ګڼل کیږي. په اروپا، شمالي امریکا، شمالي افریقا او اسیا کې یې تر ۱۰۰ زیات ډولونه پېژندل شوي او مطالعه شوي. بدن یې درې پړاونو کې بدلون مومي : لمړی پړاو یې اوبو کې لاروا پړاو دی، په وچه کې اېفټ پړاو دی، بلوغ یا بشپړ ودې ته رسېدلی تریتون دی. بشپړ ودې ته رسېدلی تریتون کربوړي ته ورته والی لري. هر کال له وچې بېرته اوبو ته د مثل د تولید لپاره تګ کوي. که چېرې یې د مثل د تولید موده نه وي نو داسې سیمه کې ژوند کول خوښوي کوم چې لوندوالی لري او ګیا پوښلی وي. نسلونه یې ککړتیا، د ژوند لپاره د چاپېریال ویجاړېدو له ګواښ سره مخ کړي دي. د ډېرو ډولونو غړي یې ډېر کم پاتي ...
Mud puppy – د خټو کوچنډی

Mud puppy – د خټو کوچنډی

ټولې لیکنې
پنځه ډوله په اوبو کې ژوند کونکې لټکې (salamanders) دي, د نېکټوروس نسل (genus Necturus) جوړوي، د کورنۍ نوم یې پروتې ایدای (family Proteidae) او نېکتورایدای (Necturidae) دی او د کوداتا ډلې (order Caudata) کې شاملې دي. نوم یې ځکه د خټو کوچنډی اېښودل شوی ځکه چې د مطالعې پر وخت یې په تېر وتنه داسې ګمان شوی وو چې دا لټکې غپېدلی. د شمالي امریکا د ختیځې سیمې په ډنډونو، بندونو او سیندونو کې ژوند کوي. هغه ډولونه یې چې د متحده ایالتونو په سویل کې پیدا کیږي ځایي خلک ورته د اوبو سپی (water dogs) نوم اخلي.   د بدن کچه یې له ۲۰ تر ۴۰ سانتي متره (۸ تر ۱۶ انچه) پورې رسیږي. د بدن رنګ یې خړ یا نصواري وي او نیله ټاکي یا خاپونه لري. د تنفس لپاره برانشونه لري، لنډې ډبلې پښې لري. له خټو پاکو په رڼو اوبو کې ژوند کول خوښوي. د ورځې لخوا د ډبرو یا خوسا شوو توکو لاندې پټیږي. خواړه یې واړه چنګاښونه او د...
Lungless salamander – بې سږو لټکې

Lungless salamander – بې سږو لټکې

ټولې لیکنې
د کورنۍ نوم یې پلېتو دونتیدای (family Plethodontidae) دی، له ۳۷۰ څخه زېات ډولونه لري، بې سږو دوه ژواکي یا ذوحیاتین (amphibian) دي، د پوستکي له لارې د ساه اخیستنې (cutaneous respiration) سیستم لري په دې مانا چې د پوستکي له لارې تنفس کوي.   له کاناډا تر برازیل پورې سیمه کې ژوند کوي. مګریو څو ډوله د ایټالیا شمال (سردینیا) کې هم شته دي. د بدن کچه یې په هر ډول کې توپیر لري. د بدن پوستکی یې باید لوند واوسي تر څو د پوستکي له لارې تنفس وکړای شي.  
هېل بېنډر – Hellbender

هېل بېنډر – Hellbender

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې کریپتو برانکوس الېګانیانسیس (Cryptobranchus alleganiensis) دی، ذوحیاتین یا دوه ژواکې لټکې (salamander) دي، د کورنۍ نوم یې کریپتوبرانکیدای (family Cryptobranchidae) او په کوداتا ډله (order Caudata) کې شاملې دي.   د اوهیو Ohio په کانالونو او سیند کې ژوند کوي، د متحده ایالتونو په ختیځه سیمه کې هم پیدا کیږي. د بدن اوږدوالی یې تر ۳۰–۷۴ سانتي (12–29 انچه) پورې رسیږي. مسطح یا هوار سرونه، څورب غټ بدن او پراخه لکۍ لري. خړ نصواري رنګ لري، غټ یې سږي لري خو واړه لاروا بچیان یې یوې بلې خوا کې برانشونه لري. غټ یې د اوبو پاسه برخې ته د تنفس لپاره راپورته کیږي او تنفس هم د پوستکي له لارې کوي.   د ورځې لخوا د ډبرو لاندې پټیږي او د شپې لخوا په چنګاښونو، وړو کبانو او چونجیانو باندې ځان تغذیه کوي. د القاح سیستم یې بهرنۍ دی، د اوړي په پای کې جنسي نزدیکت کوي، له ۱۵۰ تر ۹۰...
Axolotl – اکسولوتل

Axolotl – اکسولوتل

ټولې لیکنې
دوه ژواکي دي. د ډول علمي نومونه یې (Ambystoma, formerly Rhyacosiredon or Siredon, mexicanum) دي، د کورنۍ نوم یې امبیستومتیدای (family Ambystomatidae) او په کوداتا ډله (order Caudata) کې شامل دي. بلوغیت ته په لاروال دوره کې رسیږي.   د مکسیکو ښار سره نږدې په بندونو کې پیدا کیږي او د سیمې خلک یې د خوړو وړ (edible) ګڼي. اکسولوتل لټکې تر ۲۵ سانتي متره (۱۰ انچه) پورې اوږدیږي، د بدن رنګ یې تېز نصواري او په دې رنګ کې تور ټاکي لري.
Amphiuma – امفیوما

Amphiuma – امفیوما

ټولې لیکنې
ذوحیاتین یا یا دوه ژواکي دي. په انګرېزۍ کې ورته (Congo eel, or Congo snake) نومونه هم اخلي، د شمالي امریکا درې ډوله لټکې (salamander) دي، د امفیومیدای کورنۍ (family Amphiumidae) غړي او په کوداتا ډله (order Caudata) کې شامل دي.   نه ښکارېدونکې پښې لري او له همدې امله ډېر خلک پرې د مار یا مارکب ګمان کوي. بدن یې خړ او نصواري رنګونه لري او لاندې برخه یې زېړ ته ورته رنګ کې وي. په ډنډونو کې ژوند کوي. کلکې ژامې، تېره غاښونه لري او ډېره کلکه خوله لګولی شي. خواړه یې چنګاښ، حلزون او نور واړه ژوي دي. د القاح سیستم یې داخلي دی او په یو ځل له ۴۰ تر ۳۵۰ پورې هګۍ کوي....

یوه مطلقه پاچایي او د خدای له لوري د مطلقې پاچايي کولو د حق دعوا: فرانسه

ټولې لیکنې
د مذهب جګړې فرانسه ورانه او پاچايي ېې بې ثباته کړه. په دې وخت څلورم هنري چې د فرانسې پاچا وه کوښښ وکړ چې د سلطنتي نظام د مالي چارو بیا رغونه وکړي. او د دې لپاره ېې ځنې اصولو او قواعدو کې تغیر راوسته. د فرانسې اقتصاد په هغه وخت کې کرنې جوړ کړی وو نو په همدې وجه ېې په بزګري کې ځنې اسانتیاوې رامنځ ته کړې :د بزګري غله کې د کچې کموالید مال ساتنه او د قلبې لپاره دجغ په قیمت کې کمید ځنګلونو بیا رغونهد لېوانو پر ضد ګام او له منځه وړل تر څو بزګرو ته تاوان وانړويپه غنمو او دانګور په تاکونو کې د ښار اجازهد غرنو او ځنګلونو د بزګرو پر قومونو وېشلیوی نوی کلتور معرفي کول: د توت ونې چې د ورېښمو د جونجي په روزنه کې ځانګړی رول لريڅلورم هنري د دسمبر مېاشتې په ۱۳ نېټه، کال ۱۵۵۳ کې پېدا شویپه کال ۱۵۸۹ کې پاچا شوپه کال ۱۶۱۰ کې مړ شوی.د دې پاچا دور کې د مذهب جګړه وشوه او دنانت په نامه یو فرمان ېې په کال ۱۵۹...

مذهبي بحران – ریفورم – پروتستان

ټولې لیکنې
په کال ۱۴۵۳ کې کله چې ترکانو قسطنطنیه (اوسنی اسانبو، چې په انګریزي او فرانسوي کې ورته کانستانتینوپل وایي) ونیوله نو له یونان نه زېات شمېر خلک ایټالیا ته ګډوال شول. دغو یوناني ګدوالو له ځان سره یونانۍ فلسفه (افلاطوني فلسفه، او دیوناني پلارانو فلسفه) یوړله. دې فلسفې او علم غربي اروپایانو ته نوی روحاني بعد وروباښه. له دې پرته دکلیسا عقیدوي مفکورې دکلیسا پیروانو ته اطمینان نشو ورکولای او د دوي ذهن کې هر پېدا شوی سوال ېې نشو ځواب کولای. د عیسویانو په باور د دې وجه دا وه چې د انجیل په ژباړه او تفسیر کې غفلت شوی وو او له تېروتنو ډک وو. ژباړه ېې ډېره مغلقه وه او غېرې مسلکي خلک نه پرې پوهېدل. په دې وخت کې پر انسانیت باور لرونکو خلکو چې پوهنتون کې ېې انتیک ژبې لوستې وې پرېکړه وکړه چې دانجیل مغلق او اندېښنه پیدا کوونکی تفسیر ته د پای ټکی کېږدي.د عیسویانو په باور دغه بشردوستان د انتیک ژبو په...

آرکئوپتریکس — Archaeopteryx

ټولې لیکنې
آرکئوپتریکس تر ټولو پخوانی فوسیلي (هغه ژوندي چې د تاریخ نه وړاندې ېې ژوند کاوه او اوس ېې صرف اثار پاتي) حیوانات دي. معمولا آرکئوپتریکس مارغه منل شوی تر اوسه د دې مارغانو ۸ ډولونه موندل شوي او د ټولو د موندنې ځای د جرمني باوریا دې. دا مارغان د اهاکو د ډبرو (د چونې دډبرو) په جوړښت کې موندل شوي. دې مارغانو تقریبا ۱۵۰ میلیونه کاله مخکې ژوند کاوه او په کال ۱۸۶۱ کې وپېژندل شول. تر دې وروسته ارغونپوهانو هڅې پېل کړې چې په ۲۰ او د ۲۱ پېړی په پېل کې نور ډولونه پېدا کړل چې تقریبا له آرکئوپتریکس سره برابر عمر لرونکي وو. وروسته په چین کې هم ورته حیوانات پېدا او پېژندل شول. چین زیات ارغونپوهان راټول کړل تر څو آرکئوپتریکس د ډیناسور په حیث ډلبندي کړي. دې مارغانو تقریبا د ۱۴۶ تر ۱۶۱ میلیونه کلونو مخکې ژوند کاوه چې په تاریخ کې دا دوره د ژوراسیک په نامه یادیږي. د اهاکو ډبره د ژوراسیک د دورې نامتو ډبره ده او ...

د هسپانیا امپراطوري

ټولې لیکنې
وروسته له دې چې هسپانیا د فېردیناند اف اراګون په دوران کې امریکا کشف کړه په دې وخت کې په امریکا کې دوه سترې امپراطوری وې چې یوه امپراطوري د ازتېک (د مکسیکوخلک) بله امپراطوري د انکاس (دجنوبي امریکا خلکو) وه. هسپانویانو هوډ وکړ چې دا دواړه امپراطوری نسکورې کړي د نسکورېدو لپاره ېې سلګونه کسان، لسګونه ټوپک چمتو کړل. دمکسیکو مستعمره کول د یو مهربانه کس چې نوم ېې فېرناند کورتې وه د ۱۵۱۹-۱۵۵۲ کلونو تر منځ مسولیت په غاړه واخیست. مکسیکو په مستعمره کولو کې د مکسیکو اصلي خلک هم د خپلې امپراطوري نه لاس په سر شوي وو او دهسپانویانو ملاتړ ېې وکړ. د پېرو د مستعمره کولو لپاره دوه ډېر ظالم کسان فرانسیسکو پیزارو او دییګودالماګرو  وو چې د ۱۵۱۳-۱۵۳۵ کلونو تر منځ ېې د پېرو د کلیو خلک حلال کړل او نیم ېې ژوندي په اور وسوزول. له دې لږ وخت وروسته دې کسانو پلاتا، کولمبیا، وینزوېلا، کالیفورنیا، مسي پی سي ونیول. ...

ارکې بیوز

ټولې لیکنې
په ۱۶ پېړی کې اروپا د ارکې بیوز په نامه ټوپک جوړ کړ. دغه ټوپک ډېر اوږد وه، تقریبا ۲۰ کیلو ګرامه وزن ېې لاره او په اسپ پورې به د انتقال لپاره را زوړندېده. د دې ټوپک میل ډېر اوږد وه چې د خولې لخوا له باردو ډکېده او بیا په یو سیخ دغه بارود تخته کېدل چې وروسته له بارودو پکې کاڼې او یا هغه وخت چرې یا ساچمې پکې د مرمې په څېر کارېدلې. د ماشې له کش کولو نه پس تقریبا ۵ دقیقې وروسته به ېې ډز کاوه. په همدې وجه د جګړې په میدان کې موثر نه وو او پوځ به د ځان د دفاع لپاره تل یوه توره او ډال لاره....

توپې

ټولې لیکنې
توپې معمولا له یو میل او یو د میل له حامل یا انتقالونکي جوړې شوې وي. د اولنیو توپو میل به له چاودېدونکو توکو ډکېده بیا دا توکي د میل د خولې خوا ټکېدل تر څو ښه تخته ډک شي او د کاڼو نه جوړه شوې ګلوله یا مرمی به پکې اچول کېده. له وروسته خوا ېې سوری لره چې دهمدې سوري له لارې د یو ګرم شوي سیخ په ذریعه به بارودو ته اور اچول کېده. دغه توپې د توپ ویشتونکي تر دښمن زیاتې خطرناکې وې ځکه چې د میل د چاودېدو امکان ډېر وو. دا توپې د ښارونو د ساتنې لپاره کاریدلې خو په ۱۶ پیړی کې تر دې ښې متحرکه توپې چې وزن ېې هم کم وو جوړې شوې او د جګړې هر میدان ته به وړل کېدې. د جګړې پر وخت به اول توپې ویشتل کېدې پیاده پوځ سره به ارکې بیوز ټوپک وو چې ډېر اوږده او درانده وو. په اسپ ناستو پوځیانو پر دښمن چټکه حمله کوله او یا به ېې د تېښتې پر وخت تعقیب کوه. ...

د افغانستان د کانالونو سیستم

ټولې لیکنې
د افغانستان د کانالونو سیستم تقریبا په داخل کې بند دې، صرف په شرق کې سیند چې ۳۲۰۰۰۰ میل مربع ۸۳۰۰۰۰ کیلو متر مربع سفر وروسته سمندر ته غورځیږي. د کابل سیند چې د شرق په لور بهیږي د پاکستان له هندوس سیند سره یوځای کیږي اود عربو سمندر د هند په اقیانوس کې خالي کیږي. او تقریبا نور ټول سیندونه ېې له مرکزي لوړو سر چینه کیږي او په داخل کې یا له بل سیند سره یو ځای کیږي، یا دشتو کې اوچیږي او یا ځنې بندونو کې خالي کیږي. تر ټولو د سیندونو لوی کانالونه ېې د امو سیند، هلمند، کابل او د هریرود سیندونو کانالونه دي. د امو سیند اوږدوالی ۱۵۷۸ میله، ۲۵۴۰ کیلومتره دې چې د پامیر له یخچالونو سرچینه اخلي. او مساحت ېې د افغانستان په شمال شرق او شمال کې ۹۳۰۰۰ میل مربع، ۲۴۱۰۰۰ کیلومتر مربع دې. د امو سیند د افغانستان له تاجکستان او ازبکستان سره تقریبا ۶۰۰ میله، ۱۰۰۰ کیلومتره پوله جوړوي. په دغه سیند کې د کشتی سفر و...

Francisco Pizarro – Spanish explorer — فرانسیسکو پیزارو

ټولې لیکنې
فرانسیسکوپه کال ۱۴۷۵ د هسپانیا په کاستیل کې پېدا شوی او د جون په ۲۶ نېټه کال ۱۵۴۱ په لیما چې اوس په پېرو کې ده مړ شوی. فرانسیسکو د انکا امپراطوري فاتح او د لیما ښار موسس ګڼل کیږی. فرانسیسکو د ګونزالو پیزارو حرامي یا غېر مشروع زوی وو. مور ېې یوه ځوانه انجلی چې فرانسیسکا ګونزالېز نومېده. د ژوند ډېره موده ېې دخنزیرانو په څرولو د نیا او نیکه کره تېره کړي. وروسته ېې په محلي وړو جګړو کې ونډه واخیسته خو چې هلته جګړې پای ته ورسېدې نو د جنګ لپاره دایټالیا په لور رهي شو. په کال ۱۵۱۰ کې ېې دکولمبیا دالونسو دو وجېدا په کشف کې ونډه واخیسته چې هلته د ده د ملګرو په نظر فرانسیسکو سخت ، خاموش،نا امېده کس پر چا چې په سخت وخت کې اعتبار کېدای شي. له دې سفر درې کاله وروسته د کیشتۍ د کپتان په څېر دنده پېل کړه. کله چې د ۴۸ کالو شو نو د کشف یو بل سفر ېې له دییګو دو الماګرو او هېرناندو سره دجنوبي امریکا ...

Physiocrat — Economics — فیزیوکرات- اقتصاد

ټولې لیکنې
فیزیوکرات په فرانسه کې د۱۸ پېړی تاسیس شوي اقتصادي متکبونه وو. د دې مکتب مشخصات یوه ځانګړې عقیده وه او هغه دا چې حکومت باید د اقتصادي چارو دطبعي قانون په عملکرد کې لاسوهنه ونکړي او ځمکه د ټولو شتمنیو سر چینه ده. معمولا دا مکتب په نړی کې داقتصاد اولنی ساینسي مکتب ګڼل کېږي. فیزیوکراسي د ریښه شناسي له رویه داسې معنی کړای شوه ''طبعي قانون'' او فیزیکراتانو په خپل ذهن کې داسې انګېرله چې باید یوه داسې اقتصادي ټولنه وجود .ولري په کومې کې چې طبعي اقتصاد او اخلاقي قوانین ټوله اقتصادي لوبه بشپړ کړي  د دولت لخوا وضع شوی قانون به ورسره په هماهنګي او توافق کې خپل رول لوبوي. دوي په خپل ذهن کې په عمده ډول د دهقاني ټولنه هم انځور کړه او په همدې وجه ېې په مېرکانټیلیزم (داقتصاد تیوري چې له ۱۶ پېړی تر ۱۸ پلي کېده، یوه دولتي مقر ره یا وضع شوی قانون وه) برید وکړ په دغه تیوري کې باور کېده چې باید هر حکو...

Grigory Aleksandrovich Potemkin — Russian statesman — ګریګوري الېکسندرویچ پوتېم کین — د روسې سیاست پوه

ټولې لیکنې
د سپتمبر په ۱۳ نېټه کال ۱۷۳۹د روسې په شی زو وو کې پېدا شوی او د اکتوبر په ۵ نېټه کال ۱۷۹۱د رومانیا په لاسي کې مړ شوی. روسی پوځي افسر، سیاستمدار اواو د ۱۷ کالو لپاره د ملکې (دوېمې کترین) عاشق، او په دې امپراطوري کې ستر قدرت لرونکی، یو با اهله مدیر، بد اخلاقه، اصراف کونکی ، وفادار، سخي ، د نورو بښونکی کس وو. زدکړې ېې د مسکو پوهنتون کې کړي او په کال ۱۷۵۵کې د سلطنتي ماڼی محافظ شو. وروسته ېې له دوېمې کترین سره قدرت ته رسېدو کې مرسته وکړه. د ۱۷۶۸–۷۴ کلونو تر منځ ېې د روسو- ترکېش چې د روسانو او ترکې تر منځ جګړه وه, وځلېده او په کال ۱۷۷۴ کې د کترین عاشق شو. په دې وخت کې کترین له پوتېم کین نه ستر قومندان جوړ کړ او د نوې روسې والي ېې مقرر کړ 'نوې روسیه' په اوسني وخت کې د یوکراین جنوب ته وېل کېده. د پوتېم کین ډېره توجه د ترکې او روسې تر منځ پولو ته وه په همدې وجه ېې په کال ۱۷۷۶ کې د روسې جن...

Guillaume-Thomas Raynal -French author– ګایوم توماس رینل

ټولې لیکنې
ګایوم توماس د اپرېل په ۱۲ نېټه کال ۱۷۱۳د فرانسې په سنت جونیېې کې زېږېدلی او د مارچ په ۶ نېټه ۱۷۹۶ د فرانسې په شایوت کې مړ شوی. د فرانسې لیکوال او سیاسي تبلیغ کونکی چې د انقلاب لپاره ېې ذهني موسم برابر کړ. رېنال خپلې زدکړې د عیسویانو په مکتب کې کړي. کله چې پاریس ته ولاړ تر څو په کلیسا کې دنده تر سره کړي هلته ېې د لیکوالي لپاره خپله مذهبي دنده پرېښوده. کله ېې چې د هالنډ په اړه په کال ۱۷۴۷ کې, او د انګلستان دپارلمان په اړه  په کال ۱۷۴۸ کې خپل نظر خپور کړ نو ځان ېې د لیکوال په حیث په خلکو وپېژانده. وروسته ېې د فرانسې په جرګې پسې لیکل وکړل چې د فرانسې جرګې د ده ټول ملکیت ضبط کړ او رېنال تر مرګه په غربت کې پاتې او مړ شو. د رېنال مهم کتابونه او لیکنې :History of the East and West Indies Mercure de France ...

Whig Party — Historical American political party — ویګ د امریکا سیاسي او تاریخي ګوند

ټولې لیکنې
د ۱۸۳۴-۵۴ کلونو تر منځ د امریکا په متحده ایالاتو کې تر ټولو لوی فعال سیاسي ګوند وچې د ملي پرمختیا ملاتړ ېې کاوه. کله چې په امریکا کې ډلې ټپلې او د دوي تر منځ اختلافات زیات شول په دې وخت کې د ویګ ګوند داسې یوه اتحادیه جوړه کړه چې کوم منظم سیاسي فعالیت ېې نه لاره او دغه ډله د وخت پادشاه سیاسي مخالف ټیم شو, د اپوزسیون موضوع د اندریو جکسن چې د وخت پادشاه وو دهغه له ظلمونو سره مخالفت وو. دوی خپل نوم دانګریزانو له یوې پارټی نقل کړ, کوم سیاسی ګروپ چې په انګلستان کې د شاهي حکومت اپوزیسیون جوړ کړی وو. په کال ۱۸۲۸ کې کله چې جکسن قدرت ته ورسېد نو د ملي جمهوري غوښتونکو ګوند ېې ټوټه ټوټه کړ په دې وخت کې جکسن د امریکا له دوېم بانک سره جګړه پېل کړه او په جنوبي کارولینا کې ېې د دوېم بانک باطل کولولپاره هنري کلې ته موقع په لاس ورکړه چې مالي محافظه کاران، د جنوبي ایالاتو د حقوقو ملاتړي سره متحد کړي چې ...

Anne-Robert-Jacques Turgot — French economist- ان رابرټ جک تورګو

ټولې لیکنې
د مې مېاشت په ۱۰ نېټه کال ۱۷۲۷ په پاریس کې زېږېدلی او د مارچ په ۱۸ نېټه کال ۱۷۸۱ په پاریس کې مړشوی. د فرانسې اقتصاد پوه چې د ۱۵ پادشاه لويي په اداره کې مدېر وو او د مالي چارو عمومي دنده ېې پر مخ بیوله له مدیریت تر وزارت پورې ېې کار کړی. د ۱۷۷۴–۷۶ کلونو تر منځ ېې د شپاړسم لويي پادشاه سره کار کوه چې د سیاسي مخالفینو له لوري ېې د مالي چارو اصلاحاتو ته خنډونه پېدا کړای شول. تورګو د نورمان په یو زوړ فامیل کې زېږېدلی د ده فامیل د وخت په شاهي حکومتونو کې کلیدي پوستونو کې پاتې شوي. تورګو چې کله کم عمره وو دپوهنپالي تر څنګ په لیبرالېزم، مذهبي زغم او په ټولنیز تکامل کې ځلېدونکي نظر او پوه لرله. وروسته ېې د ګمرک په دفتر کې د عریضو ازمایلو دنده پېل کړه چې له مدیریت تر وزارت پورې ېې کار کړی. او په ۱۷۶۱ کال کې ېې له پنځلسم لویي چې د فرانسې پادشاه وو، سره دنده پېل کړه....
Share
Hide Buttons